لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د3000 تنانو نومونه دسفري بندیزونو نوملړ نه ویستل شوي


دپاکستان دحکومت مرکزي کابينې د سفري بنديزونو سره تړلو ضابطو کې د بدلون منظوري ورکړې ده چې ترمخه یې د ٣٠٠٠ تنانو نومونه دغه نوملړ نه ویستل شوي دي.

د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثناء الله وايي د نوؤ ضابطو مقصد د سفري بنديزونو قانون نه دناوړه استفادې مخنيوی کول دي او د نوؤ ضابطو لاندې راتلونکي کې به حکومت ته د يو وګړى نوم دسفري بندیزونو نوملړ ک ساتلو لپاره د هغه دجرم ثبوت وړاندې کول وي.

تيره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزې وزير رانا ثناء الله ویلي وؤ له بده مرغه پاکستان کي د ډير وخت راهسې د سفري بنديزونو قانون د سياسي مخالفينو په ضد کارول کيږي او هغه تور لګولى چې د تحريک انصاف ګوند د واکمنۍ په مهال دې کې شدت راغلى ؤ.

نوموړي ويلي ددې مخنيوي لپاره مرکزي وزيرانو باندې دګډې کميټۍ دسپارښتنو په اساس کابينې د نوؤ ضابطو منظوري ورکړې ده چې ترمخه به یې که حکومت د يو تن نوم د١٢٠ ورځو تيريدلو باجود دسفري بنديزونو نوملړ کې ساتل غواړي نو ورته به ددغه تن د جرم په هکله کوټلي ثبوتونه وړاندې کول وي.

نوموړي زياته کړه ترهګرۍ يا دملکي سلامتيا په ضد فعالیتونو کې په ککړتیا تورن کسان به ددې نوې ضابطې نه استفاده نه شي کولی.

دعمران خان په تیر حکومت کې دموجوده وزير اعظم شهباز شريف اؤ د هغه دمسلم لېګ نواز ګونددمرستيالې مشرې مريم نواز په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پشتين او محسن داوړ په ګډون د دوي دملاتړو ګلالى اسماعیل په څېر د بشري حقونو دفعالينو نومونه دغه نوملړ کى اچول شوي وؤ.

قانون پوهه شاه خاور ايډوکيټ داي سي ايل قانون سره دتړلو نوؤ ضابطو ستاينه کوي او دا په ولسي ګټه بولي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل وړاندې به يو تن د سفري بنديزونو نوملړ نه خپل نوم لرې کولو لپاره د اوږد قانوني عمل نه تيريدو خو اوس حکومت پابند کړى شوى که دیو تن نوم دسفري بندیز په نوملړ کې ساتل غواړي نو دهغه پرضد به ثبوتونه وړاندې کوي.

شاه خاور زياته کړه ددغه قانون نه د ناوړه استفادې يو لویې مثال هغه پاکستاني وګړي دي چې بهرنيو هيوادونو کې ميشت دي خو نومونه یې اي سي ايل کې شامل وؤ او هغوئ پاکستان کې دخپلې قانوني دفاع د حق نه محرومه ؤ ځکه بيرته نه راتلل چې دلته په رارسيدو ېې ګرفتاري باوري وه.

د اي سي ايل قانون سره تړلو د کال ٢٠١٠م دضابطو لاندې حکومت لپاره لازمه نه ده چې د يو تن نوم دسفري بنديزونو نوملړ کې اچولو نه وړاندى هغه ته د سپيناوي موقعه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد هايکوټ د پلټنو دمرکزي ادارې ايف ایي ای لخوا دپخواني وزير اعظم عمران خان په دوؤ سلاکارانو شهباز ګل او شهزاد اکبر دسفري بنديز پريکړه رد کړې ده او له هغې وروسته شهزاد اکبر د پاکستان نه بهر تلى دى.

اسلام اباد هايکورټ د دسفري بندیزونو نوملړ ته دپخواني وزیراعظم عمران خان دنوم اچولو خواست نه یوازې رد کړی بلکې په خواست کوونکي مولوي اقبال حيدر نومي وکيل باندې یې يو لک روپۍ جرمانه هم لګولې ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG