لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې دجمعیت علماء اسلام یو بل مشر مفتي بشیر محمد د وسله والو برید کې وژل شوی


پوليس وايي په باجوړ کې د جميعت علماء اسلام د قومي اسمبلۍ پخوانی اميدوار مفتي بشير محمد نامعلومو وسله والو وژلی دی.

په نزدې وختونو کې د جميعت علماء اسلام ګوند دا دریم غړی دی چې په باجوړ کې په نخښه کيږي،

دجميعت ځايي مشران وايي سبا یې ددې پېښې پرضد باجوړ ښار بازار کې احتجاج اعلان کړی دی .

څيړونکي وايي په پخوانیو قبايلي ضلعو کې يو ځل بيا د امنيت په چټکتیا سره دخرابېدو لوري ته روانه ده.

پوليس وايي مفتي بشير محمد د باجوړ ماموندو عمري علاقه کې د نهې په ورځ ماښام ته نزدې په موټر سايکل کور ته روان ؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ډزو وکړې او ژوند يې د لاسه ورکړو،

د باجوړ د پوليسو مشر عبدالصمد وي او ای ډيوه ته وويل دوئ د پېښې روسته په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي، او لا هم روان دي، خو د نيول شوو تنانو په اړه يې څه ونه ويل.

"بيګاه د شپې ناوخته مو په سيمه کې په شکمنو ځايونو چاپې وهلې دي، او اوس هم زمونږ پلټنې روانې دي"

د بشير محمد د وژنې زمه واري لا هم کوم وسله وال تنظيم په غاړه نه ده اخستې.

دې نه څه موده وړاندې دجميعت علماء اسلام غړي قاري الياس او مفتي شفيع هم په باجوړ کې په نخښه شوي چې زمه واري يي داعش ډلې په غاړه اخستې وه۔

څيړونکی او خبريال شمس مومند وايي په پخوانيو قبايلي ضلعو کې د امنيت وضعه خرابه شوي ده او په خاصه توګه چې کله نه افغانستان کې حالات خراب شوي نو ورسره په قبايلي ضلعو کې هم دامنيت وضعه خرابه شوې ده.

"د پاکستان او افغانستان حالات يو بل سره تړلي دي، په افغانستان کې چې کله نه طالبان په واک کې راغلي هغوي هم په ټولو علاقو کې پوره واک نه لري چې د طالبانو او داعش په څېر تنظيمونه بيا پاکستان کې عمليات کوي"

دمفتي بشير محمد په اړه ځايي خلکو ډيوه ته وويل نوموړی په کال ۲۰۰۸م کي د جميعت علماء اسلام په ټکټ د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ اميدوار پاتې شوی ؤ.

په کال ۲۰۰۴م کې يې په کور امنيتي ځواکونو د القاعده دغړو د موجودیت په اطلاع چاپه وهلې وه چي مفتي بشير محمد او يو بل رور يې نيول شوي ؤ.

رور يې بيا زندان کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ او مفتي بشير محمد دزندان څخه د راخوشې کېدو روسته څه وخت پورې د تحريک طالبان پاکستان لخوا په باجوړ کې په يو عدالت کې قاضي ټاکل شوی ؤ.

بيا دپاکستان پوځ ته تسليم شوي ؤ او دتېرې ډيرې مودې نه د سياست نه لرې پاتې ؤ او ځايې جرګو کې به يې فېصلې کولې.

د باجوړ د جميعت علماءاسلام مشر مولانه عبدالرشيد ډيوه ته وويل دوي دخپلو غړو د وژل کیدو لړۍ انديښمن کړې دي، دوي د حکومت نه غوښتنه کوي چي د جميعت د غړو امنيت دې يقيني کړي.

"زمونږ چا سره په ښکاره کوم اختلاف نشته خو د پاکستان د ایين او د اسلامي نظام خبره کوؤ او دلته چې دغه غوښتنې څوک کوي هغوي په نخښه کيږي"

د باجوړ پوليسو ډيوه ته وويل دوي د جميعت علماء اسلام او ‌ځېنو نورو مهمو سياسي غړو ته امنیت ورکړی دی خو دوي ته ټولو سياسي کارکنانو ته سيکورټي ورکول ګران دي بايد چې دوي خپله هم اختياطي تدابير خپل کړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG