لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ پوهنتون کې په چينايانو ځانمرګې بريد کوونکې څوک وه؟


په کراچۍ پوهنتون کې پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (26 اپرېل) د چينايي استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې چينايي استازان او يو بل تن چې ډرايور وو وژل شوي او د يو چينايي په ګډون څلور نور ژوبل شوي، لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) د دغه بريد زمه واري منلې چې ښځينه غړې يې دغه بريد کړی دی.

په کراچۍ پوهنتون کې د پېښې په ځای د سي ټي ډي پوليسو مشر راجه عمر خطاب هم ویلي، "خودکش حمله وه، ښځې کړې ده، بېلتون خوښي (عليحدګي پسند) تنظيم کړې ده، پوره څارنه شوې ده او بيا دا بريد شوی دی. بال بيرنګان کارول شوي، دا ممکنه سم کېدی شي تنظیمونه د دغسې کارروايانو وروسته عکسونه خپروي، دوی يې پلټنې کوي".

ځانمرګې بريد کوونکې څوک وه؟

بي اېل اې د دغه برید زمه واري قبوله کړې او ويلي يې دي،"د بلوچ لبرېشن ارمي مجيد بريګيډ په چينايانو د فدايي (ځانمرګي) بريد زمه واري قبلوي. دا فدايي حمله لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ عرف برمش کړې او په بلوچ مزاحمت کې يې نوی تاريخ رقم کړو".

د ځانمرګي برید کوونکې په اړوند جرنلسټ کيا بلوچ په ټویټر ویلي، "د هغې تعلق د بلوچستان صوبې د کېچ ضلعې سره وو، د پرايمري سکول استازه وه، د بلوچستان پوهنتون نه يې په زووالوجي کې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړې او بيا يې د علامه اقبال پوهنتون نه اېم فل کړی وو. دوه بچي يې دي، خاوند يې ډاکټر دی، پلار يې سرکاري نوکر پاتې شوی دی".

کيا بلوچ ویلي، "د شاري کورنۍ تعليم یافته کورنۍ ده، د کورنۍ يې څوک بې درکه نشته، علاوه د دې نه چې په کال 2018 م کې يې په کېچ کې په پوځي عملياتو کې د تره زوی وژل شوی وو".

نوموړي ویلي، "دا کره ويل به ګران وي چې شاري کله په وسله واله مبارزه کې شامله شوې خو بي اېل اې ويلي هغه دوه کاله وړاندې په رضاکارانه توګه په مجید بريګېډ کې شامله شوې ده، له دې وړاندې هغه د بلوچ زده کوونکو په تنظيم بي اېس او ازاد کې هم پاتې شوې ده".

د کراچۍ پوليس مشر اډيشنل ايي جي غلام نبي مېمن ويلي، "دوی پلټنې پېل کړي او ځینې مالومات ورته ترلاسه شوي چې شاري په پوهنتون کې زده کړې کولې، او د هغې سره د ځانمرګي بريد نه وړاندې بله ښځه هم په پوهنتون کې ليدل شوې ده"، خو نوموړي په دغه اړوند نور څه نه دي ویلي.

يوې بلې سرچينې ویلي، شاري نزدې شپږ میاشتې وړاندې کراچۍ ته منتقل شوې وه.

په ټویټر د هبيتان بشير بلوچ په نوم یو تن چې ځان ته يې ډاکټر ليکلي، ویلي يې دي، "شاري جان، ستا دغه عمل ته الفاظ نه لرم خو نن زه وياړ کوم، ماهروچ او ميرحسن به ویاړ کوي چې مور يې څومره عظيمه ښځه وه".

وي او اې ډيوه ته دوه سرچينو تاييد کړې چې دغه ټویټر چلوونکی د شاري بلوچ مېړه دی. خو ځايي خبريالان وايي د پرون راهسې د هغه موبايل بند دی.

بلوچستان لبرېشن ارمي (بي اېل اې)

د بلوچستان لبرېشن ارمي په اړه ويل کيږي دا ډله د 70م په لسيزه کې جوړه شوې، او مجيد بريګېډ يې په کال 2011 کې جوړ شوی وو.

يادې ډلې د روان کال فرورۍ په میاشت کې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمو کې د اېف سي ځواک په کېمپونو د بريدونو زمه واري منلې، چارواکو په دغو دواړو بريدونو کې د 15 بريد کوونکو بريد ګرو د وژلو دعوه کړې وه، او ویل شوي وو، د وسله والو په بريد کې 12 امنيتي عسکرو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ويل کيږي، مجيد بريګېډ د بي ايل اې ځانمرګې ډله ده.

يادې ډلې د کال 2018 د اګست په مياشت کې په چاغي کې په چینايي اينجينيرانو، بيا د کال 2018 په نومبر په کراچۍ کې په چينايي کونسلګرۍ، او په کال 2019م کې په ګوادر کې په پي سي هوټل، او په جون کال 2020 کې يې په کراچۍ سټاک اېکسچېنج د بريد زمه واري هم منلې وه.

په کراچۍ پوهنتون کې د پروني بريد وروسته يادې ډلې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې وسله وال کسان ليدل کيږي او يو تن پکې چې په انګرېزۍ ژبه خبرې کوي، چينايانو ته په مخاطب کولو سره وايي،چې د دوی خاوره پرېږدي او دوی به د خپلې خاورې دپاره مبارزه جاري ساتي.

د پاکستان حکومت په کال 2006 کې دا ډله لاقانونه ګرځولې وه.

غندنه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د يادې پېښې غندنه کړې او وروسته په اسلام اباد کې د چين کونسلګرۍ ته ورغلی، د چينايانو په وژنه یې ورسره غمرازي کړې او ويلي يې دي پاکستان به په دغه پېښه کې ککړ کسان مالوموي، او د قانون منګولو ته به يې راولي.

د کراچۍ پوهنتون د يادې پېښې له امله نن تړل شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG