لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده:دپولیسو په تاڼه دلاسي بم برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی،بل ژوبل


دخیبر پښتونخوا چارسده سیمه کې دپولیسو په ټاڼه دلاسي بم په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ بل سخت ژوبل شوی دی.

سیمې نه دپولیسو سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا برید د جمعې په ورځ دنامعلومو ترهګرو لخوا دچارسدې په نسته پولیس تاڼه شوی دی چې د رحم باچا په نوم یو عسکر پکې وژل شوی اؤ یو بل پولیس عسکر ژوبل شوی دی.

دپېښې سره سم امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ برید کې دوژل شوي پولیس جسد اؤ ژوبل شوی پولیس یې ضلعي روغتون ته رسولي دي.

دچارسدې دپولیسو ضلعي مشر سهیل خالد ددې برید پخلی کړی اؤ رسنیو ته یې ویلي پولیسو دچاودنې په اړه پلټنې پیل کړي دي .

په سمدستي توګه ددې برید پړه لا چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو د شوؤ زیاتره بریدونو پړه وسله والې ډلې داعش خراسان اؤ ټي ټي‌ پي پغاړه اخستې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزيرستان واڼه کې د پولیسو یو افسر یا تاڼیدار اسلم جاوید نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

همدا شان درې ورځې وړاندې په 26اپرېل ترهګرو د جنوبي وزيرستان لدها تحصیل په سراروغه علاقه کې په پوځیانو یو بريد کړی ؤ چې دوه پوځیان پکې وژل شوي وؤ.

د اپریل په 12م هم د جنوبي وزیرستان په انګور اډه علاقه کې د وسله والو سره جګړه کې دپوځ د یو افسر میجر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو.

خو د اپریل په 14م د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني‌ پوځ برید شوی ؤ، چې د پوځ په وینا اووه پوځیان پکې وژل شوي‌ وو.

همدارنګه د اپریل په 23 مه هم د شمالي وزیرستان په دیوګر سیمه کې پر پوځ برید شوی وؤ چې پکې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال په لومړیو دريوؤ مياشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.

د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی.

د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو په جريان کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی.

د سنېټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د تېرکال 2021م راهیسې د هېواد دننه د ترهګریز تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي.

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG