لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د روژې د 29 نه تر د شوال د میاشتې د 10 نېټې پورې د ډز بندۍ اعلان کړی دی، د ټي ټي پي دغه بيان ته د پاکستان د حکومت او پوځ لخوا په سمدستي ډول کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
د ټي ټي پي لخوا د مطبوعاتو سره په شريک کړی شوي بيان کې ویل شوي چې د ډلې مشر (امير) مفتي ابو منصور عاصم پاکستانيانو ا و باالخصوص پښتنو، بلوڅ او قبايلو ته د وړوکي اختر اومبارکي وايي.
په بيان کې د ډز بندۍ ويل شوي چې وسله وال دې يې د ډز بندۍ احترام وکړي خو که سيکيورټي ادارې کوم اقدام کوي په هغه صورت کې دې خپل تحفظ يقيني کړي.
ټي ټي پي دغه بيان پرون د جمعې په ورځ (29 اپرېل) بيان جاري کړی او هم پرون ټي ټي پي په چارسده کې په پوليس د بريد او په شمالي وزيرستان کې په پوځ د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.
او روانه مياشت په ا پرېل کې ټي ټي پي نزدې د 40 بريدونو زمه وارۍ منلي دي.
ټي ټي پي تير کال د نومبر او دسمبر په مياشت کې د حکومت سره د يوې میاشتي ډز بندي کړې وه خو يادې ډلې بيا تور لګولی وو چې حکومت ورسره په کړو ژمنو عمل نه کوي ځکه دوی ډز بندي ختموي او حکومت ويلي وو د ټي ټي پي ځينې غوښتنې د منلو وړ نه دي.
څيړونکي وايي، د دې اوسنۍ ډز بندۍ څو علتونه کېدی شي.
خبريال او څيړونکی طاهر خان وايي، د هغه په نظر يو خو ټي ټي پي د افغان طالبانو نه اثر اخلي، د هغو ځينو فېصلو ته په کتو دوی هم هغه شان کار کوي لکه افغان طالبانو به د اختر په موقع ډز بندي کوله، بله دا چې کېدی شي د افغان طالبانو لخوا د خبرو دپاره هم دغه ګام پورته کړی شوی وي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي دا هم وويل، ښکاري چې د دې ډز بندۍ د لارې ټي ټي پي د عامو خلکو نه همدردۍ ترلاسه کړي، خو ښکاري نه چې داسې وشي، او ځينې داسې هم ويل کيږي چې د اختر نه وروسته قبايلي جرګه بيا د ټي ټي پي سره رابطې پېل کړي.
خبريال او څيړونکی حقنواز خان وايي، د ټي ټي پي د ډز بندۍ يو طرفه اعلان ښايي چې د دغه ډلې او حکومت ترمنځ کومې خبرې ودرېدلې وې هغه به بيرته روانې شي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا د پاکستان د حکومت دپاره هم يوه موقع ده، خو اوس به کتل وي چې پاکستان دغه ډز بندۍ ته څنګه ځواب وايي، ځکه چې په پاکستان کې حکومت هم بدل شوی دی.
د ټي ټي پي او حکومت ترمنځ د نومبر او دسمبر په مياشت کې چې کومه ډز بندي شوې وه، هغه وخت د ټي ټي پي سره د پاکستان د حکومت خبرې هم کېدې، د پاکستان حکومت او په افغانستان کې واکمنو طالبانو منلي وو چې دغه خبرې د افغان طالبانو په مينځګړيتوب کېدې.
خو د دغه ډز بندۍ ختمېدو وروسته چې ټي ټي پي د ځينو بریدونو زمه وارۍ ومنلې د پاکستان پوځ او حکومت دواړو ويلي چې د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.
که څه هم د دغو خبرو په مهال د ځينو طالبانو خوشي کولو هم ويل شوي وو، او بيا د قبايلي جرګې د طالبانو سره د ليدنو خبرونه هم مخې ته راغلي وو، خو په دغو خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه وو شوی او نه يې کومه ښکاره نتيجه مخې ته راغلې وه.