لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا په کراچۍ پوهنتون کې د ترهګر برید غندنه کړې


د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ويلي، په کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل ترسره شوي ترهګر بريد غندنه کوي، دغه بريد د بلوچ لبرېشن ارمي ډلې مجيد بريګېډ يې زمه واري منلې وه، پکې درې چینايي يو پاکستانی وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

په کراچۍ پوهنتون کې په (26 اپرېل) په يو وېن ځانمرګی بريد شوی، چې پکې په پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې کنفيوشس انسټيټيوټ استازان سواره وو، په بريد کې یو د دغه څانګې مشر او دوه ښځينه استازنې وژل شوې او يو بل استاز ژوبل شوي وو.

بلوڅ بېلتون خوښې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې، او ويلي يې وو دا لومړنی فدايي برید وو چې ښځې کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا پرون په 28 اپرېل ويلي، ترهګري چې په هره بڼه وي، د نړيوال امنيت دپاره سخته خطره ده.

ويل شوي دامنيتي شورا غړي په دغه ډول بريدونو کې ککړو، د راجوړونکو او مالي مرستوکوونکود قانون منګولو ته په راوستو ټينګار کوي او په دغه لړ کې دې د پاکستان او چین سره د اړونده ادارو مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ويلي، ترهګري که هر چرته او هر څوک کوي، مجرمانه عمل دی.

چين د پاکستان په کراچۍ ښار کې په چينايي وګړو ځانمرګی بريد غندلی، په دغه پېښه يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

چین غوښتنه کړې چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.

د يادې پېښې مقدمه د بلوچ لبرېشن ارمي د کمانډر بشير زېب او مجيد بريګېډ د کمانډر کېپټن رحمان ګل اود ډلې د وياند جېيند بلوچ پرضد درج کړی شوې او ویل شوي چې د د دوی په سهولت کارۍ شاري حيات بلوچ عرف برمش دغه ځانمرګی برید کړی دی.

ځايي ميډيا د سرچينو له قوله دعوه کوي چې د پېښې په پلټنو کې ځينې پرمختګ شوی خو چارواکو په خپله په رسمي ډول په دغه اړوند څه نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG