لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتېر حکومت پرضد بهر نه سازش نه دی شوی،دقامي سلامتۍ دکمیټې اعلامیه


دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان ددعوې برعکس دقامي سلامتیا کمیټې پخپله اعلامیه کې ویلي چې دتیر حکومت پرضد دبهرني سازش هیڅ ثبوت نه دی ترلاسه شوی.

څېړونکي وایي دقامي سلامتي کمیټۍ د له اعلامیې وروسته دعمران خان دا بیانیه دخاورو سره خاورې شوې چې ګنې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ.

خو دعمران خان سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف دقامي سلامتیا دکمیټې په اعلامیه خپل غبرګون کې ویلي دي چې کمیټې په اصل کې دهغوئ دبیانیې توثیق کړی دی اؤ دا یې منلې ده چې دبهر نه دګواښونو لیک ترلاسه شوی دی.

دجمعې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دقامي سلامتیا دکمیټۍ ترسره شوې غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه،دګډو ځواکونو دکمیټې مشر جنرال ندیم رضا،دسمندري اؤ هوایي ځواکونو مشرانو،امریکا کې دپاکستان پخواني سفیر اسد مجید اؤ ګڼو نورو پوځي اؤ حکومتي مشرانو برخه اخستې وه.

سرچینې وایي ددې غونډې په مهال پخواني سفیر اسد مجید دغونډې برخه والو ته دلانجمن لیک په اړه احوال تیر کړی دی اؤ په دغه لیک هر اړخیزې خبرې شوې دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل حکومت وروستیو ورځو کې دعوه کړې وه چې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش جوړ شوی اؤ ویلي یې وؤ چې دامریکې لخوا ورته یو دګواښونو ډک لیک هم ترلاسه شوی دی.

دقامي سلامتۍ دکمیټې په اعلامیه کې ویلي شوي خفیه شبکو د ترلاسه شوي لیک پلټنې کړي دي اؤ په دې پلټنو کې دبهرني سازش ثبوت مخې ته نه دی راغلی.

په ننۍ غونډه کې واشنګټن کې دپاکستان دسفارتخانې نه په ترلاسه شوي ټیلي ګرام دخیالاتو تبادله شوې ده اؤ کمیټې دترلاسه شوؤ موادو د ارزونې نه وروسته د قامي سلامتۍ دکمیټې دتیرې غونډې دپریکړو توثیق یا پخلی هم کړی دی.

اعلامیه وایي کمیټۍ د مواصلاتي موادو ،دترلاسه شوؤ جايزو اؤ دامنیتي ادارو له اړخه د اخذ کړل شوؤ نتیجو له ارزونې وروسته دا نتیجه اخستې ده چې هیڅ رقم غیر ملکي سازش نه دی شوی.

دسیاسي چارو څېړونکی ښاغلی خادم حسین وایي دوزیراعظم ،دپوځ د سرلښکر ،دوسله والو ځواکونو د مشرانو اؤ دمرکزي کابینې د غړو نه راجوړې دقامي سلامتۍ کمیټې ته دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کې هیڅ امریکایي یا بهرنی سازش په نظر نه دی ورغلی.

په ټویټر هغه لیکلي ایا پي ټي ایي به اوس د ریاست پرضد دبغاوت اعلان کوي ؟ اؤ دا ناشونې هم نه ده ځکه چې تحریک طالبان پاکستان اؤ دوئ (پي‌ ټي‌ ایي) کې دومره توپیر نشته

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر اؤ دبهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي دقامي سلامتۍ دکمیټۍ په اعلامیه خپل غبرګون کې ویلي دکمیټۍ تیره غونډه کې دبهرني مداخلت خبره شوې وه اؤ نن دکمیټۍ ننۍ غونډې دتیرې غونډې دپرېکړو پخلی کړی دی نو دې نه څرګنده شوه چې پاکستان کې سیاسي مداخله شوې ده.

هغه پخپل یو بیان کې ویلي دکمیټې داعلامیې نه په ډاګه شوې ده چې دعمران خان حکومت دبهرنۍ مداخلې له لارې ختم کړل شوی دی اؤ باید ددې عدالتي پلټنې وکړل شي.

واکمن ګوند مسلم لیګ نواز دقامي سلامتۍ دکمیټۍ ننۍ اعلامیه په ټویټر خوره کړې ده اؤ ورسره یې لیکلي دي چې اعلامیه وایي هیڅ رقم بهرنی سازش نه دی شوی

د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند دقامي اسمبلۍ غړې حناء پرویز بټ په ټویټر لیکلي نن دقامي سلامتۍ دکمیټې اعلامیې دبهرني سازش په اړوند دعمران خان دروغژنه بیانیه دمنونو خاورو لاندې ښخه کړه

دپخواني وزیراعظم عمران خان حکومت روانه میاشت اپوزیشن ګوندونو قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ دتحریک دلارې نسکور کړی اؤ دهغه په ځائ شهباز شریف داتحادیي ګوندونو سره په ګډه حکومت جوړ کړی دی.

خو عمران خان تور لګوي چې دهغه دحکومت پرضد دبهر نه سازش جوړ شوی ؤ اؤ دګواښونو یو لیک هم ورته دامریکې نه ترلاسه شوی چې که دعمران خان پرضد دبې باورۍ تحریک کامیاب نه شو نو ددې به خرابې نتیجې رابرڅېره شي.

دامریکې دبهرنیو چارو د وزارت ویاند دعمران خان دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې امریکا پاکستان کې داییني،جمهوري ا‌ؤ قانوني عمل ملاتړ کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG