لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سږکال به پاکستان اؤ افغانستان نه څومره خلک حج کولی شي؟


دکرونا وبا دسختې څپې وروسته سږکال سعودي عرب لس لکه کسان دټولې نړۍ څخه دحج لپاره منلي دي چې په دې کې به تر ټولو زیات حاجیان دانډونیشیاء اؤ بیا ورپسې دپاکستان وي.

دسعودي ګزټ د رپورټ له مخې دانډونیشیاء څخه یو لک اؤ ۵۱ زره کسان حج ته پرېښودل کیږي اؤ دپاکستان څخه به بیا ۸۱زره اؤ۱۳۲کسانو ته دحج کولو اجازه وي.

خو دافغانستان څخه به ۱۳زره اؤ ۵۸۲ کسان دحج اجازه ولري.

دبنګله دیش دحج کوټه ۵۷زره،۵۸۵،دنایجیریا ۴۳زره اؤ ۸،دترکي۳۷زره اؤ۷۷۰،دبرتانیې۱۲زره اؤ۳۴۸،دامریکې۹زره اؤ۵۰۴ اؤ دفرانسیې ۹زره ۲۶۸ ټاکل شوې ده.

په دې کې به تر ټولو کم شمیر کې دافریقایي هیواد انګولا وګړي حج ترسره کوي چې شمیره یې یوازې ۲۳ ده

سعودي عرب هرکال داسلامي هیوادونو لپاره ددغو هیوادونو دابادۍ په تناسب سره دحج کوټه مقرروي اؤ سږکال یې پرېکړه کړې چې اته نیم لکه کسان به دبهرنۍ نړۍ نه حج ته پرېښودی شي اؤ یو نیم لک به سیمه ییز کسان دحج فریضه ادا کوي.

سعودي عرب چې نور کله بهرنیو هیوادونو ته دحج کومه کوټه ورکوله سږکال په هغې کې دکرونا وایرس له امله ۴۲اعشاریه ۲ فیصدي کمی راوستل شوی دی.

دسعودي عرب دحج اؤ عمرې د وزارت له مخې سږکال به یوازې هغه څوک دحج کولو وړ ګڼل کیږي چې عمر یې له ۶۵ؤ کالو کم وي اؤ ددې ترڅنګ به حاجیانو ته اړینه وي چې له روانیدو ۷۲ساعته مخکینې خپل د پي سي ار ټيسټونه په لاس کې ولري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG