لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف په جلسو کې د خبريالانو پرضد د غندنې وړ ژبه کارول کيږي، د ټولنيزو رسنيو غبرګون


په ټولنيزو رسنيو د تحریک انصاف د لاهور په جلسه کې د ښځينه خبريالې غريده فاروقي د عکس يو پوسټر پورته کړی شوی، او په دغه پوسټر ليکلو ته په ټولنيزو رسنيو غبرګون ویل شوی چې دا د غندنې وړ توري ليکل شوي دي، او د تحريک انصاف مشران دې د دې مخنیوی وکړي.

په پاکستان کې د ازادۍ اظهار د ساتنې او د هغې د څار ادارې فریډم نېټ ورک ويلي،

"د پاکستان تحریک انصاف په جلسه کې چې د ښځينه خبريالې غريده فاروقي پرضد د اعتراض وړ بېنر پورته کړی شوی، د پاکستان تحریک انصاف مشران دې د دې نوټس واخلي".

فريډم نېټ ورک ويلي، که چاته هم د ميډیا ادارې يا صحافيانو پرضد شکايت وي نو د هغې په اړوند دې متعلقه ځايونو ته شکايت وکړي.

د غريده فاروقي په اړه پورته کړی شوي بېنر باندې ليکل شوي،

"غريده فاروقي،راشه چې خالي ځای درته وښایم، امپورټډ حکومت نامنظور".

پاکستان تحریک انصاف ګوند د زیارت/ پنجشنبې (21مارچ) په ماسخوتن د لاهور په مينار پاکستان کې جلسه کړې وه.

له دغې وړاندې چې په 17 اپرېل په کراچۍ کې پاکستان تحریک انصاف ګوند جلسه کړې وه، غريده فاروقي په خپل ټويټر د جلسې ځینې عکسونه او ويډيوز خپرې کړې او ويلي يې وو، چې د تحریک انصاف په جلسه کې ډېر ځايونه خالي دي او د عمران خان د تقرير په وخت خلک د جلسې د ځای نه روان شوی دی.

د ښځو د حقونو فعالې نګهت داد په ټويټر ويلي، "د پاکستان تحریک انصاف په جلسه کې ښځينه جرنلسټې ته په ښکاره د جنسي تيري دړکې وبوږنولم، د پاکستان تحریک انصاف مشرتابه دې دغه توري په کلکه وغندي".

په ټولنیزو رسنيو دغه عمل غندل شوی، خبريالې عاصمه شيرازي ويلي،

"دا رويه د غندنې وړ، د زغملو وړ نه ده، عمران خان دې خپل پېروکار پوهه کړي، څنګه چې تاسو خلک د ميډيا پرضد راپاروئ، په دې کې څوک هم په نخښه کېدی شي، د دې زمه وار به څوک وي؟".

او بل جرنلسټ حامد مير ويلي،

"کوم خلک چې د نورو د ميندو او خوېندو عزت نه کوي، د هغو په خپل کور کې عزت نه وي".

د غريده فاروقي په اړوند بېنرو او ټولنيزو رسنيو غبرګون ته پاکستان تحریک انصاف ګوند په رسمي ډول کوم ځواب نه دی ویلي، خو د خپلو جلسو د ګڼې او خلکو د زيات ګډون خبره يې کړې ده.

د پاکستان تحریک انصاف د پېښور په جلسه کې هم جرنلسټانو شکايت کړی وو چې د دغه ګوند کارکنانو په جرنلسټانو تشدد کړی وو.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې د بې باورۍ د تحريک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، ياد ګوند جلسې پېل کړي او عمران خان وايي، اېمپورټډ يا راوستل شوی حکومت به ونه مني، او په ملک کې د فوري انتخاباتو غوښتنه کوي.

د عمران خان د لرې کېدو وروسته د پاکستان مسلم ليګ ن مشر شهباز شريف وزیراعظم ټاکل شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG