لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دبجلۍ نرخونه بیا خېژول شوي


پاکستان کې دبجلۍ دڅار ملي ادارې (نیشنل الیکټرک پاور ریګولیټری اتهارټي) د واپډا بجلۍ د فیول پرایس ایډجسټمنټ په مد کې دیو یونټ پسر 2.83روپۍ او د کراچۍ الیکټرک دبجلۍ په یو یونټ کې د 4.83 روپو داضافې منظوري ورکړې ده.

نیپرا ویلي د مارچ د میاشتی دا بلونه به د مئ په میاشت کې د صارفینو نه واخلي او دې اضافې سره به مرکزي حکومت ته 43 اربه روپۍ ترلاسه شي.

دبجلۍ نرخونو کې دا اضافه په داسې حال کې شوې چې دخزانې وزارت وایي د ایي ایم ایف سره د پور دپروګرام پرمخ بوتللو لپاره تیکنیکی مذاکرات روان دي.

داقتصادي چارو کارپوهه طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي د ګردشي قرضو کمولو لپاره اؤ دبجلۍ په پیداوار دا اضافي لګښتونه حکومت د ولس نه تر لاسه کوي.

هغه وایي د مالیاتي ادارې سره خبرې هم په دې وجه دځنډ ښکار شوې وې چې تیر حکومت د فشار لاندې په بجلۍ او پټرولیم مصنوعاتو رعایتونه ورکړي وؤ او موجوده حکومت هم غواړي چې هغه فیصله واپس کړي.

"ایي ایم ایف سره روانې خبرې هم په دې وجه ودریدلې وې چې حکومت د فشار لاندې غیر مقبوله فیصله وکړه او د بجلۍ او تیلو بیعې یې په ځائ ودرولې، ددې پرېکړې بیرته اخستل حکومت دپاره اسانه نه ده خو هر څنګه چې وي حکومت به دا بېرته اخلي ځکه چې د مالیاتي ادارې سره خبرې مخ په وړاندی نه ځي"

نیپرا وایي د مارچ په میاشت کې د صارفینو نه د بجلې په مد کې د یو یونټ بجلۍ قیمت 6.23 روپۍ اخستل شوی او ددې اصل قیمت 9.4 روپۍ ؤ او د مارچ په میاشت کې به د هر صارف نه 3.16 روپۍ اضافي رقم اخلي.

اداره وایي د بجلۍ د پیداوار په مد کې داستعمالیدونکو تیلو فرنس ایل او ایل این جي په بیعو کې د 10 نه تر 40فیصدي پورې اضافه شوې ده.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي د روان مالي کال په نهو میاشتو کې د پټرولیم مصنوعاتو درامدي بل 15 اربه ډالرو ته رسېدلی او په دې کې نیم په نیمه اضافه شوې ده او مالیاتي اداره غواړي چې حکومت د بجلۍ په بنیادي بيعه کې اضافه وکړي.

هغه وایي" یو داسې ملک چې دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره یې 10 اربه ډالره وي او د پټرولو درامدي بل یې 15 اربه ډالره وي نو دا د زغملو نه ده ، د ملک دپاره دا ډیره ضروري ده چې د توانایۍ بچت وکړي او بیا ایي ایم ایف غواړي چې د بجلۍ په بنیادي نرخ کې 5.42 روپۍ اضافه وکړي او فیول پرایس ایډجسټمنټ ددې نه علاوه دی او بله دا هم چې په راتلونکي بجټ کی به حکومت له په مالیا کی هم اضافه کول وي"

روانه اوونۍ په رسنیو داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې په پاکستان کې د توانایۍ د کمي له امله د بجلۍ پیداوار اغېزمن شوی خو بیا ورستو د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف پیداواري ادارو ته وینا کړې وه چې د بجلې د پیداوار غیرفعاله یونټې یا څانګې فعالې کړي او د راتلونکې مياشتې د وړومبۍ نیټې څخه په ټول ملک کې لوډشډنګ ختم کړي.

نیپرا وایي دا وخت په پاکستان کی د بجلۍ مجموعی پیداوار 18500 میګاواټه دی او ملک 3000 میګاواټه د بجلۍ د کمی سره مخ دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG