لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان تحریک انصاف په خپله واکمنۍ کې ۵۷ ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخېستي


د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسمعیل
د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسمعیل

واشنګټن - د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت وايي،‌ د تحریک انصاف حکومت په تېرو ۹ میاشتو کې ۱۵.۴ ارب ډالره بهرنۍ قرضې اخېستې چې ورسره په مجموعي توګه یواځې د تحریک انصاف په حکومت کې اخېستل شوې بهرنۍ قرضې ۵۷ ارب ډالرو ته رسېدلي.

د پاکستان اقتصادي چارو وزارت او د سټېټ بېنک آف پاکستان د روان مالي کال د جولايي نه تر مارچ میاشت پورې اخېستل شویو بهرنیو قرضو تفصیل خپور کړی چې ښيي په تېرو درې نیم کلونو کې د پاکستان په بهرنیو قرضو باندې انحصار زیات شوی.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په واک کې له راتلو وړاندې اکثر په خپل مخالف سیاسي مشرانو باندې د کرپشن او ملک په قرضو کې ډوبولو تورونه لګول خو تازه شمېره ښکاره کوي چې د نوموړي په حکومت کې د تېرو حکومتونو په نسبت ترټولو زیات بهرني قرضونه اخېستل شوي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون د رپورټ ترمخه د بهرنیو اخېستل شویو قرضو ۹۰ فیصده برخه په دې مقصد سره اخېستل شوې چې د ملک د بجټ خساره راکمه کړای شي او او د ذرمبادله بهرنیو ذخیرو ته مرسته ورکړل شي کومې چې دا وخت ۱۰.۸ ارب ډالره ته راغورځېدلي دي.

د پاکستان خزانې او مالیې مرکزي وزیر مفتاح اسماعیل د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په ټوېټر ویلي، د تحریک انصاف حکومت د ملک ۷۱ کاله مودې په تاریخ کې د بهر ملکونو نه اخېستل شویو قرضو ۸۰ فیصده قرضه د خپلې واکمنۍ په درې کاله او ۹ میاشتو کې اخېستې.

په ټولنیزه وېب پاڼه، ټوېټر باندې د تحریک انصاف په حکومت کې د خزانې وزیر شوکت ترین لخوا د ملکي اقتصاد په اړه ورکړل شوې شمېرې ته په ځواب کې مفتاح اسماعیل ویلي، پاکستان په تیرو ۷۱ کلونو کې ټوله ۲۵ کهرب روپۍ قرضه اخېستې چې پکې د تحریک انصاف حکومت په تېر ۳ کاله او ۹ میاشتو کې ۲۰ کهرب روپۍ قرضې اخېستې.

مفتاح اسماعیل د جمعې په ورځ‌ په ټوېټر وېب پاڼه وېلي د روان مالي کال بجټ‌ خساره به ۵.۵۷ کهرب روپۍ وي.

شوکت ترین له دې وړاندې په ټوېټر ویلي، د تحریک انصاف ګوند په خپله واکمنۍ کې ټوله ۱۷.۸ کهرب روپۍ قرضه اخېستې چې پکې ۸.۹ کهرب روپۍ له وړاندې اخېستل شویو قرضو په سود ورکړل شوي، ۴.۴ کهرب روپۍ د روپۍ قدر کمېدو له کبله اخېستل شوي او دا چې صرف قرضه ۳.۹ کهرب روپۍ اخېستل شوې.

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه د ۶ ارب ډالره قرضې پروګرام لاندې راتلونکې قسط ترلاسه کولو په سر خبرو اترو لپاره دا و خت د امریکې په سفر دی. آي اېم اېف د ۶ ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د ۹۰۰ ملین ډالره قسط ورکولو جاج اخلی.

د نړیوالې مالیاتي‌ادارې آي اېم اېف د یو تازه رپورټ‌ ترمخه د پاکستان تحریک انصاف په واکمنۍ کې د بجلۍ او تیلو په مد کې ګردشي قرضې یو په دوه شوي چې د ملک مجموعي‌ آمدن شپږ فېصده برخه جوړیږي.

پاکستان دا وخت د سختې ګرانۍ سره هم مخ دی. د پاکستان د شماریاتو ادارې ترمخه د مارچ په میاشت کې د ګرانۍ شرح ۱۲.۷ فیصد ته رسېدلې. له دې وړاندې د فرورۍ په میاشت کې د ګرانۍ شرح ۱۲.۲ فیصد رېکارډ کړای شوې وه. ګراني د ټولې نړۍ لپاره دا وخت یو چېلنج جوړ شوی خو په پاکستان کې د خلکو د وس طاقت لاندې د ګرانۍ شرح د نورو ملکونو په نسبت زیاته ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG