لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان دشپې جلسې اؤ دامریکې پرضد بیانیه هغه ته څه ګټه رسوي؟


پاکستان کې په لومړي ځل په پارلېمان کې دباور بایلونکي پخواني وزیر اعظم عمران خان جلسې د شپې کېږي، او په غټو ښارونو کې یې کوي ،د زیاتره څېړونکو په وینا د جلسو ګډون وال یې هم د ښارونو اوسېدونکي وي۔

په دې هکله د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد شاه نواز مشال وي او ای ډيوه ته وايي عمران خان ځکه د شپې جلسې کوي چې دغه وخت د خلکو سمه شمېره مخې ته نه راځي او لږ خلک هم ډېر په نظر راځي او چې څومره خلک يو تن ښودل غواړي نو ښودلی یې شي۔

نوموړي زياته کړه چې د شپې که يو خوا د ښار خلک زيات داسې ډول غونډو ته ځي نو بلخوا ګڼ شمېر خلک هم دغه وخت ميډيا او سوشل مېډيا ته ناست وي نو عمران خان په اسانۍ سره په کور کې ناستو خلکو ته خپل پېغام رسولی شي۔

د اپرېل په لسمه، د حکومت د ختمېدو وروسته، عمران خان په دریوؤ غټو ښارونو پېښور، کراچۍ او پرون لاهور کې خپلو پلویانو ته ویناوې کړي دي.

په دریوؤ واړو جلسو کې عمران خان او د هغه د ګوند نورو مشرانو د بیا انتخاباتو غوښتنه کړې ده ،دسیاسي مخالفینو لپاره اکثره سپکې توري کارولي، د حکومت ختمولو تور د کوم ثبوت پرته په امریکا لګوي او ناستو خلکو ته وايي چې عمران خان بیا وزیر اعظم کړي. خو داسې کوم پلان نه ورکوي چې که په دوېم ځل واکمن شي نو څه به کوي؟

په سياسې چارو نظر لرونکی د پيښور پوهنتون د صنفي زدکړو د څانګې استاد درويش اپريدي وايي د مخکيني وزيراعظم عمران خان سره د راتلونکي دپاره هيڅ ډول تګ لاره نشته او د خپلو تېرو ناکامو پټولو لپاره د سازش او امريکې پرضد خبره کوي۔

نوموړی دا هم وايي چې په پاکستان کې د سټې ټسکو سياستوالو چې پوځ پکې هم شامل دی، هغوی د مخکې نه په خلکو کې د امريکې په ضد د بيانيي په اړه کرونده کړې وه او هغه فصل اوس زرغون شوی دی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وايي چې د ښاري سيمو بې روزګاره ځوانانو او پېغلو لپاره دغه نعرې ډېرې زړه راښکونکې وي چې دوئ په جلسو کې وايي چې قوم او ملک به يو ځل بيا ستر مقام ته رسوي، نو دا اصل کې دوي خپلو ناکامو پټولو لپاره تور په بل لګوي۔

د يادو جلسو بل مهم اړخ د عمران خان او د هغه دملګرو په ویناګانو کې ډېر جذبات لیدل کېږي. او کله کله داسې خبرې وکړي چې د جلسې وروسته پرې څېړونکي نیوکې لا زیاتې کړي۔

په دې اړه د مردان دعبدالولي خان پوهنتون دنړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي چې د توشه خانې د کېس ترڅنګ د عمران خان نور يو شمير خبرو او بيانو کې ښکاره تضاد په نظر راځي ځکه د نيوکو سره مخ دی۔

نوموړي زياته کړه چې د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو په خبرو کې يو لویې تضاد خو دادی چې يو طرف ته دی د خپل حکومت ختمېدو په اړه په امريکا تور لګوي او بل اړخ ته د پاکستان په اسټېلشمنټ نيوکې کوي۔

هغه دا هم وويل که د عمران خان تاريخ او کردار ته وکتل شي او دی چې اوس کوم د مدينې د رياست خبرې کوي نو دې کې هم ډېر تضاد دی ځکه چې دې هغه په بيان کې خو وايي ولې دنوموړي د حکومت په دوره کې هغه په يو ځائ کې هم په نظر نه راتلو۔

د ۲۰۱۹م نه تر اوسه دعمران خان سیاسي مخالفینو او د اوسني اېتلافي حکومت غړو به اکثره جلسې جلوسونه کول ،دوئ به تېرې ټاکنې جعلي بللې او د بیا ټاکنو غوښتنې به یې کولې. خو اوس وايي د راتلونکو ټاکنو وړاندې به انتخابي اصلاحات کوي.

اېتلافي حکومت تر اوسه کومه ځوابي جلسه نه ده کړې خو مشران او پلویان یې د عمران خان بیانيې او د هغوی په وینا ځینو بې ثبوته ادعاؤ ته په سوشل مېډیا ځوابونه وايي۔

په اسلام اباد کې مېشت د پارلېماني چارو کاروپوهه قرېش خټک وي او ای ډيوه ته وايي عمران خان چې په سوشل ميډيا د خپلې پارټۍ لپاره کوم مهم پېل کړی هغه به په راتلونکو ټاکنو کې تر ډېره حده ګټه ورکړي خو زيات انحصار به يې د پاکستان اسټېبلشمنټ سره په اړيکو وي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل چې په تېرو ټاکنو کې مونږ کتلي دي چې کله د عمران خان سره د عسکري ادارو مرسته نه وه نو باوجود ددې چې د عمران خان ګوند په ځوانانو کې ډېر مشهور و خو انتخابي کارکردګي يې دومره ښه نه وه۔

هغه وايي چې دا ځل د عمران خان لپاره دا يو دازموینې وخت دی چې هغه به د عسکري ادارو سره چې کوم تناو او مخالفت دی په هغې کې ځان څنګه ساتي۔

د عمران خان د حکومت ړنګېدو لا 15 ورځې نه پوره کېږي او داسې ښکاري چې پلویان یې د حکومت په ناڅاپه او د مودې نه وړاندې ختمېدو باندې قار دي.

سیاسي څېړونکي نظر لري چې دپخواني وزیراعظم پلویان لا په توده کې دي او راتلونکې څو میاشتې به ښيي چې عمران خان به دوئ څومره فعاله وساتل شي او دا به هم کتلی شي چې اوسنی حکومت تر کومه حده سیاسي هوا په خپله ګټه کارولی شي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG