لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف:امریکا سره دښمني نه شو زغملی،ټولو هیوادونو سره به زیانمنې شوې اړیکې بیا ښې کوؤ


پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي پاکستان د امریکا سره هیڅ رقم دښمني نه شي زغملی او داچې د امریکا په شمول ټولو اتحادي او ملګرو هیوادونو سره به دخپلو هغو اړیکو ښه کولو هځې کوي چې د پخواني حکومت د ځینو غلطو بهرنو تګ لارو له امله اغیزمنې شوې دي-

په اسلام اباد کې د روژه ماتې دیوې دستورې په مهال خبریالانو سره خبرو کې وزیراعظم شهباز شریف د امریکې سره د اړیکو د ښه کولو په ضرورت ټینګار وکړو او وئ ویل د پاکستان او امریکې تر مېنځه د بې اعتمادۍ ختمولو ضرورت دی او دواړه هیوادونه دې په دې خبره غور وکړي چې په تیرو وختونو کې چا څه غلط خو نه دي کړي؟

د پاکستان پخوانی سفارت کار اصف دراني د شهباز شریف دغه بیان یو سیاسې بیان ګرځوي اؤ وایي چې د هیوادونو سره اړیکې د ادارو په کچه مخ په وړاندې ځې او پاکستان به هم وخت په وخت هڅې کوي چې اړیکې ښه اړخ ته بوځي اؤ مخې ته راغلیدتاوترخوالی لرې کړی شي-

د پاکستان دنوي ایتلافي حکومت بهرنۍ تګ لاره په داسې حال کې د کړکیچ سره مخ ده چې نوی حکومت یو اړخ ته غواړي د امریکا سره ښې اړیکې ټینګې کړې او بل اړخ ته د عمران خان د تیر حکومت د امرکا پر ضد سیاست څخه رسیدونکی زیان راکم کړي چې د بې باورې د تحریک په نتیجه کې ختم کړې شوی ؤ.

پخوانی وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې اوسنی حکومت د واشنګټن د رژیم د بدلون د عملیاتو د یوې برخې په توګه راوستل شوی دی-

امریکا او د عمران خان مخالفین تر دې حده چې دپاکستان د قامي سلامتیا کمیټي هم دعمران خان دسازش دعوې ردوي البته د څیړونکو تر مخه دعمران خان دغه بیانیې د دواړو هیوادونو اړیکې په څه نه څه کچه اغیزمنې کړې هم دي-

په اسلام اباد کې د اسلامې پوهنتون د نړیوالو چارو پروفیسر منظور اپریدي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د پاکستان او امریکا اړیکې په هر دور کې مهمې پاتې شوې دي اوس که په دغه اړیکو کې تاوتریخوالی راغلی هم نو امریکا او پاکستان دواړه هځې کوي چې اړیکې دښه والي اړخ ته بوځي-

هغه وایي د امریکا ډیرې ګټې ددې سیمې سره تړلې دې او دلته د امریکا اثر په څه نه څه وجه پاتې شوی دی-

هغه زیاتوي د عمران خان له اړخه د سازش تورونو دغه اړیکې اغیزمنې کړې چې سمول به یې وخت وغواړي او په دومره لږ وخت کې به اوسنی حکومت په دې اړه د خنډ سره مخ وي-

وزیراعظم شهباز شریف دعوې کړې چې پخواني‌حکومت په لمړي ‌ځل په کال ۲۰۱۶م کې د پاکستان او قطر ترمینځ د ګیس معاهدې ته ګوته نیولې وه، چې د قطر شاهي‌کورنۍ په غصه شوه او بیا یې د چین سره په پروژو کې د فساد غږ پورته کړو-

هغه تور لګوی چې تیر حکومت د کشمیر په مسله سعودي عرب هم په غصه کړی ؤ.

شهباز شریف هیله څرګنده کړه چې سعودې عرب ته د خپل راتلونکي سفر په ترڅ کې به د سعودي د مشرتابه سره پر دوه اړخیزه مسایلو او همکاریو خبرې وکړي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG