لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري دپاکستان ترټولو کم عمره خارجه وزیر وټاکل شو


دحکومت دستر ایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري دپاکستان دبهرنیو چارو د وزیر په توګه د چهارشنبې په ورځ دخپل منصب لوړه کړې ده.

بلاول بوټو دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره شخص دی چې دهیواد ۳۷ خارجه وزیر ټاکل شوی دی.

ځېړونکي وایي دبلاول بوټو کورنۍ یو پراخه سیاسي پس منظر لري اؤ هغه دپاکستان دخارجه وزیر په توګه د نړۍ سره دپاکستان په اړیکو غوره کولو کې ښه رول لوبولی شي.

بلاول بوټو زرداري ته چهارشنبې په ورځ په صدارتي ماڼۍ کې دخارجه وزیر په توګه سوګند دهیواد صدر عارف علوي ورکړی اؤ په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف، دبلاول بوټو پلار اؤ دپیپلز ګوند شریک چئیرمن اصف علي زرداري اؤ نور لوړ پوړي حکومتي مشران هم موجو وؤ.

دبلاول بوټو مور بې نظیر بوټو اؤ نیکه یې ذوالفقار علي بوټو دپاکستان وزیراعظمان پاتې شوي خو ذوالفقار علي بوټو له وزیراعظم جوړیدو مخکې دپاکستان ۱۲م خارجه وزیر هم پاتې شوی ؤ.

بلاول بوټو دا مهال ثث کاله ،اووه میاشتې اؤ شپږ ورځې عمر لري اؤ دا دپاکستان په تاریخ کې تر ټولو کم عمره خارجه وزیر دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلي خورشید قصوري دپاکستان دخارجه وزیر په توګه دبلاول بوټو ټاکنه یو ګټور ګام بللی دی.

د یو پاکستاني ټي وي چینل سره خبرو کې هغه وویل دبلاول مور (بېنظیر بوټو) چونکې داسلامي نړۍ وړومبۍ میرمن وه چې د وزیراعظمۍ لوړې رتبې ته رسیدلې وه اؤ نړۍ کې یې یو غوره مقام لرلو نو ځکه دخپلې مور دغوره نوم اؤ کردار نه په استفاده به بلاول بوټو هم د نړۍ سره دپاکستان اړیکې ښې کړی شي.

په کال ۲۰۰۷م کې په یو تروریستي برید کې دخپلې مور بې نظیر بوټو له وژل کیدو وروسته بلاول بوټو یوازې د۱۹کالو په عمر کې دخپل ګوند مشر ټاکل شوی ؤ.

دکال ۲۰۱۸م په عامو ټاکنو کې هغه دلاړکانې نه دقامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ اؤ دپاکستان تحریک انصاف دحکومت غورځولو لپاره یې دمسلم لیګ نواز اؤ نورو ګوندونو په رایو ځائ کولو کې مهم رول لوبولی ؤ.

زیاتره څېړونکي وایي چې بلاول بوټو دخارجه وزیر څوکۍ ځکه قبوله کړې ده چې دهغه نیکه ذوالفقار علي بوټو هم وړومبی د جنرال ایوب خان په حکومت کې دبهرنیو چارو وزیر ؤ اؤ بیا د وزیراعظم څوکۍ ته رسیدلی ؤ اؤ بلاول هم دخپل نیکه په نقش قدم تګ غواړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG