لاس رسیدونکی لینک

 
مفتاح: د ايي اېم اېف نه به ولس ته کومه اساني نه وي، ترخه ګولۍ به خوړل وي
تازه خبر

مفتاح: د ايي اېم اېف نه به ولس ته کومه اساني نه وي، ترخه ګولۍ به خوړل وي


د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل منلې چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د ليدنو وروسته هغه خپل ولس ته کوم راحت يا ريليف نه وړي، او ايي اېم اېف ته د تګ مطلب هم دا دی چې ولس ته ريليف نه شې ورکول کېدی.

اسماعيل ويلي ولس ته به ترخه ګولۍ خوړل وي او د هغې وروسته به حالات ښه کيږي او معيشيت به په خپلو ودريږي.

وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي، واشنګټن ته د دې دپاره تللی چې د ايي اېم اېف سره ودرېدلی پروګرام بحال کړي، هغه منلې چې په پټرولو د سبسډۍ د حکومت لخوا په بيعو کې د اسانتيا ختمولو په شرط به عمل کولی شي.

هغه زیاته کړې دا وخت پاکستان په پټرولو 21 روپۍ او په ډيزلو 51.52ورپۍ سبسډي يا اسانتيا ورکوي، مطلب دغه پېسې حکومت ورکوي، او د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ترمخه راتلونکې مياشت به دا سېوا کولی شي.

د خزانې وزیر ويلي، په پټرولو نزدې 96 اربه روپۍ سبسډي ورکول کيږي، او دا پېسې د پاکستان د حکومت چلولو د خرڅې نزدې په دوه هومره دي، او دومره سبسډي د پاکستان غوندې غريب ملک د وس خبره نه ده.

خو هغه ویلي،دا چې غريب خلک د پټرولو د بيعو لوړولو د اغېزو بچ کړی شي د دې دپاره منصوبه جوړولی شي.

د نوموړي په وېنا د ايي اې اېف د سټاف په کچه ليده کاته به د نهې/ سه شنبې په ورځ پېل شي او له دې وړاندې ايي اېم اېف ته اړين مواد/ ضروري ډېټا ورکړی شوې ده.

هغه ويلي د ايي اېم اېف پلاوی به د مې په میاشت کې د پاکستان سفر کوي، چرته چې به د پروګرام د بحالۍ په معاهدو يا تړون لاسليک کولی شي، او د پاکستان ودرول شوي فنډونه به جاري کړل شي.

مفتاح اسماعيل ويلي، ايي اېم اېف په خبرو کې د موجوده حکومت د مودې سوال راپورته کړی، او هغه ورته په ځواب کې ویلي، چې د درېو کالو پروګرام دې يو بل کال ته وغځوي، او دغې ته مثبت غبرګون ویل شوی دی.

د نوموړي په وېنا پاکستان که نور يو کال د ايي اېم اېف په پروګرام کې پاتې کیږي، نو نزدې دوه اربه ډالره به ورته اضافي ترلاسه شي، دغه رنګ د درې اربه ډالرو په درې کلن پروګرام کې به نور دوه اربه ډالره، او ټول پينځه اربه ډالره به په راتلونکي کال کې پاکستان ته ترلاسه شي چې لومړی قسط به يې 900 ملينه ډالره وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG