لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند سره د ژورو اړیکو له امله امریکا نور پاکستان سره په اړیکو پراخولو کې خوښي نه لري،څېړونکي وایي


پاکستان ویلي امریکا سره خپلو اړیکو ته ارزښت ورکوي او غواړي چې د واشنګټن سره د خپل مينځي برابرۍ،درناوي او باور په اساس دوه اړخیزه اړيکې لا نورې پراخه کړي.

پاکستان د امریکا سره د خپل مينځي اړیکو دغځولو دا خبره په داسې حال کې کړې چې امریکايي تهنک ټهېنک بروکنګس په امريکایي صدر جو باېډن غږ کړې چې هغه د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف سره وويني او د امریکا او پاکستان اړيکې دې بيا پرځاې کړي.

څېړونکي وايي په جنوبي اېشيا کې د امریکا تګلاره د هند سره په ژورو تعلقاتو ولاړه ده او امریکا د پاکستان سره په ژورو اړيکو جوړولو کې نوره دلچسپي نه لري.

دپاکستان په سرکاري رېډيو خپور شوى رپورټ کې ويل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزېرې حنا رباني کهر د نهې په ورځ اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د امریکا د چارج ډي افېرز اېنګلا اېګلر سره ملاقات کې ويلي پاکستان غواړي چې د امريکا سره د خپل مينځ د احترام، باور او برابرۍ په بنياد دوه اړخیزه تعلقات لا نور وغځوي.

رپورټ وايي حنا رباني کهر د اېنګلا اېګلر وېلي پاکستان د امریکا سره خپلو اړیکو ته خورا ارزښت ورکوي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه سره خبرو کې وېلي د پاکستان نوی حکومت به هڅه کوي چې د امریکا سرخ خپلې اړیکې پرځائ او پراخه کړي خو وايي دا به کتل وي چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې اوس هغه هومره دلچسپي لري اؤ که نه کومه چې یې پخوا درلوده.

هغه وايي" که مونږ وګورو نو په تېرو څو کلونو کې د امریکا تګلاره ډېره واضحه شوې ده امریکا دې سيمه کې هند خپل سټراټيجکي اتحادي ګني او اړېکې یې هم ژورې شوي دي"

نوموړی وايي دې سيمه کې به يو وخت کې پاکستان د امریکا مفادات ساتل "خو اوس هغه کردار هند په غاړه اخستی دی لکه د چين او روسيې حوالې سره"

نوموړي وويل داسې ښکاري چې امريکا نور د پاکستان سره په پراخo اړيکو کې دلچسپي نه لري خو وايي امریکا به د پاکستان د پوځ سره په محدودو اړخونو کې خپل تعلقات په مخکې بوځي او هڅه به کوي چې د نړیوالو مالياتي ادارو د لارې د پاکستان سره دومره مرستې جاري وساتي چې کومه ستونزه جوړه کړي.

پروسکال اګست کې د امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو او د طالبانو په واک د قبضې وروسته د پاکستان او امريکا تعلقات لاندې کچې ته راغلي او په دې وروستیو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دې دعوې او تورونو د پاکستان او امريکا اړېکې لا نورې ترينګلې کړي چې ګنې د هغه د حکومت د پرزولو ترشا د امریکا سازش ؤ.

اخوا دپاکستان ورځپاڼه ډان وايي چې د امريکا يو لويې تهنک ټهنک بروکنګس په خپل يو رپورټ کې د امریکا په صدر جو باېډن ټينګار کړی چې هغه دې د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف سره ملاقات وکړي او د پاکستان سره د امريکې اړېکې دې بيا سمې کړي.

د بروکنګس په رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امريکايي مداخلت د ختمولو او په پاکستان کې د قيادت بدلونونو امریکا ته فرصت په لاس ورکړی چې د ابادۍ لحاظ سره د نړۍ پينځم لویې هېواد پاکستان سره د اوږدې مودې راهسې خرابې اړېکې بحال کړي.

د پېښور پوهنتون د ژورنالزم دڅانګې استاد سيد عرفان اشرف چې د پاکستان او امریکا په تعلقاتو هم نظر لرى،ډيوه ته وايي که امریکا او پاکستان خپل مينځي اړېکې ښه کوي نو د هغې بنياد د پاکستان په اقتصادي ، سماجي او دتعلیم په څانګو کې مرستې کېدی شي.

هغه وايي تر اوسه پورې امریکې د پاکستان د اشرافيې سره مرسته کړې او د پوځ سره یې دوستانه ساتلې ده او د هغې له کبله په پاکستان کې د امریکا انځور تل خراب پاتې شوی دی.

دی وايي په پاکستان کې د امریکا څخه د ولس کرکه عمران خان وار په وار کېش کوي.

نوموړي وويل په اوسني وخت کې امریکا له نه دي پکار چې هغه د پاکستان د پوځ او یا حکومت سره رابطه وکړي ځکه چې دا به په خپله د امریکا خلاف ځي.

د بروکنګس په رپورټ کې دا هم ویلي شوي چونکې د امریکا تګلاره د افغانستان په جګړې څرخیده نو ځکه په پاکستان کې د امریکا شراکت دارې عسکري او د مخبرۍ ادارې پاتې شوي دي او سویلين حکومت ته یې کمه توجو ورکړې وه.

ددغه رپورټ لېکونکو ویلي چي امریکا په پاکستان کې په فېصله سازۍ د پاکستان د نزدې اتحادي چين دنفوذ تر څه حده په متوازن جوړولو کې هم خوښي لري.

رپورټ وايي د باېډن انتظاميې او په ځانګړي ډول سپينې ماڼۍ د پاکستان لپاره نسبتاً غېر دوستانه رويه خپله کړې او ویلي یې دي چې کله عمران خان وزير اعظم ؤ نو هغه وخت باېډن د نوموړي سره خبرې نه وې کړې او اوس باید چې صدر باېډن د پاکستان د نوي مشر شهباز شريف سره خبرې وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG