لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې زیاتې تودوخې دسیلابونو خطرې راولاړې کړي


د پاکستان د موسمیاتې بدلون وزارت خبرداری ورکړی چې پاکستان کې د تودوخې درجه زیاتیږي او دې سره به دخیبر پښتونخوا په شمالي سیمو کې واورې ویلې شي او د سېلابونو خطرې هم زیاتې شوې دي.

د موسمیاتي بدلون کارپوهان وایي ګلوبل وارمنګ ټولې نړۍ ته خطرې زیاتې کړي او بیا پاکستان هم ددې نه زیات اغېزمن کیږي.

د موسمیاتي بدلون څیړنکار داود خان وي او اې ډیوه ته وایې په شمالي سیمو کې د واورو د ګټانو یا ګلیشېرز د ویلي کیدو امکان زیات شي او بیا هغه د سېلابونو شکل واخلي.

"په خیبر پښتونخوا کې هم ددې اثرات زیات دي، وړاندې به چې کوم بارانونه کیدل هغه اوس نه کيږي او د هغې له وجې د پاکستان په میداني او قبایلی ضلعو کې د اوبو سطحه په لاندې تلې ده"

هغه وایي پینځه ضلعې داسې دي چې هلته اوبه 75 فوټه ښکته تلې دي اؤ سږ کال په مارچ کې چې کومه ګرمي وه داسې ګرمې به نور کله په مئ میاشت کې وه .

"د موسمیاتې بدلون زمونږ په فصلونو کیږي او په صوبه کې غنم دوه اوونۍ وړاندې پاخه شو او بیا په قبایلي ضلعو یا هغه سېمې چرته چې للمې دي هلته غنم نه دي شوي "

ملګري ملتونه وایې په تیرو 50 کالو کې په نړیواله کچه ګرمي 1.5 درجې سنټې ګریډ سېوا شوې ده، پاکستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې په پینځم نمبر دی چې زیات د ګلوبل وارمنګ نه اغېزمن دي.

د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان د"وژونکې تودوخې" په نوم اداریه کې د نړیوالو ادارو په حواله ویلي په سویلي اېشیا کې د تودوخې درجه د 6 نه تر 8 درجې سنټي ګریډ پورې زیاته شوې ده.

اداریه وایي سږکال د پاکستان په شمول په منطقه کې 62فیصدي بارانونه کم شوي دي او د هغې له وجې په سیندونو جوړو بندونو کې هم د اوبو کمی راغلی دی.

په سیند صوبه نواب شاه کې د تودوخې درجه 50 درجې سنټي ګریډ ته رسیدلې او ملک کې د ګرمۍ له امله لوډشیډنګ هم زیات لیدل کیږي.

د موسمیاتې بدلون څیړن کار او خبریال اصف خان وایي د ګلوبل وارمنګ یا موسمیاتی بدلون له امله انساني صحت او زراعت خطرو سره مخ دي.

"مونږه دا خبره نظر انداز کړې ده چې ژوندي تنوع یا بایو ډایورسټي ته نقصان رسي، د صحت نړیوالې ادارې هم دا په ګوته کړې ده چې مونږ په خپله خپل چاپیریال ته نقصان رسوؤ، زمونږ په ماحول کې ونې، بوټي، حشرات او ځناور ددې ماحول حصه ده او ددې تودوخې له وجې هغه هم متاثره کیږي چې له وجې یې انساني ژوند ته خطر جوړیږي "

د خیبر پښتونخوا د موسم محکمې تیره ورځ په خپل رپوړټ کی ویلي روانه میاشت د اپریل نه تر مئ پورې درجه حرارت کې د 5نه تر7 درجو سنټي ګریډ پورې د زیاتوالي امکان دی .

په رپورټ کی ویل شوي په مارچ کې تیره شوې ګرمي په تیرو 15 کالو کې تر ټولو زیاته وه او دا زیاته تودوخه انساني ژوند، زراعت او ځناورو ته نقصان رسوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG