لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ :چاودنه کې د درېوؤ چینایي وګړو په ګډون پینځه کسان وژل شوي،ګڼ ژوبل


دکراچۍ پوهنتون په یو ویګن ځانمرکي برید کې د دریوؤ چینایي وګړو په شمول پینځه کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دکراچۍ دپولیسو مشر غلاني میمن وایي په سمدستي توګه داسي ښکاري چې دایو ځانمرګي برید دی چې ښایي یوه برقعه کې رانغښتې میرمنه پکې لاس لري.

بلوچ لبریشن ارمي (مجید بریګیډ) ددې ځانمرګي ذمه واري قبوله کړې ده اؤ وایي برید د شارمي بلوچ په نوم یو میرمنې چې په برمش مشهوره وه، کړی دی.

دپاکستاني رسنیو له مخې دا چاودنه د سه شنبې یا نهې په ماسپښین دکراچۍ پوهنتون دکنفیوشس انسټي ټيوټ ترڅنګ ددغه انسټي ټيوټ په ویګن کې شوې ده.

دچاودنې سره سم مرستندویه فعالین اؤ امنیتي چارواکي کراچۍ پوهنتون ته رسیدلي اؤ دمرستې فعالعیتونه یې پیل کړي دي.

رسنۍ وایي له چاودنې سره سم په ویګن یا ګاډي اور لګیدلی ؤ خو مرستندویه فعالینو دغه اور وژلی اؤ دبمونو شنډونکې ډله هم دپېښې ځائ ته وربلل شوې ده.

رسنیو پخپلو ابتدایي رپورټونو کې دچارواکو له خولې دې پېښه کې د پینځوؤ کسانو د وژل کیدو اؤ ګڼو نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی دی اؤ وایي په ژوبلو کې هم د دریوؤ تنانو حالت مرګونی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي وژل شوؤ کې درې دچین وګړي هم شامل دي چې دوه پکې میرمنې دي خو چارواکو له په دې اړه څه نه دي ویلي.

پولیس چارواکي وایي په کوم ویګن کې چې دا چاودنه شوې هغې کې د اوو نه نیولې تر اتوؤ پورې کسان ناست وؤ .

دکراچۍ دګلشن اقبال دپولیسو دایس پي له خول ایکسپریس رسنۍ ویلي په ګاډي دچرو نخښې هم لیدل کیږي اؤ دبمونو شنډونکې ډله دپېښې دځائ څارنه کوي.

هغه پېښه کې دپینځوو کسانو د وژنې پخلی هم کړی دی.

دکراچۍ دپولیسو مشر غلاني میمن وایي په سمدستي توګه داسي ښکاري چې دایو ځانمرګي برید دی چې ښایي یوه برقعه کې رانغښتې میرمنه پکې لاس لري.

دپېښې ذمه واري دبلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي (مجیدبریګیډ) پغاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي دا برید د شارمي بلوچ په نوم یوې میرمنې کړی دی چې په برمش مشهوره وه.

پخپل بیان کې دغه وسله والې ډلې یاد برید دبلوچ مزاحمت په تاریخ کې د یو نوي باب په نوم یاد کړی دی

پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت په چینایي وګړو دغسې ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې شوي چې تر دې مهاله پکې ګڼ شمیر کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

کال ۲۰۱۸م کې په۲۳نومبر کراچۍ کې دچین په قونصلګرۍ برید شوی ؤ چې دپاکستاني چارواکو په وینا په دغه برید کې درې برید کوونکي اؤ دوه دپاکستان امنیتي مامورین اؤ دوه عام وګړي وژل شوي وؤ.

ددغه برید ذمه وري هم بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه.

همد اشان په کال ۲۰۲۱م کې دجولاىي مياشت کې د خيبر پښتونخوا داسو سيمه کې شوي دچیني انجنیرانو په بس یو برید کې ۱۸ چينايي وګړي وژل شوي او ٦٦ ژوبل شوي وؤ.

څېړونکي وایي پاکستان کې دچین په وګړو دپرله پسې بریدونو له امله دبیجنګ اندېښنې سیوا شوي دي اؤ اوس چین په اعلانیه توګه دخپلو وګړو اؤ روانو پروژو په اړه دخپلو اندېښنو څرګندونه هم کوي.

دپاکستان تیر حکومت د داسو ترهګریز بريد کې د وژل شوؤ چپنايي وګړو کورنيو لپاره د6.11 ملينه ډالرو دمعاوضې منظوري ورکړې وه.

په هغه وخت کې څيړونکو او حکومت مخالفو سياستمدارانو ویلي وؤ د پاکستان حکومت چينايي وګړو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شوی دی ځکه د حکومت سره متاثره کورنيو ته تاوان ورکولو نه علاوه بله کومه لاره نه وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG