لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:دماینونو چاودنو کې درې ماشومان ژوبل شوي دي


په جنوبي وزیرستان کې په تیرو څلیرشتو ساعتو کې د ماين چاودنو دوه پیښې شوي چې پکې درې ماشومان ژوبل شوي دي.


پولیسو د ماين چاودنو دا تازه پېښې تاييد کړي او وایي لومړۍ پیښه تیره ورځ د جنوبي وزیرستان د لدها تحصیل په بدر سیمه کې شوې چې پکې یو دولس کلن ماشوم ژوبل شوی او د درملنې لپاره په واڼه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی.

د پولیسو په وینا بله پیښه د جنوبي وزیرستان دسرویکۍ تحصیل په تنکړي سیمې کې شوې ده.

د سرویکۍ تاڼې چارواکو ویلي دغه پیښه هغه وخت رامینځته شوې چې د سیمې نهه کلن کریم الله او شپږ کلن نورالله دخپل کور سره نزدې څاروي څرول.

د پولیسو په وینا په پیښه کې ژوبل ماشومان په سمدستي توګه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي دي.

ځایي خلک وایي په علاقه کې د زمکنیو ماینونو دچاودنو پېښې زیاتې شوي او په تیرو څلیرشت ساعتو کې دا دویمه پیښه ده چې رامنځته کیږي او په دې دوي حکومتي چارواکي خبر کړي او د علاقې نه د زمکنیو ماینونو دپاکولو غوښتنه يې کړې خو دا غوښتنه يې نه منل کیږي.

دوي وایي د علاقې خلک غریبان دي ،څاروي څروي او په دې خپل معاش برابروي خو په علاقه کې ښخو ماینونو سخت پریشانه کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې په کال 2009م کې د پاکستان پوځ د تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي خو ځايي خلک وايي د دغو عملياتو په مهال په سیمه کې په زمکه کې ښخ بمونه پاتې شوي او وخت په وخت يې په خلکو چاودنې کیږي.

حکومتي چارواکي دا پیښې تاییدوی او تیر کال د سیمې مرستیال کمشنر فرحان خان وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ کره شمېره نه لري خو په علاقه کې په زیات شمېر سره دا رقم چاودنې شوي او خلک يې اغېزمن کړي دي.

د نوموړي په وېنا د ماين چاودنو اغېزمنو ته یو خصوصي سند يا سرټيفيکېټ ورکول کيږي د هغې اندراج په شناختي کارډ کې کولی شي او چې کله نوکرۍ ورکول کيږي دغو کسانو ته پکې ځانګړې پاملرنه کولی شي.

هغه ویلي وؤ د پالیسۍ سره سم ددې زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار کسانو ته د علاج او امدادي مرستې ورکړل کیږي.

سمه کې دپښتنو دحقونو لپاره په فعالیت بوخت دپښتون ژغورنې غورځنګ په سیمه کې د ماین پاکۍ غوښتنه کوي او وايي يواځې د جنوبي وزیرستان په دوؤ سب ډویژنو لدها او سروکۍ کې د 2016 نه را په دېخوا د 300 نه زیات کسان د زمکنیو ماینونو دچاودنو ښکار شوي چې پکې زیاته شمېره د زنانه ؤ او ماشومانو ده. او په زياته شمېره کې پکې د خلکو څاروي او ځنګلي ځناور هم مړه شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي. وایي تر اوسه د دوی دې غوښتنې ته پاملرنه نه ده شوې.

خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په پینځمه خبري غونډې ته ویلي وو، په 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت یو شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG