لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په متحده عرب اماراتو کې پولیسو ګڼ شمېر خیر ټولوونکي پاکستانیان نیولي دي


دوبۍ ــــ د روژې په میاشت کې د متحده عرب اماراتو حکومت د خیرمارو او سوالګرو په ضد کاروایي کړې او يو شمېر داسې پاکستانیان یې نیولي چې د خیرات ټولولو لپاره راغلي وو.

د متحده عرب امارات حکومت وایي سږ کال په روژه کې 178 سوالګر پولیسو نیولي په کومو کې چې 134 سړي او 44 ښځینه خیرغوښتونکي شامل دي.

په دغو سوالګرو کې 97 پاکستانیان دي چې د پولیسو په بند کې دي او له قانون سره سم درې کاله به په جېل کې وي او هر یو به پینځه زره درهمه جرمانه کېږي.

متحده عرب اماراتو ته د راتګ لپاره هر کال ګڼ شمېر پاکستانیان د ښه روزګار په تکل د سیل او کار روزګار ویزې اخلي. په دغو ویزو اخیستونکو کې داسې خلک هم دې هېواد ته راشي چې کار پیدا نه کړي بیا دلته په سړکونو خیرات غواړي.

د عرب امارات حکومت په دوبۍ کې د پاکستان قونصلګرۍ ته ویلي چې د هیواد نه داسې قسمه خلکو ته د ویزو ورکولو مخنیوی دې وکړی شي. په دې اړه د پاکستان قونصل جنرل احسن افضل خان وي او اې ډيوه ته وویل:

"د پاکستان نه خلک راځي او دلته د جوماتونو او شاپنګ پلازو مخې ته خیر غواړي، چې د شرم وړ خبره ده".

افضل خان وایي د عرب اماراتو حکومت څو ځلا دوی سره دا خبره کړې او سفارتخانې د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې ایف ای اې ته دا خبر رسولی دی چې "په اېرپورټونو دې د داسې قسم خلکو په راتګ نظر وساتل شي".

د عرب اماراتو حکومت وایي 30 داسې سوالګر یې نیولي چې په پاسپورټ یې د امریکې او غربي هیوادونو ویزې لګېدلې دي او دوی دا دا منلې چې خیر غوښتل یې کسب دی او دوی د چکر یا سیل په ویزه ګرځي او خیرات ټولوي.

په شارجه کې د پاکستان سوشل سنټر مشر چوهدري خالد حسېن وي او اې ډيوه ته وایي چې په متحده عرب اماراتو کې وس لرونکو پاکستانیانو ته پکار دي دلته مېشتو بې وسه خلکو سره لاس امداد وکړي چې دوی خیر نه غواړي.

د عرب اماراتو د «ګلف نیوز» ورځپاڼې د رپوټ ترمخه په خیرغوښتونکو خلکو کې د پاکستانیانو شمېر زیات دی او وایي طریقه یې ځانګړې ده.

رپوټ زیاتوي دغه خیرغوښتونکي په سېلاني ویزه راشي، ځان ته په ښو هوټلو کې کمرې ونیسي او بیا خیر غواړي. رپوټ لیکي چې دوی په يوه ورځ کې له 500 نه تر 800 درهمه پورې پیسې ټولوي او زیاتره پکې د جوماتونو او مدرسو جوړولو په نامه خیر غوښتل کېږي.

په متحده عرب اماراتو کې چې کوم خلک په خیرات ټولولو نیول شوي زیاتو پکې ځان بیمار ښوولی، د جومات او مدرسو په نامه پېسې ټولوونکي کسان هم پکې شامل دي.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG