پاکستان ويلي، هغه افغانان چې تذکرې لري او بيرته خپل وطن ته ستنېدل غواړي، کولی شي چې د 29 اپرېل پورې د تورخم د لارې بیرته لاړ شي.
دغه خبره د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (25اپرېل) په ټويټر کړې ده.
"هغه افغانان چې تذکره لري، د 29 اپرېل 2022پورې کولی شي چې د تورخم د لارې بيرته خپل هېواد ته ستانه شي. هغه څوک چې بيرته تلل غواړي کولی شي د دغه لارې بيرته ستانه شي، له دې وړاندې به په معمول کې يواځې ناروغانو ته اجازه وه چې د ويزې پرته په تورخم واوړي".
هم دغه خبره په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارتخانې د ټویټر څخه شوې ده.
خبرتیا ټول هغه هیوادوال چې اوس مهال په تورخم کې بند پاتي دي، او یا د پاکستان نورو برخو کې دي ؛ اسلام آباد کې د سفارت د هلو ځلو په نتیجه کې کولای شي د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اپرېل د میاشتې تر ۲۹ مې نېټي د تذکرې په وسیله هېواد ته سفر وکړې.
پاکستان دغه ګام وروسته له هغې پورته کړی چې د تيرو څو ورځو راهسې د تورخم په پوله د ويزې پرته د اجازت نه ورکول کېدو له امله په سلګونو افغانان دې اړخ ته ايسار پاتې شوي وو.
د ايسارو شوو افغانانو په وېنا په دوی کې زنانه او ماشومان هم شامل وو.
د روانې میاشتې په سر کې پاکستان افغانانو ته په تذکره د تلو راتلو بندېز لګولی وو، په پوله ايسارو پاتې افغانانو ويلي وو، روژه په خوله د سخت تکليف سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوله چې خپل وطن ته اوړي او د وطن تذکرې لري، خو خپل وطن ته نه پرېښودل کيږي.