لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"بلوڅ مشرانو د کراچۍ بريد غندلی خو بيا هم د بلوڅ زده کوونکو نیولو لړۍ پېل شوې"


په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ زده کوونکو ويلي په پنجاب پوهنتون کې يې يو زده کوونکی نيول شوی او د ځينو نورو کسانو د نيولو دعوې هم کيږي. خو په رسمي ډول چارواکو د نورو د نيولو په اړوند څه نه دي ويلي.

بلوچ سټوډنټس کونسل لاهور ويلي، د پنجاب پوهنتون د هاسټل نه بلوڅ زده کوونکی بيبګر امدار په زوره پورته کړی شوی دی، زده کوونکي په دغه کار اندېمښن دي.

د زده کوونکو کونسل دعوه کړې، بيبګر د اسلام اباد د نمل پوهنتون زده کوونکی دی، پنجاب پوهنتون ته د خپلوان څنګ ته راغلی وو، په 27 اپرېل سهار درې ويګو ګاډي د پوهنتون د سيکيورټي افسر يو ځای بې د مقدمې يا ثبوته هاسټل ته راغلي او بيبګر يې اغوا کړی دي.

ويل شوي بلوڅ زده کوونکي په پوهنتونونو کې ځورول کيږي، او د دغه پاليسۍ څخه د لاس اخستو غوښتنه يې کړې او د بيبګر د خوشي کولو غوښتنه يې کړې او د احتجاج يې ويلي دي.

د پنجاب پوهنتون وياند ځايي مطبوعاتو ته تاييد کړې چې امنيتي ادارو د دغه زده کوونکي د نيولو اجازه غوښتې وه.

دغه زده کوونکی وروستو له هغې نیول شوی چې په کراچۍ پوهنتون کې د کنفيوشس انسټيټيوټ په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی، درې استازان چې پکې دوه ښځينه استازانې هم شامل وې، په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

بلوڅ بېلتون خوښې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) د دغه بريد زمه واري منلې چې لومړۍ ښځينه ځانمرګې (شاري بلوڅ) يې دغه بريد کړی دی.

د پنجاب پوهنتون څخه د زده کوونکي د بوتللو ويډیو په ټولنيز رسنيو خپره شوې ده.

جرنلسټ حامد مير په ټويټر ويلي، "ټولو بلوڅ مشرانو د کراچۍ پوهنتون پېښه غندلې خو د هغې باجود هم د بلوڅ زده کوونکو د نيولو لړۍ روانه ده، هغه د پنجاب پوهنتون ويډيو هم په ټويټر خپره کړې او ورته يې ليکلي"،

"ويګو ګاډو کې راتلونکي نامالومه کسان چې کله هم وغواړي د هر ځای نه خلک اوچتولی شي، نتيجه يې څه وي؟، خودکش بمبار پېدا کيږي، کوم چې رياست ته د نور تشدد او ناانصافۍ جواز جوړوي، په کراچۍ کې د خودکش بمبارې مېړه خوشاله دی خو د بلوچ زده کوونکو ژوند يې سخت کړو".

بلوڅ زده کوونکي وايي د کراچۍ د پېښې نه وړاندې هم دوی په بېلابيلو پوهنتونونو کې ځورول کېده.

د پنجاب پوهنتون يو زده کوونکي د نوم نه څرګندولو په سر وي او اې ډيوه ته ويلي، "د دوی نه د وړاندې نه داسې پوښتنې کيږي چې دوی د کوم تنظیم دپاره کار کوي او دغه ډول نورې پوښتنې ترې کيږي".

فعال محمد علي تالپور په ټويټر ويلي،

"بيبګر امداد بلوڅ په لاهور کې او ډاکټر دلدار بلوڅ په کراچۍ کې پورته کړی شوی دی، هڅه کیږي چې دوی د کراچې پوهنتون د پېښې سره وتړي او رياست يې د جواز په توګه وړاندې کړي".

په ټولنيزو رسنيو په کراچۍ کې هم د ځينې ګرفتاريانو ويل کيږي، او ورسره د سي ټي ډي لخوا د ځانمرګې په کراچۍ کې د کور مالومولو هم ويل کيږي خو په رسمي ډول چارواکو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

پرون د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله په کراچۍ کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، په دغه پېښه کې ککړ کسان به نيول کيږي. د چينايي استازانو په ځانمرګي بريد کې په وژنه چين سخت اندېښنه ښکاره کړې او د پاکستان نه يې په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او ورته د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

ځايي مطبوعات د پوليس له قوله دعوه کوي چې د کراچۍ پوهنتون د پېښې سره تړاو لرونکو په اړه يې ځينې مالومات راټول کړي دي خو چارواکي وايي د کره پلټنو او مالوماتو پورې ډېر څه ويل نه غواړي.

(په دې خبر کې ځينې مالومات د ډیوه خبريال ذوالفقار بېټني شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG