لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه، جاني خېل: هدفي بریدونو کې د پوليس افسر په ګډون دوه تنه وژل شوي


د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې د نا مالومه کسانو په ډزو کې پولیس افسر او د بنو په جاني خېلو تنکې ځوان وژل شوی او د هغه مړی احتجاج لپاره بنو ښار ته راوړل شوی وو.

بل لور ته د شمالي وزیرستان مداخېل قوم چې د افغانستان په خوست کې د شوې بمبارۍ پرضد نن په 11م ورځ د بنو په ښار کې په احتجاجي پرلت ناست دی، حکومت سره يې خبرې پېل کړي او خپلې غوښتنې يې وړاندې کړي چې پکې د دې پیښې پلټنې کول شامل دي.

د جنوبي وزيرستان پوليسو ويلي، د پولیسو افسر تاڼدار (اې اېس ایي) اسلم جاوید بېګا ماښام د روژه ماتي نه مخکې د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې په ډزو وژل شوی دی.

مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې پوليسو ويلي، د پولیسو افسر ډيوټۍ ته روان وو او سبزي منډۍ سیمه کې ناڅاپه پرې نامالومه کسانو ډزې کړي او هغه په ځایې وژل شوی دی. د پولیسو په وېنا مقدمه درج کړی شوې او پلټنې يې پېل کړي دي.

بل لور ته په بنو جاني خېلو کې یو تنکی ځوان په هدفي برید کې وژل شوی دي، پولیس دا پېښه تایدوي او وایي د شپې نا وخته دا پېښه د بنو په جاني خېلو کې رامنځته شوې ده.

د جاني پولیس تاڼې چارواکي وايي په هدفي برید کې تنکی ځوان شېر زلي د کور سره نیزدې په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په وینا هغه د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی، پوليس موقعې ته رسېدلي او نور مالومات رایو ځای کوي.

د پېښې پرضد جاني خېل قام د هغه د جسد سره بنو ښار کې احتجاج پېل کړی دی.

د ملي جمهوري ګوند فعال ندیم عسکر وایي جسد تر احتجاج وروسته علاقې ته وړل شوی او بیا به هلته قام د اینده تګلارې پریکړه کوي.

هغه وویل دوی سره د امن ژمنې شوي خو تر اوسه دې امن په دې ژمنو عمل نه کیږي او هره ورځ یې د علاقې تنکي ځوانان وژل کیږي.

جاني خېل د بنو هغه سیمه ده چې وخت نا وخت پکې د هدفي وژنو پیښې کیږي.

تیر کال د مارچ په میاشت کې د څلورو تنکي هلکانو تر وژل کېدو وروسته د هغوي د جسدونو سره اسلام اباد ته لاریون روان کړی شوی خو وروسته د صوبې اعلا وزیر دوی ته امنیت ټینګښت سره په دې پیښه کې ککړو کسانو د نیولو باور ورکړی وو او بیا احتحاج ختم کړی شو او بیا د مې په میاشت کې د یو ځایي مشر د وژنې پرضد د هغه جسد سر بيا یوه میاشت احتجاجي پرلت شوی وو.

بل لور د بنو مداخېل قبیلې پرلت کوونکو د حکومت سره د وزیرو جرګې د لارې خبرې پېل کړي او خپلې غوښتې يې جرګې ته وړاندې کړي دي.

تیره ورځ حکومتي چارواکو وي او ډیوه ته تاید کړې وه چې د وزیرو د جرګې د لارې يې د احتحاج کوونکو سره رابطه کړې او د جرګې یو غړي ویلي وو دوی ته پوره باور ورکړل شوی چې د وژل شويو کسانو کورنیو ته ړ مالي امداد ورکولو سره په لږ وخت کې به ټول کډوال د افغانستان نه واپس کوي.

د پرلت د کمېټۍ یو غړي زکیم مداخېل وویل د دوی تر ټولو مهمه غوښتنه د هغه پېښې پلټنې کول دي.

هغه وویل مرستې ورکول خو دنیا دا مني چې عام خلک وژل شوي او دا دوی مجبوري ده.

هغه وویل بله غوښتنه یې دا کړې چې په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کوم کډوال دي هغه دې په یوه میاشت کې د ننه بیرته واپس کړي او د دغې سیمې خلک د پولې دواړو غاړو ته خپل خپلوان لري او دوی ته دې په پوله له ازادي سره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

بله غوښتنه دا کوي چې کوم کډوال په دې ورستیو کې د افغانستان نه واپس کړی شوي دا په شاړو کې پراته دي دوی ته دې فوري توګه د خوراک څښاک او سر سوري نظام برابرولو سره مالي مرستې ورکړل شي.

د جرګې یو غړي دا غوښتنې تاید کړې او وې ویل چې دا به حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.

وي او اې ډیوه د حکومتي چارواکو سره په دغه اړه د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ وايي د کډوالو ستنولو دا پریکړه به حکومت کوي اداره تیاره ده چې دا کډوال راولي.

هغه وویل په دې وروستیو کې اووه زره کورنۍ د افغانستان نه راغلې چې هرې کورنۍ ته دوه خیمې، او د ضرورت نور سامان په غلام خان پوله ورکړل شوي هغه وویل دوی تصدیق د نادرا سره روان دې او په دوی کې ځینې تصدیق شوې کورنیو ته د میاشتې هرې کورنۍ ته 20 زره روپۍ مرستې د خرڅ خوراک د پاره ورکول شروع شوي دي.

بنو کې د مداخېل قبیلې دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پېل کړی چې د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست صوبه کې د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې د پاکستان لخوا د جيټ بمبارۍ کېدو ويل شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي.

افغان طالبان ویلي وو په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده. چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه پورې کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی.

خو د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG