لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان شرعي عدالت پینځوؤ کالو کې دسودي نظام ختمولو امر کړی


د پاکستان وفاقي شرعي عدالت هيواد کې د سود نظام دشريعت پرضد ګرځولی او پینځوؤ کالو کې دننه یې دهیواد دننه د سود نه دپاک نظام راوړلو دپاره حکومت ته امر کړی دی.

عدالت خپله فيصله کې ويلي دي چې د پاکستان په څېر داسلامي رياست معاشي نظام د سود نه پاک پکار دی، خو اقتصاد پوهان وايي دا د حکومت دپاره لویې ازمېښت دی ځکه چې د پاکستان د کومو نړیوالو مالياتي ادارو سره لين دين دی هغه ټولې په سودي نظام روانې دي نو ځکه په پنځوؤ کالو کې پاکستان کې د سود نظام له منځه وړل ممکن نه ښکاري۔

دشرعي عدالت په مشر قاضي نور محمد مسکانزي، په قاضي محمد انور او قاضي ډاکټر خادم حسېن مشتمل درې کسېزه بينچ نولس کاله وروسته ملک کې د سود د روان نظام پرضد درخواستونو باندې خپله فيصله نن دزیارت په ورځ اورولې ده.

عدالت خپله پريکره کې ويلې دي چې د هيواد د معاشې نظام نه سود ختمول شرعي او قانونې ذمه واري ده او دا چې د ملک نه به ربا يعنې سود په هر صورت کې ختمول وي۔

د معاشي چارو کار پوهه ډاکټر زلاکت خان وايي پاکستان د نړیوالې ټولني يو غړی دی او دملک ټول معاشي نظام په سود اډاڼه دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي کیدای شي چې د نړیوالو مالياتي ادارو په چارټر کې اسلامې بينکاري شامله نه وي اؤ په پینځوؤ کالو کې د ټول هيواد نظام د سود نه پاکول ممکن نه ښکاري.

‘‘دا ممکن نه ښکاري چې د ټول نظام نه پنځه کاله کې سود ختم کړی شي ځکه چې پاکستان کې د ماهرينو هم کموت دی، په اسلامې بينکارۍ ډير وخت نه کار شورو دی او که وکتل شي نو په مغربي نړي کې هم اسلامي بينکاري شته دي‘‘

عدالت ويلې دې چې د بينکونو لخوا په قرضه سېوا پيسې اخستل په سود کې راځي او دا چې د اسلامې بينک کاري نظام د هر ډول خطر او استحصال نه پاک دی، شرعي عدالت حکومت ته هدايت کړی دی چې د هيواد دننه او بهر اخستونکې قرضي دې هم د سود نه پاکې کړی شي۔

عدالت په خپله پريکړه کې انټرسټ ايکټ ۱۸۳۹م قانون او دې سره د سودي نظام دپاره د سهولت کارۍ ټول قوانين د شريعت پرضد بللي دي او حکومت ته یې لارښوونه کړې چې د ټولو قوانينو نه دې د انټرسټ يعني د سود ټکی لرې کړی شي۔

دپاکستان جماعت اسلامي ګوند د هغه درخواست ګزارانو څخه دی چې وفاقي شرعي عدالت کې یې د سود دنظام پرضد درخواست جمع کړی ؤ.

ډيوه سره خبرو کې دجماعت اسلامي ګوند سنيټر مشتاق احمد خان وويل د پاکستان اساسي قانون دا تقاضه کوله چې د ملک معاشي نظام دې دسود نه پاک کړی شي.

نوموړې وويل نن وفاقي شرعي عدالت يوه تاريخي فيصله کړې ده اؤ دې سره به پاکستان د سود د جنجال نه خلاص شي.

"قايد اعظم د اسټيټ بينک د پرانستې په موقعه ويلي وؤ چې موږ د اسټيټ بينک دلارې پاکستان کې يو اسلامې معيشت جوړول غواړو ځکه چې د مغرب معاشي نظام ناکامه شوی دی"

هغه وویل پاکستان کې که سول او که پوځي حکمرانان پاتي شوي دي هغه د شريعت او اسلامي نظام د نفاذ نه په ویره کې دي او دشريعت او اسلامي نظام په لار کې یې اکثره خنډان جوړ کړيدې او دا اوس د ولس ذمه واري ده چې حکومت تېښتې ته پرې نه ږدي او دا فيصله په صحيح روح سره عملي کړي.

د فيصلې په نورو جزياتو کې وفاقي شرعې عدالت ويلي دي چې د اسلامې او سود نه پاک د بينکارۍ نظام دپاره پنځه کاله وخت ډير دی او تمه ده چې حکومت به د سود ختمولو دپاره کليز رپورټ هم پارليمان کې وړاندې کړې۔

فېصله کې دا هم ويل شوي دي چې د اسلامې بينک کارۍ په هکله چې عدالت کې کوم معلومات وړاندې کړی شوي دي نو د هغي په رڼا کې د سود نه پاکه بينکارې په ټوله نړې کې ممکن ده۔

په پاکستان کې په ځني شخصې او کمرشل بينکونو کې د سود نه پاک دبينکارۍ نظام هم شورو کړی شوی دی، دغه بينکونه وايي چې دخلکو لخوا ورته ډير مثبت غبرګون ترلاسه شوی دی۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG