لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لویدلی اقتصاد،دخزانې وزیر ایي ایم ایف نه پیسو ترلاسه کولو لپاره واشنګټن ته روان شوی


د پاکستان د خزانې نوې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د ودریدلي پور د پروګرام د بيا بحالولو پسر د خبرو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.

د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره د 6 اربو ډالرو د پور پروګرام روانه میاشت کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان دحکومت له وخته مخکې د ختمېدو له کبله ودرېدلی ؤ.

د خزانې وزیر واشنگٹن ته د روانېدو نه مخکې په يو ټويټ لیکلي چې د هغه د تګ مقصد د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ابف سره د قرض پروګرام بحالول دي کوم چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د پاټلۍ نه کوز کړی ؤ چې له امله یې د هېواد اقتصاد د خطر سره مخامخ شوی.

څېړونکي وايي د پاکستان اقتصادي وضعه دا وخت دومره خرابه شوې چې ايي ایم ایف ته له تګ پرته بله کومه لار نه لري.

مطبوعات وايي چې مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د چارواکو سره د نېغ په نېغه ملاقات خواست کړی چې داسې د تېر حکومت د کړو لوظونو سربېره د ایي ایم ایف څخه زيات ممکنه مراعات ترلاسه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند تېر حکومت کال 2019م کې د نړيوالې مالياتي ادارې سره د 6 اربو ډالرو د قرض پروګرام لاسلیک کړی ؤ چې وروسته له دغه ادارې لخوا په اېښودل شوؤ شرطونو د عمل نه کيدو له امله ودرېدو.

مفتاح اسماعیل پرون د شورو په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته ویلي چي ايي ایم ایف پاکستان ته د قرض پروګرام د بيا بحالۍ لپاره پينځه شرطونه ايښي دي.

هغه وايي په دغو شرطونو کې د بجلۍ او تېلو په نرخونو د تېر حکومت لخوا ورکړې شوي رعایتونه ختمول، ددې په نرخونو کې اضافه کول، صنعتونو ته ورکړې شوې د ماليې د استثنا اېمنسټي سکيم ختمول او ددې ترڅنګ نوي ټیکسونه لګول او د بچت اقدامات شامل دي.

څېړونکي وايي ددې مقصد د 1.3 ټرېليېنه روپو متوقع بجټ خساره کې 25 بيېلنه روپۍ کمی راوستل دي.

اقتصاد پوهه او د خزانې پخوانی وزیر حفیظ پاشا وايي د پاکستان مالي ستونزې تر دې حده رسېدلي چې حکومت له به زر تر زره او ارو مرو د ايي ایم ایف پروګرام بحالول او د هغې په رڼا کې د کال2022-2023 بجټ په مئ مياشت کې وړاندې کول وي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل حکومت چې په راتلونکې بجټ کې کوم تېکس لګوي یا نور اصلاحات کوي او ېا په دې کې خلکو ته کومې اسانۍ ورکول غواړي نو باید چې له هغې څخه له مخکي نړیواله مالياتي اداره خبر کړي.

حفيظ پاشا بيا وايي د پاکستان د زر مبادلې شتمنۍ د 11 اربه ډالره څخه لاندې پرېوتې دي او پاکستان ته به اوس په کليز بنيادونو د تجارتي خسارې د فنانسنګ او بهرنیو قرضو بېرته ستنولو لپاره د 30 نه تر 32 اربه ډالرم پورې رقم پکار وي.

دی وايي اوسني حکومت لکه د تېر حکومت په څېر اولس ته ځینې مراعات ورکړي او دا وخت يوازې خلکو ته په اسانتياؤ ورکولو ګذاره نه شي کېدای نو که چېرې د ايي ایم ایف سره د قرض پروګرام د بحالۍ خبرې ناکامه شي نو د سري لنکا په څېر به دلته هم د څيزونو نرخونه اسمان ته لاړ شي.

هغه وايي دا مهال پاکستان لپاره په سوچ سره ګامونه پورته کول اړین شوي دي.

د اقتصادي چارو يو بل شنونکی ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي پاکستان له دې مخکې هم دوه ویشت وارې اي ایم ایف ته تللی دی او دا به درویشتم ځل شي.

نوموړي وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان رېکارډ پاتې شوی چې د اقتصاد د ښه کولو لپاره یې د ایي ایم ایف شرطونه نه دي پوره کړي او که چېرې حکومت د ایي ایم ایف په نسخه عمل کوي نو ددې به سياسي قيمت هم ورکوي.

نوموړي وویل امریکا په ایي ایم ایف کې تر ټولو لويه شراکت دار ده او کتل به دا وي چې هغه په دې اړه د پاکستان سره څه ملاتړ کولی شي.

وايي که پاکستان ته په نرمو شرطونو زياته قرضه ورکړي نو بیا کېدای شي چې موجوده حکومت ته د اقتصاد په څانګه کې د ساه اخستو فرصت ترلاسه شي.

دنوموړي په وینا دا وخت چې په پاکستان کې د بجلۍ کومه ستونزه ده او بلخوا چې په نړيوال مارکیټ کې د تېلو نرخونه زياتېږي نو ښکاري چې حکومت له به د ايي ایم ایف په شرطونو عمل کول مشکل وي.

دی وايي دا وخت لويه ستونزه د بجټ خساره ده، ددې د کمولو لپاره به حکومت ته ګران درامدات کمول او ورسره به په کليز بجټ کې د پرمختيايي بوديجې څخه پیسې کمول وي.

هغه زیاتوي ایي ایم ایف به په خبرو کې د پاکستان څخه د بجټ د بنيادي خسارې د کمولو او ددې په بنيادي سرپلس یا اضافه کې د بدلولو غوښتنې کوي.

مفتاح اسماعیل هم وايي چې حکومت په ترقياتي بجټ کې تر 600 اربو روپو پورې کمى کولو ته هم تېار دی او صنعتونو ته د ورکړی شوي اېمنسټي سکيم ختمول هم کومه ستونزه نه ده خو وايي پاکستان به په تنخا داره طبقه د نوؤ ټېکسونو لګولو د ايي ایم ایف شرط ونه مني.

نوموړي ویلي د پاکستان لپاره به د زرمبادلې شتمنۍ پاېداره جوړول او د راتلونکي بجټ د خسارې د کمولو لپاره د نورو 4 اربو ډالرو بندوبست کول سملاسي چېلنج وي.

هغه وايي چې حکومت د چين څخه د مالي امداد او د قطر نه په موخره اداېګيانو د ماېع ګېس یا ایل این جي ترلاسه کولو منصوبه هم لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG