لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکو پاکستان اؤ افغانستان کې دداعش دبریدونو دلا زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده


پوهان وايي په افغانستان او پاکستان کې په نزديو ورځو کي دداعش خراسان ډلې بريدونه زيات شوي دي, او د امو نه تر اباسين پورې دوئ خپل هدفونه په نخښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والې ډلې داعش په یوه ورځ کې په افغانستان کې تر څلورو او په خېبر پښتونخوا کې يې هم د يو بريد زمه واري منلې ده۔

څيړونکي وايي چې تر څو دداسې تنظيمونو په ضد په رياستي کچ ګامونه نه وي پورته شوي تر هغې به د دوي بريدونه ورځ تر بلې سېوا کيږي۔

په يوويشتم اپرېل د افغانستان په مزار شريف،کندوز،کابل،او ننګرهار کې چاودونو درې ديرشت تنان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړې وو.

په دغه ورځ داعش خراسان ډلې په افغانستان او پاکستان کې په مزار شريف د شيعه مسلک لرونکو دجومات په ګډون د څلورو بريدونو زمه واري په غاړه اخستې وه اؤ هم یې د پاکستان په پېښور هم کې د يو تن د وژلو او دتېرې جمعې په ورځ يې په راولپنډۍ ښار کې د يو مسیحي تن د وژلو دعوه کړي ده۔

په پاکستان او افغانستان کې په روانو حالاتو تحقيق کوونکي وېلي ريکارډو ډيوه ته وويل دداعش لخوا په پاکستان او افغانستان کې دبریدونو زیاتیدو درې علتونه دي.

هغه دا علتونه داسې روښانه کړل "يو د روژې دمياشتې له امله، دويم د خپلو مشرانو د وژل کيدو وروسته یې عمليات چټک کړي او دريم دداعش خراسان دمشر لخوا پخپلو وسله والو ګوریله جنګ ته د ودې ورکولو غږ شوی دی"

نوموړي وويل دده په خيال داعش د افغانستان ترڅنګ د پاکستان د پاره هم لويې خطر دی،ځکه چې دوي فرقه يیزې جګړې ته وده ورکوي.

نوموړي وويل"داعش به شيعه مسلک لرونکي په نخښه کوي، مذهبي لږکي به د دوي په نخښه وي، دغسې ديوبندي علماء به هم د دوي په نخښه وي څنګه چې یې باجوړ کې د جميعت علماء اسلام غړی په نخښه کړی، ددې اثر به پېښور، باجوړ او راولپنډۍ کې ډير ښکاريږي، او دا بريدونه په راتلونکي کې نور هم د زياتيدو امکان لري"

ویلي ريکارډو زياته کړه دداعش خراسان بريدونو کې به په پاکستان کې عام ولس ډير په نخښه کيږي، ځکه چې تحريک طالبان پاکستان اوس اکثر په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه واري اخلي او د عام ولس په نخښه کولو نه ډه ډه کوي.

په پېښور کې د مارچ مياشتې په پیل کې د شيعه مسلک لرونکو په جومات د جمعې دمانځه په مهال ځانمرګي بريد شوي ؤ چې پکې تر شپیتوؤ پوري تنان وژل شوي او نزدي دوه سوه ټپيان شوي وو،

ددغې برید زمه واري داعش ډلې په غاړه اخستې وه، په افغانستان کې يي هم څو ورځې وړاندې په مزار شريف کې په جومات د شوي بريد زمه واري منلې وه او دغسې د افغانستان د پولې نه ازبکستان ته يې هم د راګټو د ډزو زمه وارې اخستې وه ،خو افغان طالبانو او د ازبکستان حکومت دراکټي بريدونو دعوه رد کړي وه۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ عرفان اشرف وايي داعش يا نورې وسله والې ډلې چې په افغانستان او پاکستان کي کوم بريدونه کوي بنيادې وجه يې د رياستي ادارو دې پله پام لرنه نه کول دي

"په افغانستان هم چې کله نه طالبان په واک کې راغلي دي دداعش مسلې ته يې هغسې پام لرنه نه ده کړې څومره چې دا لويې خطر ګڼل کيږي او پاکستان کې هم د روان سياسي کړکېچ له عمله امنيتي مسلې د پام نه غورځيدلې دي چې بيا دغسې ډلو ته د فعالیت کولو موقعې په لاس ورشي"

په افغانستان کې طالبان وخت په وخت دعوې کوي چې د طالبانو ضد عمليات کوي، او د مزار شريف په جومات کې د شوي بريد په لړ کې يې دداعش يو غړی نيولی دی.،

هم دغسې د پاکستان رياستي ادارې دعوه کوي چې د هر رقم بدامنۍ مخې نيولو ته چمتو دي.

څه مودوه وړاندې د پاکستان د فوځ وياند جنرل بابر افتحار يوې خبرې غونډې ته خپله وېنا کې ويلي وؤ دوي د ترهګرۍ پېښو کې ککړ يو شمېر تنان نيولي او فوځي عملياتو کې يې وژلي دي چې دې عملیاتو کې يو شمېر د عسکري ادارو ځوانانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی۔

XS
SM
MD
LG