لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څيړونکي: د طالبانو د راتګ سره هم د پاکستان د لويدځي پولې ارامه کېدو تمه پوره نه شوه


په وروستيو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله (ډيورنډ) باندې تاو تريخوالی زيات شوی، څيړونکي وايي پاکستان ګڼل چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته به يې لويديځه پوله ارامه شي، خو په پوله د سيمو د ازغن تار لګېدو باجود يې دغه تمه پوره نه شو.

پاکستان دعوه کوي چې د پولې پورې غاړه نه پرې بريدونه کيږي او د ملک دننه کيدونکي بريدونه هم د پولې پورې غاړې پلان کيږي، په افغانستان کې واکمنه طالبانو پرله پسې دغه تورونه رد کړي، او په وروستيو کې يې دړکه ورکړې که پاکستان د پولې پورې غاړې ته سرغړونه وکړه، ځواب به ورته ورکړي.

څيړونکي پوښتنې راولاړوي چې په پوله د ازغن تار لګېدو باوجود بريدونه او د وسله والو اوړېده راوړېده څنګه ممکن شي؟.

څيړونکی او د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي، پاکستان د ضياالحق د وخت نه په افغانستان کې داسې حکومت راوستل غوښتل چې د پاکستان پلوي وي، دغسې په پاکستان د اوسني واکمنو طالبانو د مرستو هم تورونه لګول کيده چې په بلوچستان کې د کوټه او خېبر پښتونخوا کې د پېښور شورا په نومونو يې شتون لرلو، په داسې وخت چې د افغانستان حکومت او ڼېټو ځواکونه د دوي ضد جګړه کې بوخت وو.

ډاکټر سرفراز خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، پاکستان ګڼل چې "د افغان طالبانو حکومت راتلو سره به د دوی مسلې هوارې شي او په خاصه توګه د تحريک طالبان پاکستان د بريدونو ختمولو به تل پاتې حل راوځي خو داسې ونشوه او د تحريک طالبان پاکستان بريدونه په پوله او د ملک نورو برخو کې ورځ تر بلې سېوا کيږي".

په افغانستان کې د تېر کال د اګست په مياشت کې د طالبانو واک کې د راتلو وروسته د پاکستان پوځ په وزيرستان، کرمه او باجوړ کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه د وسله والو لخوا په پاکستاني ځواکونو د بريدونو دعوې کړي چې يو شمېر امنيتي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

او دغسې د پاکستان چارواکي دا دعوه هم کوي چې د پاکستان په بېلابيلو برخو کې کيدونکې بريدونه په افغانستان کې پلان کيږي او پولې ته نزدې د تحريک طالبان پاکستان غړي شتون لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي او وړاندې به امریکا او افغانستان په پاکستان دغه ډول تورونه لګول چې پاکستان په خپله خاوره هغه وسله وال ساتلي کوم چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان به هم تل دغه تورونه ردول.

څيړونکی او خبريال شمس مومند وايي د دواړو ملکونو اړيکې ترينګلې دي او ښکاري چې افغان طالبان لا هم د تحريک طالبان پاکستان په پاکستان کې د عملياتو څخه په منع کولو کې ناکامه شوي دي.

"د ټي ټي پي چې کومې کارروايانې کوي افغان طالبانو د هغې په ودرولو يا خو هغسې سختې نه ده راوړې يا يې پرې قابو نه دی موندلی".

څيړونکي وايي پاکستان به په افغانستان کې په تيرو حکومتونو هم وخت په وخت دا تور لګوو چې تحريک طالبان پاکستان د دوي ضدو د افغانستان خاوره کاروي، په پوله په پاکستاني عسکرو بريدونه کوي او د ملک دننه کيدونکي چادونې او هدفي وژنې هم هلته نه پلان کوي، او د افغان طالبانو په واک کې د راتلو روستو هم دغه دعوي کوي، څيړونکي وايي دواړو هېوادونو ته به د دې مسلې د هوارې د پاره تل پاتې حل راويستل پکار وي ګنې دا سلسله به روانه وي.

په 17 اپرېل په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي، د 16 اپرېل په لومړو ساعتونو کې چې پاکستان د خوست او کونړ ولايتونو کې د جيټ د لارې بمباري کړې پکې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د وزيرستان څخه منتخب استازو دغه پېښه غندلې او ویلي يې وو په دغو بریدونو کې د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته کډه شوي خلک وژل شوي دي.

په وروستيو کې د افغان طالبانو د فاع چارو وزيرملا محمد يعقوب د دغو بريدونو په ځواب کې د پاکستان د نوم اخستو پرته ويلي، "مونږ چې داپېښه برداشت کړې ده نو د ملي مصالحو په وجه مو برداشت کړې ده خو کیدای شي بل وخت دا برداشت ونه لرو".

له دې وړاندې هم هغه د فرورۍ په مياشت کې د پاکستان هغه دعوه رد کړې چې په کرمه کې د پولې د پورې غاړې بريد شوی دی، هغه ويلي وو ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي.

XS
SM
MD
LG