لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان ته دشهباز شریف سفر،سیمې لپاره یې څلور پروژې اعلان کړي خو دامنیت په غوښتنه غلی پاتې شوی


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دشمالي وزیرستان لپاره دڅلورو سترو پروژو منظوري ورکړې ده خو سیمه کې دامنیت دټینګ په غوښتنه غلی پاتې شوی اؤ وایي چې په دې اړوند به د وزیرستان مشرانو سره اسلام اباد کې غونډه کوي.

وزیراعظم شمالي وزیرستان کې دیو پوهنتون،یو طبي کالج ،دانش اسکولونو اؤ عصري ګرځنده روغتون جوړولو منظوري ورکړې ده.

دسیمې مشران وایي دوئ سره تیر حکومت هم دپوهنتون،کالج اؤ نورو پروژو ژمنې کړې وې خو تر اوسه عملي شوې نه دي.

روانه میاشت داقتدار سمبالولو نه وروسته په وړومبي ځل نن دپنجشنبې په ورځ وزیراعظم شهباز شریف دخپلې کابینې دځېنو مهمو وزیرانو په ملتیا دشمالي وزیرستان سفر کړی اؤ دغلته یې دقامي جرګې سره لیدلي دي اؤ هغې ته یې وینا کړې ده.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دشمالي وزیرستان قامي مشرانو د وزیراعظم نه په دغه مهال دافغانستان خوست ولایت کې د شمالي وزیرستان دمداخیل قبیلې په وګړو دشوې بمبارۍ دسمدستي پلټنو غوښتنه کړې ده.

خو سرچینې وایي وزیراعظم جرګې ته ویلي چې په دې هرڅه خبر دی اؤ ډیر زر به په دې اړوند شمالي وزیرستان دمشرانو سره اسلام اباد کې غونډه وکړي.

سرچینې وایي ځایي مشرانو د وزیراعظم شهباز شریف نه دې سفر کې سیمه کې دامنیت دټینګښت دغوښتنې ترڅنګ سیمه کې دکاروبار دپراختیا لپاره په غلام خان بارډر دکسټم دنظام ختمولو غوښتنه هم کړې ده.

ځایي مشرانو دشهباز شریف نه غوښتنه کړې ده چې دتجارت د ودې لپاره دې دغلام خان پولې نه دکسټم نظام ختم اؤ بیرته بنو ته یوړل شي.

وزیراعظم نه په سیمه کې دموبایل انټرنیټ د تهري جي اؤ فور جي دفعالولو غوښتنه هم شوې ده خو سرچینې وایي شهباز شریف دسیمې مشرانو ته باور ورکړی چې ددوئ په ستونزو خبر دی اؤ په دې دنزدې نه خبرو کولو لپاره به دوئ ډير زر اسلام اباد ته راوبلي اؤ ټولو ستونزو دهواري حل به په شریکه ولټوي.

په دغه مهال وزیراعظم شهباز شریف اعلان کړی چې دسیمې پیغلو اؤ ځوانانو دتعلیم په ګاڼه سینګارولو لپاره به شمالي وزیرستان کې یو پوهنتون جوړولی شي اؤ ددې ترڅنګ به دلته یو دطب پوهنځی یا کالج هم جوړولی شي.

هغه وویل حکومت به یې سیمه کې دانش اسکولونه پرانزي اؤ هم به خلکو ته د روغتیا دغوره اسانیو ورکولو په موخه دلته یو عصري ګرځنده روغتون فعالولی شي.

دشهباز شریف سره په دې سفر کې دکورنیو چارو وزیر راناء ثناء الله، د وزیراعظم سلاکار امیر مقام،مرکزي وزیر خواجه اصف،د مذهبي چارو وزیر مفتي عبدالشکور اؤ شمالي وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم ملګري وؤ.

تر دې وړاندې پخواني وزیراعظم عمران خان هم شمالي وزیرستان کې دپوهنتون جوړولو اؤ دغلته دانټرنیټ دتهري جي اؤ فورجي فعالولو ژمنې کړې وې، خو دسیمې مشران وایي چې دغه ژمنې نه دي پوره شوي.

دشمالي وزیرستان نه داتمانزئ قامي جرګې غړي ملک نصرالله وزیر وي او ای ډیوه سره خبرو کې د وزیراعظم په اعلاناتو تسله ښودلې ده اؤ ویلي یې دي تر دې وړاندې چې هم کله هغه دپنجاب صوبې وزیراعلا ؤ اؤ د وزیرستان خلک بې کوره شوي وؤ نو شهباز شریف دکډوالو دبکاخیل کیمپ ته ورغلی ؤ اؤ دغلته یې د وزیرستان دماشومانو لپاره ددانش اسکولو جوړولو ترڅنګ دګڼ شمیر نورو پرمختیایي پروژو ژمنه کړې وه.

هغه وایي کله چې دشهباز شریف ورور نوازشریف وزیراعظم ؤ اؤ د شمالي وزیرستان په سفر راغلی ؤ نو هغه دلته دپوهنتون،کالج اؤ ګڼو نورو پرمختیایي پروژو ترڅنګ کډوالو لپاره دکورونو جوړولو ژمنه هم کړې وه.

هغه وویل پخواني وزیراعظم عمران خان چې دخپلې واکمنۍ په موده کې دشمالي وزیرستان دسفرونو په مهال دپوهنتون،کالج اؤ نورو څومره پروژو پیل کولو ژمنې کړې وې تر اوسه یې په دغو اعلاناتو هیڅ عمل نه دی شوی.

هغه وایي دشمالي وزیرستان خلکو سره یو ځل بیا ژمنې شوي دي خو اوس به کتل دا وي چې دا اعلانات عملي کیږي اؤ که نه؟

دنوموړي په وینا که چرې دشهباز شریف لخوا شوي اعلانات عملي شي نو دا به دسیمې لپاره یو ستر پیکیج اؤ دخوشحالۍ زیری وي.

دملک نصرالله په وینا دسیمې تر ټولو ستره ستونزه دامنیت ده ځکه چې دلته دهدفي وژنو لړۍ دوامداره ده، حکومت ته به دا لړۍ ودرول اؤ د کدوالو بیرته خپلو سیمو ته راستنول اؤ هغوئ ته پخپلو سیمو کې د ژوند اسانۍ برابرول وي.

نوموړی وایي ده پخپله نن د وزیراعظم مخې ته خوست کې دشمالي وزیرستان په کډوالو دشوې بمبارۍ خبره د وزیراعظم مخې ته راپورته کړه خو وایي په دغه خبره نه وزیراعظم ښه وویل اؤ نه یې بد وویل بلکې غلی پاتې شو.

دشمالي وزیرستان دکډوالو دکمیټۍ مشر نثار علي داوړ وي او ای ډیوه ته وویل شمالي وزیرستان کې دا مهال ناامني تر ټولو ستره ستونزه ده ځکه چې دسیمې خلک هره ورځ په مرموزو هدفي بریدونو کې وژل کیږي اؤ حتی په امنیتي سرتیرو هم بریدونه کیږي.

هغه وایي له دغو بریدونو وروسته بیا په سیمه کې دعامو خلکو پرضد عملیات ترسره کیږي اؤ عام خلک ځورول کیږي چې ددې مخنیوی ډیر ضروري دی.

نوموړی وایي په کال ۲۰۱۴م کې سیمه کې په ترسره شوؤ ضرب عضب پوځي عملیاتو کې دخلکو کورونه تباه ،کاروبارونه اؤ مارکیټونه تباه شوي خو هغوئ ته تراوسه معاوضه نه ده ورکړل شوې اؤ دخپل حق لپاره در په در لوغړیږي.

هغه وایي نن هم دشمالي وزیرستان خلکو وزیراعظم سره سیمه کې دامنیت ستونزه راپورته کړې ده خو وزیراعظم ورته ویلي چې دا ستونزه به په ګډه حل کوؤ.

ښاغلی داوړ وایي امنیت ټینګول د ریاست اؤ حکومت کار دی اؤ باید چې نور د وزیرستان خلکو ته دامن په نوم زحمت ورنه کړل شي.

هغه وایي پکار ده چې نن وزیراعظم اعلان کړی وای چې دضرب عضب عملیاتو اته کاله پوره شول، اوس د دوئ سیمې صفا دي اؤ کډوال خپلو سیمو ته تللی شي خو دنثار علي په وینا وزیراعظم داسې هیڅ اعلان ونه کړو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG