لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمعیت علماء اسلام ګوند تل دمذهب په نوم اقتدار ته دځان رسولو هڅه کړې ده،څېړونکي وایي


څيړونکي وايي پاکستان کې مذهبي ګوند جميعت علماء اسلام تل د مذهب په نوم ووټ اخستی او واک ته پرې رسېدلي دي،

دپاکستان په نوې مرکزي کابينه کې هم د خېبر پښتونخوا نه دګوند پسر تر ټولو زيات د جميعت علماء اسلام ګوند غړي شامل شوي دي، او په صوبه کې يې په تېرو بلدياتي ټاکنو کې هم ګڼ شمېر چوکۍ ګټلي دي۔

په نوي جوړه شوي کابينه کې څلور وفاقي وزارتونه جميعت علماء اسلام ته ورکړل شوي دي او د قامي اسمبلۍ د ډپټي سپيکر چوکۍ هم دې ګوند ته ورکړل شوې ده۔

جميعت علماء اسلام ګوند په تېرو ټاکنو کې دمذهبې ګوندونو داتحادیې ايم ايم ای د سیوري لاندې برخه اخستې وه او دولس د قامي اسمبلۍ چوکۍ يې ګټلې وې.

په دغه اتحاديه کې جماعت السلامي ګوند نه ؤ شامل۔

د عمران خان خلاف د مخالفو ګوندونو داتحاديې پي ډي ايم مشري هم د جميعت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کوله۔

دسیاسي چارو څيړونکی خادم حسېن وايي جميعت علمءا اسلام تل د مذهب په نوم سياست کړی دی او د پښتنو قامي ستونزې يې په شا غورځولي دي،

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړي وويل دوي مذهبي نعره واک ته د رسېدو د پاره د وسيلي په توګه کارولې ده.

"د مذهب په نوم پاکستان، د شريعت خبره په دې جميعت سياست کړی دی او دا نعرې دوي اقتدار ته رسيدو د پاره کارولې دي، او په پښتونخوا کې يې په موجوده وخت کې هم دغه د مذهب بيانيه ښکاري"

څيړونکي وايي د جميعت علماء اسلام په خېبر پښتونخوا کې زياتيدونکی سياسي اثر رسوخ په تېرو شوو بلدياتي ټاکنو کې هم وليدل شو.

د ټاکنو په وړومبي پړاو کې تر ټولو زياتي ۲۳د تحصيل ميئر او چېرمېن چوکۍ جميعت علماء اسلام ګټلې وې۔

په دويم نمبر پاکستان تحريک انصاف راغلی ؤ چې ۱۸ چوکۍ يې ګټلې وې او ۱۰ ازاد اميدواران بریالي شوي وؤ.

په دغو ټاکنو کې اووه چوکۍ ملت پاله عوامي نيشل ګوند ګټلې وې، په خېبر پښتونخوا کې ملت پاله ګوند قومي وطن پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند يوه چوکۍ هم په وړومبي پړاؤکې نه وه ترلاسه کړي ۔ او نه يې په اوسنۍ مرکزي کابينه کې کوم وزارت ترلاسه کړی دی۔

څيړونکې وايي دا په راتلونکي کې په صوبه کې د ملت پاله ګوندونو په ووټرانو اثر پريباسي او عوامي نېشنل ګوند، قومي وطن پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي به په خېبر پښتونخوا کې دجميعت علماء اسلام سره په سخته مقابله کې وي.بلخوا به پاکستان تحريک انصاف هم په مېدان کې وي۔

څيړونکي وايي د عوامي نېشنل ګوند او قومي وطن پارټۍ مقابله کې د خېبر پښتونخوا په پرتله د پښتونخوا ملي عوامي ګوند زيات اثر په بلوچستان صوبه کې ليدل کيږي.

د پېښور د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاذ شاه نواز مشال وايي په مولانا فضل الرحمان دا تور د وړاندې نه لګې چې په هر حکومت کې د دوي برخه وي که هغه د بنظير بهټو حکومت وي، د مشرف او يا که د پاکستان مسلم ليګ نون حکومت وي.

شاه نواز زياته کړه"جميعت علماءاسلام ته به حکومت کې برخه اخستل او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ نظرياتي ګټه په راتلونکي ټاکنو کې رسيږي"

د جميعت علماء اسلام د مذهب په نوم واک ترلاسه کولو په اړه وي او ای ډیوه د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلا اکرم خان دراني، د ګوند وياند جليل جان ،نوي ټاکل شوي مرکزي وزير عبدالشکور او د مولانا فضل الرحمان رور عطا الرحمان سره د ټېلفون د لارې د رابطې هڅه وکړه خو خو دهغوئ ټیلیفونونو هیڅ جواب ونه ویلو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG