لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا پاکستان کې د تيلو بحران پېدا کيږي؟


په پاکستان کې د ځايي مطبوعاتو ترمخه د ملک تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د تيلو کمی جوړ شوی او زميندار وايي، د غنمو د فصل رېبلو وخت دی او دوی ته تېل نه مېلاويږي. خو په ملک کې د تيلو او ګېس د انتظام ادارې ويلي په ملک کې د تيلو کمی نشته.

د ځايي ميډيا ترمخه د پنجاب صوبې په جنوبي ضلعو کې په پټرول پمپونو کې د تيلو خرڅ ودرول شوی، او د تيلو اتحاديې ويلي د تيلو په قيمتونو کې د زیاتوالي د خبرونو مخې ته راتلو وروسته کمپنيانې تېل نه ورکوي.

ویل شوي د مې د لومړۍ نېټې نه د تيلو د بيعو د لوړېدو د خبرونو له امله د تيلو کاروباريانو تيل ذخيره کړي دي. او په پنجاب کې زميندار وايي که ډيزل ورته مېلاو نه شو، د غنمو فصل به وريبي خو د ترېشر کولو نه پاتې کيږي او خراب به شي.

خو په ملک کې د تيلو او ګېس د انتظام او څار ادارې ويلي، په ملک کې د تيلو کمی نشته، او دغه اوازې يې رد کړي دي چې د پنجاب په ځينو برخو کې تيل نشته.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د اوګرا وياند عمران غزنوي ويلي، اداره د قانون نافذونکو ادارو سره په ګډه حالات څاري او که چرته هم څوک د قانون سرغړونه کوي، پرضد به يې قانوني چلند کولی شي.

پاکستان کې دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل منلې چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د ليدنو وروسته هغه خپل ولس ته کوم راحت يا ريليف نه وړي، او ايي اېم اېف ته د تګ مطلب هم دا دی چې ولس ته ريليف نه شې ورکول کېدی.

اسماعيل ويلي ولس ته به ترخه ګولۍ خوړل وي او د هغې وروسته به حالات ښه کيږي او معيشيت به په خپلو ودريږي.

وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي، واشنګټن ته د دې دپاره تللی چې د ايي اېم اېف سره ودرېدلی پروګرام بحال کړي، هغه منلې چې په پټرولو د سبسډۍ د حکومت لخوا په بيعو کې د اسانتيا ختمولو په شرط به عمل کولی شي.

هغه زیاته کړې دا وخت پاکستان په پټرولو 21 روپۍ او په ډيزلو 51.52ورپۍ سبسډي يا اسانتيا ورکوي، مطلب دغه پېسې حکومت ورکوي، او د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ترمخه راتلونکې مياشت به دا سېوا کولی شي.

د خزانې وزیر ويلي، په پټرولو نزدې 96 اربه روپۍ سبسډي ورکول کيږي، او دا پېسې د پاکستان د حکومت چلولو د خرڅې نزدې په دوه هومره دي، او دومره سبسډي د پاکستان غوندې غريب ملک د وس خبره نه ده.

خو هغه ویلي،دا چې غريب خلک د پټرولو د بيعو لوړولو د اغېزو بچ کړی شي د دې دپاره منصوبه جوړولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG