لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادي بدحالۍ دشهباز شریف لاسونه تړلي،ولس ته به اسانۍ ورنه کړل شي،اقتصاد پوهان وایي


دپاکستان وزیراعظم شهباز شريف په حکومتي غونډو او دسوشل میډیا د لارې وایي خواهش لري چې د اقتصادي بدحالۍ په دې وضعیت کې دخلکو مشکلات راکم کړي خو له بده مرغه ده ته چې قامي خزانه په کومو حالاتو کې ترلاسه شوې،د روژی په دې میاشت کې دغه خواهش هم نه شي پوره کولی.

داقتصادی چارو پوهان وایي مخ په زیاتیدونکي پورونه او اقتصادي ستونزې حکومت ته اجازه نه ورکوي چې ولس ته اسانتیاوې ورکړي.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وي او ای ډیوه ته وایي دا وخت حکومت دتاریخ د مشکل ترین دور نه تیریږي ځکه چې په تیرو وختونو کې دکلیز بجټ خساره د 3500 اربو روپو څخه نه ده زیاته شوې او داوخت دا 4500 اربو روپو ته رسیږي.

هغه وایي په تیرو 6 میاشتو کې مونږ په پټرولو او ډیزلو د ټیکسونو او پټرولیم لیوي هدف نه دی پوره کړی او په یو لیټر پټرولو او ډیزلو 20روپۍ د جیبه نقصان سره مخ یو او په دننه او بهرني توګه دحکومت لاسونه تړل شوي دي چې ولس ته اسانتیاوې ورکړي.

"د حکومت لاسونه بند دي هغوی خلکو ته اسانتیاوې نه شي ورکولی نورو اضافي ټیکسونو ته اړتیا ده او زما خیال دی چی دوئ به د تیلو قیمتونه هم برقرار ونه ساتي او په اختر کې به د تیلو نرخ کې د زیاتوالی غیر مقبول فیصله وکړي او دتیلو بیعې به یو لیټر 180 روپو ته زیاتې کړي"

وزیر اعظم شهباز شریف د ټویټر د لارې وایي دخلکو د مشکلاتو د راکمولو دپاره یې په پنجاب کی د 10 کيلوګرامه اوړو بیعه د 550 روپو نه 400 روپو ته راکمه کړې او دچینو د یو کلو بيعه یې د 75 روپو څخه 70 روپو کلو ته راکوزه کړې ده.

خو بیا پاکستاني مطبوعات وایي د پنجاب صوبې نه خیبر پښتونخوا ته په غنمو ورکولو بندیز لګول شوی دی.

دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولي خان د ټویټر د لارې وزیر اعظم شهباز شریف ته ویلي د پنجاب نه په غنمو بندیز د اندیښنې وړ خبره ده او وزیر اعظم باید ددې نوټس واخلي خو بیا شهباز شريف ویلي پنجاب صوبی ته یې امر کړی چې خیبر پښتونخوا ته دوه لکه ټنه غنم ورکړي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه که سیاسي بحران روان وي نو ملکي اقتصاد به نور هم متاثره شي.

د پاکستان وزیر اعظم او د هغه کابینه د روانو اقتصادي ستونزو ذمه وار د پاکستان تحریک انصاف تیر حکومت ګڼي خو د تحریک انصاف حکومت کې پخوانی د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر وایي هغوئ د پاکستان مسلم لیګ حکومت ته روان اقتصاد په لاسو کی ورکړی چی پکی ریکارډ ترسیلات زر، مخ په زیاتي درامدات او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره شامله ده.

هغه وایي د نوي حکومت له راتلو ورسته زرمبادله کې 5اربه ډالره کمی راغلی دی.

په دې وروستیو کې نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف هم ویلي چی سږکال به پاکستان خپل د اقتصادي پرمختا، په ګرانۍ د قابو موندلو او کرنټ اکاونټ خسارې هدفونه پوره نه کړي.

د پاکستان د اقتصادی چارو وزارت وایي د روان مالي کال په وروستیو 9 میاشتو کې د تحریک انصاف حکومت 15اربه ډالر غیر ملکي قرضه ترلاسه کړې او په مجموعی توګه تیر حکومت کې 57اربه ډالره قرصه اخستل شوې چې پکې 26 اربه ډالره د قرضونو واپسي هم شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG