د سعودي عرب په مدينه ښار کې په مسجد نبوي کې د پاکستان په وزيرانو "د چور، چور (غل غل) او غدار غدار " نعرو ته په ټولنيزو رسنيو سخت غبرګون ويل شوی، او دغه کار ته د مسجد نبوي سپکاوی ويل شوي دي.
په ټولنيزو رسنيو چې دغه ويډيو خپرې شوي، پکې ليدل کيږي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مريم اورنګزېب او د نشه يي توکيو د مخنیوي وزیر شاه زېن بګټي په مسجد نبوي کې روان دي، او ګڼ خلک په دوی د چور، چور او غدار، غدار نعرې وهي.
په يوه ويډيو کې ليدل کيږي چې يو تن شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم رانيسي. خو دغه حکومتي وزيران د امنيتي عسکرو په مينځ کې ليدل کيږي چې د ګڼې نه وويستلی شي.
د يادې پېښې وروسته په ټويټر د (#توہین_مسجد_نبوی_نامنظور) هېش ټېګ روان شوی دی.
مريم اورنګزېب په یوه ويډیو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي، "هغه دا ټولنه دې تباهۍ ته راوستې نن چې څه دلته (په مسجد نبوي) کې وشو".
دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې وزيراعظم شهباز شريف او ځينې وزيران يې د سعودي عرب په سفر دي.
د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په ټويټر ويلي،
"په مسجد نبوي کې د تحریک انصاف د غړو په منصوبه بندۍ سره د حکومتي مشرانو په وړاندې کنځلې د شرم ډکه او د ډېرې غندنې ده او د ا زمونږ د سياسي او ټولنيز کلچر د تنزل څرګندونه کوي، عمران خان صاحب دا ننۍ پېښه به ستا د بد ترينه خاتمې پېل ثابتيږي".
د عمران خان د حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چودري چې د مسجد نبوي ويډيو په ټويټر خپره کړې، ورته يې ليکلي دي،
"دا خلک چې اوس په حکومت کې دي کله چې خلک دوی د اېوانونو څخه په ډنډو وهلو سره اوباسي بيا به دوی د کوره بهر څنګه ووځي".
په ټولنيزو مذهبي، سياسي او عامو خلکو په مسجد نبوي کې رامنځته شوې پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده.