لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بل ګېټس د پاکستان وزيراعظم ته د پوليو په ضد جنګ کې د مکمل ملاتړ باور ورکړ


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف - د مایکروسافټ باني، بل ګېټس
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف - د مایکروسافټ باني، بل ګېټس

د مایکروسافټ کمپنۍ باني بل ګیټس د نهې/سې شنبې په ورځ د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې او پاکستان ته یې ډاډ ورکړ چې د بل او میلنډا ګیټس فاونډیشن (BMGF) به په پاکستان کې يو ماشوم د پولیو وایرس د لاسه د فالج کیدو خطر ته نه ورکوي او په ملک کې به د پوليو وايرس په ضد مرستې جاري ساتي. د دې ترڅنګ بل ګيټس په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي په حقله د پرمختګ ستاينه کړېده.

شهباز شريف ويلي چې پاکستان د BMGF سره خپلې همکارۍ ته قدر ورکوي او د کار په ټولو روانو برخو کې د فاونډیشن سره د ګټورې ملګرتیا تاييد کوي.

د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بیان کې ویل شوي چې پاکستان د پولیو د مخنيوي په برخه کې پرمختګ برقرار ساتلی او په دې برخه کې د بل او ملېنډا ګېټَس فاونډېشن لخوا مرسته د ستاينې وړ ده. دغه بيان کې دا هم ويلي شوي چې تير کال ۲۰۲۱م کې د پاکستان نه يواځې يو پوليو کيس رپورټ شوې خو په روان کال تازه پيښه رپورټ کيدو يي خفګان هم څرګند کړې.

هم په دې لړ کې وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د پوليو د مخنيوي صوبائي ادارو مشرانو او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي ادارې او چيف سيکرټري ته هدايات وړاندې کړي دي چې په جنوبي ضلعو کې دې د پوليو په ضد ځانګړي ګامونه پورته کړی شي.

په دې حقله په پاکستان کې د صحت نړېوالې ادارې یا WHO استازي ډاکټر سرفراز اپريدي ویلي چې په شمالي وزيريستان کې پوليو تازه پيښې راتلو سره د پوليو وايرس مخنيوي په لار کې چلېنجونه سېوا شوي دي.

هغه وايي، "مونږ چې د پوليو د مخنيوي دپاره تېرو څو کلونو کې څومره هلې ځلې کړي وې، هغه د مثبت کيس راتلو سره صفر شوي او زمونږ خواري يي بيا د سره کړې ده. د دغه فشار په ځواب کې، د دغه وايرس مخنيوي او نۀ خپريدو د پاره په راتلونکو دریېو مياشتو کې مونږ ته پنځه خصوصي کمپاينونه چلولو هدايات راکړي شوي دي."

بلخوا وزيراعظم شهباز شريف په افغانستان کې هم د پوليو په ضد د کمپاينونو د پيلېدو اطمينان څرګند کړی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز وينا ترمخه په افغانستان او پاکستان کې په يو وخت پوليو ضد کمپاينونه پيليدل خوشایند خبره ده. د دواړو هيوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ د پاره په لارو ګودرو کې پوليو ټيمان ناست دي او خلک ويکسين کوي.

په سرحدي پولو د ويکسينشن فعاليتونه لا پياوړي کولو د پاره نن د دواړو هيوادونو ترمينځ آنلاين غونډه هم شوېده چې د پوليو وايرس مخه ونيسي.

په دې حقله د خېبرپښتونخوا ايمرجنسي آپريشن مرکز ډپټي کوارډينيټر زمين خان مهمند ويلي دي چې پاکستان د پوليو د مخنيوي د پاره سنجيده دی او په هره سطح د دغه وايرس مخنيوي د پاره ګامونه پورته کوؤ۔

زمين خان وايي " په دغه سېمه کې چې پوليو وايرس په خپريدو دی، پاکستان او په خصوصي توګه خېبرپښتونخوا حکومت ډير سنجيده دی۔ مونږ دا اميد وو چې څنګه تېرو دوو کالو کې مونږ په صوبه کې پوليو وايرس مخنيوې کړي وو نو دا يو کال به هم تېر شي او د پوليو وايرس نه پاکې سېمې سند به واخلو خو داسې ممکنه نه شوه۔ خو اوس هم د وزيراعظم نه واخله تر وزيراعلي، چيف سيکرټري او د پوليو يو عام کارکونکي پورې ټول سنجيده دي او غواړي چې دغه سيمه د پوليو وايرس څخه پاکه وګرځوؤ"۔

وزيراعظم او بل ګيټس د دې ترڅنګ په پاکستان کې د BMGF په ملاتړ د روټين ټيکو، مال نيوټريشن او د ماشومانو د صحت په اړه هم خبرې اترې کړي دي.

څرګنده دي وي چې د روان کال په 17مه فرورۍ بل ګيټس پاکستان ته په ړومبي ځل راغلې وو۔ هغه ته د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي په اسلام اباد کې د یو شمېر ځانګړو مراسمو په ترڅ کې "د روغتیا پاملرنې لپاره د هغه د ملاتړ" په خاطر د هلال پاکستان ایوارډ هم ورکړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG