لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امنیت اؤ عملیاتو مسله نه هواریږي،چین اؤ پاکستان ته به بلوڅانو سره خبرو ته کښېناستل وي،څیړونکي


Baloch Balochistan Militant Militants Insurgents Army Police Attack
Baloch Balochistan Militant Militants Insurgents Army Police Attack

دپاکستان دتر ټولو لویې ښار کراچۍ په پوهنتون ګې د چينايي ښوونکيو په ګاډي دشوي ځانمرګی بريد نه وروسته څیړونکي وایي پاکستان کې دمیشت چینیانو په امنیت سیوا کولو یا عملیاتو دچین د وګړو تخفظ نه شي باوري کیدای بلکې پاکستان او چين دواړو ته به د بلوڅ قام سره کېښناستل او د هغوي غوښتنې منل وي.

تیره ورځ کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ښوونکيو په ګاډي دشوي ځانمرګی بريد نه وروسته د چېن خارجه وزارت خپل يو بيان کې ويلي دي چې د چينيایي وګرو وينه به ضایع نه ځې او کوم کسان چې دي بريد کې ککړ دي له هغوي به حساب اخستی شی۔

په خپل بيان کې د چين حکومت په پاکستان غږ کړی چې په دغه هيواد کې دمیشت چينایي وګړو په خونديتوب باوري کولو سره دداسې ډول بريدونو مخه ونیسي۔

د چين زياتره ميډيا د خارجه وزارت دغه غبرګون په خبرونو کې راخستی دی او څيړونکي وايي که هر څو پاکستان د چينې وګړو خونديتوب لپاره د امنيت کلک ګامونه پورته کړي او د دوي سېکورټي يې سېوا کړې خو بيا هم ددې جنګ د اړخ درک نه دی معلوم نو ځکه د داسې ډول پيښو مخه نيول ګران دي۔

دوي وايي د سيکورټۍ سيوا کيدو يا پوځي علمياتو کولو سره به دغه شخړه هواره نه شي بلکې ددې يوازینۍ دحل لاره دا ده چې پاکستان او چين دواړه د بلوڅ قام سره کېښني او د هغوي غوښتنې دې ومني۔

څېړونکي وايي په پاکستان کې د ترهه ګرۍ پيښه رامخې ته کيدل څه نوي خبره نه ده ولي چې دا په دې هيواد کې له تيرو څو لسيزو راهسې دوام لري .

دڅیړونکو په وینا وړاندې به دغه ترهه ګري د امريکا او پاکستان د رياست پر ضد وه او دا چې تيرو لسو پنحلسو کلونو کې چې د چين په ضد کوم بريدونه شوي دي په هغې کې ځانمرګي بريدونه دومره نه وؤ اوس دا خبره په ډاګه شوې چې د ترهه ګرۍ جنګ يوازې د امريکا په ضد نه دی بلکې داجګړه دچين او د هغه دسامراجي نظام پرضد هم ده۔


د پيښور پوهنتون استاز سېد عرفان اشرف وايي پاکستان نه وړاندې د ځانمرګې بريدونو مخه نيولی شوه او نه به يې اوس ونيولې شی، نو ځکه د بلوچ بيلتون خوښو کشاله په پوځي عملياتو او سېکورټي سېوا کيدو سره نه شې ختميدلی بلکې چېن او پاکستان له به د بلوچ قوم سره کيناستل وي۔


نوموړي ډيوه ته وويل"ددې اړي ګري حل پاکستان سره بلکل نشته او ددې حل به د نور تشدد په صورت کې وړاندي راځي نور خلک به پکې مري او زه خو ويره لرم چې دا اړی ګړی خو وړاندي محدود ؤ د بلوچستان او بلوڅ ځوانانو پورې ،دا که چېرته خپلو کې یو شول د تحريک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) او يا دداعش په صورت کې د نورو ډلو سره نو دا به خطر نور سېوا شي"

هغه وایي وړاندې بلوچ بيلتون خوښو ځانمرګي بريدونه نه کول یوازې مذهبي ترهه ګرو کول خو دوي هم دغه طريقې او لارې چارې خپلې کړې کوم چې به طالبانو يا داعش کارولي.

د چين سرکاري ميډيا کراچۍ پوهنتون کې دننه په چینايي استازانو دشوي ځانمرګی بريد په اړه رپوټونه خپاره کړي دي چې پکې د ګلوبل ټايم خبر له ټولو سېوا لوستل شوی دی .

د دواړو هيوادونو چارواکو ددغه بريد عندنه کړې ده۔

د چېن خارجه وزارت خپل بيان کې ويلې دي چې د خارجه چارو معاون وزير په سمدستي توګه د کراچۍ د ځانمرګي بريد وروسته په چېن کې د پاکستان سفير ته ټيلي فون کړی او په دغه پيښه يې خپلې انديښنې څرګندې کړې دي۔

هغه غوښتنه کړې ده چې د پاکستان حکومت دې د چينايي وګړو تحفظ باوري کړي۔

د چېن دخارجه وزارت بيان زياتوي چې تېر ماښام د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم اسلام اباد کې د چېن دسفارت دوره کړي وه او په شوي بريد يې خپله خواخوږې څرګنده کړي وه.

شهباز شریف ويلي وؤ چې د پاکستان حکومت به په بشپړ ډل ددې بريد پلټنې کوي او هيڅ يو طاقت ته به د پاکستان او چېن دملګرتيا خرابيدو اجازه ورنه کړي۔

د امنیتي چارو کار پوهه بريګيډير سيد نذير مومند وايي د پاکستان حکومت د سمندري ځواکونو په کچه او ددې ترڅنګ پاکستان کې د چينایي وګړو او پروژو د ساتنې دپاره بيل بريګيډ د سېکورټي په چارو مامور کړی دی خو بيا هم دداسې رقم بريدونو مخه نيول ګران دي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل ددي جنګ درک نه دی معلوم ترڅو چې د فريقينو مفادات وي نو دا جګړا به دوام لري۔


‘‘په هر څيز او په هر اړخ نظر ساتل ډيره ګرانه خبره ده او بيا دا چې د يو څيز وخت مقرر نه وي څليرشت ګهنټي چمتو کيدل او په هر څه نظر ساتل دغه هم مشکل وي او بل بي سمته جنګ چې وي دې کې معلوميږي نه چې د کوم اړخ نه په کوم وخت او کومه طريقه باندي حمله کيږي‘‘

څيړونکې وايي د بلوچستان جګړه اوس د بلوچ روايتي سردارانو نه راوتلې ده او دمتوسطې یا منځومانه طبقې د تعليم يافته ځوانانو لاس ته لويدلې ده .

دڅېړونکو په وینا په روان وضعیت کې ټول لاس د پاکستان د رياست دی ځکه چې په تيرو وختونو کې چې د بلوڅانو زده کوونکو پرضد کوم عمليات وشو په پنجاب او نورو ښارونو کې او داسې ښکاري چې اوس به نور هم کيږي نو له دې له امله وړاندې بلوچ سرداران د رياست په ضد شوي او اوس د بلوڅانو درميانه طبقه د رياست پرضد ودريدلې ده ځکه هغوي سره بله لار نه ده پاتي شوې۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG