لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: د افغانستان د لوري بريد کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي، په شمالي وزيرستان کې د افغانستان د لوري ترهګرو بريد کړی، او په نښته کې بيا درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان سرکاري ميډيا نن د خالي/ يکشنبې په ورځ (23 اپرېل) د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) له قوله ويلي، ترهګرو د افغانستان د لوري نه د شمالي وزيرستان په ديوګر علاقه کې بريد کړی دی.

ويل شوي پوځ د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویلی، خو په نښته کې د پوځ 30 کلن حوالدار تېمور، 38 کلن نايک شعېب او 24 کلن ثاقب نواز وژل شوي دي.

د تازه پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

له دې وړاندې په 14 اپرېل د پاکستان پوځ ویلي وو، د شمالي وزيرستان په دته خېل تحصيل کې د افغانستان پولې ته نزدې د ترهګرو په بريد کې اووه پوځيان وژل شوي وو.

دا تازه بريد په داسې حال کې شوی چې د زیارت په ورځ (21 اپرېل) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د شمالي وزیرستان سفر کړی وو او د پوځ ویاندې ادارې په جاري کړي بیان کې ویلي وو وزیراعظم ته په میرانشاه کې په امنیت حال احوال تیر کړی شوی وو.

په بیان کې ویل شوي وو وزيراعظم شهباز شريف ته د ترهګرۍد ملا ماتولو او د هر قسمه ترهګرو ډلو ته د ماتې ورکولو او د هغوي د انفراسټرکچر په ختمولو، نوموړي د دغو کاميابيو لپاره د پاکستان د پوځ افسرانو او عسکرو ستاینه کړې او هغوی ته يې درناوی وړاندې کړی.

شمالي وزیرستان د افغانستان د خوست ولايت سره په پوله پرته علاقه ده. خوست د افغانستان هغه صوبه/ ولايت دی چرته چې د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د پاکستان لخوا د جيټ بمبارۍ کېدو ويل شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسابلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمويي او بیا ورته اشتباه/ دغه ډول غلطي تکرار نه کړي کنه بدې پایلې/نتيجې به ولري".

په 17 اپرېل په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي، په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده.

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه پورې کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی.

خو وروسته د پاکستان د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په وېب پاڼه خپور شوي خبر کې د امنیتي سرچینو له قوله ويل شوي وو چې پاکستان په خوست او کونړ کې د ډرون د لارې بريدونه کړي، او د تحريک طالبان پاکستان ځالې يې په نخښه کړي، خو تحریک طالبان پاکستان په خپله هم تراوسه پورې د دغو بريدونو په اړوند څه نه دي ويلي.

او بيا د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي دي.

يونيسف ویلي، د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې چې په خوست او کونړ کې کوم بریدونه شوي، په خوست کې 12 ماشومانې جينکۍ او درې هلکان او په کونړ پکې درې جينکۍ او دوه هلکان وژل شوي وو.

د تازه بريد په اړوند د پاکستان پوځ ويلي، پاکستان په سخته سره غندنه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، او پاکستان تمه لري چې افغان حکومت به په راتلونکې کې د دغسې کېدو اجازه ور نه کړي.

پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG