لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مخکیني اؤ موجوده دخزانې وزیرانو په یو بل د زیاتو پورونو اخستو تورونه لګولي


د پاکستان دخزانې پخواني اؤ موجوده وزیرانو په يو بل د زياتو پورونو اخستو تورونه لګولي او په ټويټر يې تود بحث پیل کړی دی.

پوهان وايي سياسي ګوندونه د بې بنياده خبرونو خپرولو په سر سياسي ګټې ترلاسه کوي او په نزديو کې د سوشل ميډيا راتلو سره دا عمل ډير چټک شوی دی.

د پاکستان په تېر حکومت کې د خزانې وزير شوکت ترین موجوده حکومت کي د خزانې وزير مفتاح اسماعیل ته په ټويټر ليکلي چې خلکو ته دي دهوکه نه ورکوي، د پاکستان تحريک انصاف حکومت ټول قرض 17.8 ټريلينه روپۍ اخستی په دې کې يې 8.9 ټريلنيه روپۍ د قرضونو د سود په ستنولو کې ورکړي او4.4 ټريلينه د روپۍ ارزښت کې دکمي له امله زياتې شوي دي.

شوکت ترين ويلي چې دا يې د تېر کال د دسمبر شمېرې ورکړي دي، خو په ځواب کې ورته دخزانې موجوده وزير مقتاح اسماعيل ويلي د پاکستان تحريک انصاف لخوا د اخستل شوو پورونو حجم شل ټريلينه روپۍ دی، او پوښتنه يې ترې کړي ده چې ولې يې د دسمبر پورې شمېرې شريکې کړې ايا دا دهوکه ورکول نه دي؟

د پاکستان ايکسپرس ټريبيون ورځپاڼې خپل يو رپورټ کې ليکلي د عمران خان حکومت په درې څلويښت مياشتو کې 57 بيلينه ډالره قرض اخستي دي چې 26 بيلينه ډالره قرضه يې واپس کړي هم ده،خو د پاکستان مسلم ليګ تېر حکومت 33 بيلينه ډالره قرضه اخستې وه.

مفتاح اسماعيل ددې خبر تايد کړی او په ټويټر يې ورته ليکلي په بهرنو قرضو کې اضافه شوې ده،

د پېښور پوهنتون د شمارياتو د څانګي مشر ډاکټر محمد اقبال ډيوه ته وويل کله هم چې کوم ملک قرضې اخستو ته مجبوره شي د هغې اثر بيا تر ډير وخته پورې وي.

هغه وایي چې کله قرضه واخستل شي هغه د سود سره بیرته ستنول وي خو چې کله قرضه واخستل شي او بيا ستنه نه کړل شي نو بيا د هغې بوج په بل حکومت پريوځي.

ډاکټر اقبال وایي نور کله به د بهرنیو هېوادونو نه امداد راتلو نو دقرضو بوج به کم ؤ خو اوس دغه امداد يا کم شوی او يا ختم شوی دی، چي له امله يې د قرضو بوج سېوا کيږي.

نورموړي وويل" تر څو چې په ملک کې دننه د ټېکس ورکوونکو شمېر نه وي زيات شوی تر هغې دا قرضې نه شي ختميدلې، ډيرلږ خلک دي چې ټېکس ورکوي او د دوه ويشتو کروړو خلکو بوج يې په سر اخستی دی"

څيړونکي وايي نن سبا د سوشل ميډيا له لارې خبرونه ډير په چټکتیا سره خپوريږي، او په هغې کې زياتره هغه خبرونه وي چې تايد شوي نه وي او د پروپېګنډې په توګه کارول کيږي.

څيړونکي وايي د قرضو په څېر صحت، تعليم او نورو مدونو کې دشوؤ پرمختیایي کارونو او په هغې د لګښت په اړه هم بېلا بېلې شمېرې خپورل کيږي چې عام ولس ته د سمو او ناسمو معلوماتو بيلول ګران وي۔

خبريال او څيړونکی محمد داود وايي "سياسي ګوندونه اکثر ناسم معلومات خپوري، او دهغې نه سياسي ګټې پورته کوي"

نوموړي زياته کړه د ناسمو معلوماتو خوريدل به په راتلونکې کې ډيره لويه مسله جوړيږي او د حقایقو روڼوالی به ډير کم پاتې شي خو بيا اکثره مطبوعاتي ادارو دداسې شکمنو خبرونو د سپيناوي د پاره ځانله څانګې جوړې کړې دي چې د خبر دبېلا بېلو سرچینو نه پخلی وکړی او کره معلومات خپاره کړي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG