لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي ته دشهباز شریف درې ورځنی سفر،د7.5اربو ډالرو پور به وغواړي،سرچینې وایي


دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف نن د زیارت په ورځ دسعودي عرب د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په بلنه دسعودي عرب په درې ورځني سفر روان شوی دی.

اقتدار ته له رسیدو راپدیخوا دا د وزیراعظم شهباز شریف کوم بهرني هیواد ته وړومبی سفر دی چې دپاکستاني میډیا له مخې هغه به پکې سعودي چارواکو سره دنزدې اووه نیم اربه ډالرو په پور هم خبرې کوي.

وزیراعظم شهباز شریف هیله ښکاره کړې ده چې سعودي ته دهغه ددې سفر سره به د دواړو هیوادونو د دوستۍ اؤ ورورولۍ یو مهم دور پیل شي.

شهباز شریف سعودي ته دا سفر په داسې حال کې کوي چې څېړونکي وایي دعمران خان په تیر حکومت کې دسعودي اؤ پاکستان اړیکې تر ډيره حده خرابې شوې دي.

په ټویټر وزیرعظم شهباز شریف لیکلي چې هغه به دسعودي عرب مشرتابه سره په ګن اړخیزه همکاریو خبرې کوي .

هغه سعودي عرب دپاکستان یو مهم دوست بللی اؤ وایي دخادم حرمین شریفین په توګه زمونږ په زړونو کې سعودي عرب ته زیات درناوی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي پخپل دې سفر کې به وزیراعظم شهباز شریف سعودي چارواکو سره داقتصادي اؤ تجارتي څانګو په شمول دسرمایه کارۍ په بابله هم خبرې کوي اؤ سعودي کې دمیشت پاکستانیانو د روزګار به چارو به ورسره هم غږیږي.

پاکستاني رسنیو دسرچینو له قوله ویلي چې وزیراعظم به سعودي چارواکو سره د اووه نیم اربو ډالرو دپور په پروګرام هم خبرې اترې کوي اؤ سعودي نه به وغواړي چې د روان کال تر پائ پاکستان ته دسعودي کوم څلور اربه ډالر ورکول دي،هغه باید وځنډوي.

سرچینې وایي ددې ترڅنګ به شهباز شریف د سعودي ارب نه نور دوه اربه ډالر هم وغواړي ترڅو پاکستان یې خپل اکاونټ کې کښیږدي اؤ خپله خساره پرې راکمه کړي.

رسنۍ زیاتوي سعودي عرب پاکستان ته دیو ارب ډالرو په پور دتیلو ورکولو ژمنه کړې ده خو پاکستان به وغواړي چې دا دیو ارب نه دوؤ اربو ډالرو ته سیوا کړي.

XS
SM
MD
LG