لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې د مسجد نبوي په پېښه کې تورن پينځه پاکستاني نيول شوي


د سعودي عرب د مدينې ښار پوليسو ویلي، په مسجد نبوي کې د پاکستانۍ ښځې او د هغې د ملګرو د سپکاوي په تور پينځه پاکستاني نيول شوي دي، د زیارت/پنجشنبې په ورځ (28اپرېل) په مسجد نبوي کې په حکومتي وزيرانو مريم اورنګزېب او شان زېن بګټي بسې د سپکاوي ډکې نعرې وهل شوې وې.

سعودي ګزټ ورځپاڼې پرون د جمعې په ورځ (29اپرېل) ناوخته خبر ورکړی د نيول شوو پينځه پاکستانيانو پرضد قانوني کارروايي بشپړ کړی شوې او اړونده چارواکو ته سپارل شوي دي.

ويل شوي دغو کسانو د مقدسه ځای سپکاوی کړی چې عبادت کوونکي ترې اغېزمن شوي دي.

د زيارت په ورځ چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او ورسره وزيران سعودي عرب ته په سفر تللي وو، په مسجد نبوي کې د اطلاعاتو په وزيره مريم اورنګزېب او بل وزير شاه زېن بګټي باندې د غل، غل او غدار غدار نعرې وهل شوې او په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوو ويډيوز کې ليدل شوي، چې يو تن د شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم رانيسي.

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وو دغه کسان چې په حکومتي وزيرانو يې نعرې وهلي دا د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان وو.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويليوو، چې د رسول الله په روضه کې کومه ناوړه پېښه مخې ته راغلې ده ، دې ټول قام دردولی دی او دقام سر پرې دشرم نه ټيټ شوی دی.

هغه وویل د کورنیو چارو وزارت به دسعودي عرب نه غوښتنه کوي چې دغه پېښه کې دککړو کسانو پرضد باید قانوني ګامونه واخستل شي.

هغه دا هم ويلي وو سعودي نه به غوښتل کیږي چې باید د سي سي‌ ټي وي کیمرو په مرسته دې پېښه کې دککړو کسانو پېژندګلو وکړي او هغوی دې پاکستان ته راولیږي ترڅو دلته یې هم پرضد مقدمې درج کړل شي.

د تحریک انصاف د تېر حکومت د اطلاعاتو وزير فواد چودري بيا په ټویټر ويلي وو چې په مسجد نبوي کې څه شوي دا ولسي غبرګون وو، او د رانا ثناالله د خبري غونډې وروسته يې ویلي، عجيبه حکومت دی سعودي عرب ته خواست کوي چې پاکستاني مزدوران په سعودی کې ونیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG