لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمسجدنبوي دپېښې په څېر رویې ولې وده مومي اؤ راتلونکي کې یې اثرات څه کیدای شي؟


سعودي عرب کې د زيارت په ورځ په مسجد نبوي( ص) کې دپاکستان د اطلاعاتو په وزيره مريم اورنګزېب او بل وزير شاه زېن بګټي پسې دسپکاوي د ډکو نعرو وهل کیدو په اړوند په ټولنيزو رسنيو اوس هم تاوده بحثونه روان دي اؤ ددې ترڅنګ مطبوعاتو هم په دغه اړوند ځانګړې اداریې لیکلي دي.

څيړونکې وايي د سياسې سټيج نه چې کوم ناوړي کارونه شورو کړی شوي د هغې نه اوس ممبر او محراب هم په امن کې پاتې نه شو او ويره ده چې په راتلونکي کې به دا عمل نور هم زور ونیسي۔

د پاکستان دانګريزۍ ژبي ورځپاڼې ډان دخالي په ورځ خپله اداريه کې دغه کار د اخلاقو زوال سره تعبير کړی دی او دا خبره يې څرګنده کړې ده چې د اسلام تر ټولو دمعتبرې هستۍ د روضي په حدودو کې داسې عمل بوګنوونکی دی.

ډان ورځپاڼې پخپله اداریه کې لیکلي چې موږ خپل ټولنيز کړه وړه او احساس سومره لاندي کچې ته راغورځولي دي.

څيړونکي وايي پاکستان کې د پخوا راهسي يو روايت روان دی چې هر وخت سياسې قوتونه يو بل سره لاس او ګريوان وي نو ددغه عمل ټوله ګټه وټه اسټبلشمنټ ته رسي ځکه چې سياستمداران مدام د ولس په نظر کې لاندي راشي.

خبريال غلام دستګير وايي د هيواد دپاره خپل اساسي قانون یا ايين ډير د قدر وړ وي خو په دې خبره کې اوس هيڅ شک نه دی پاتې چې تحريک انصاف د پاکستان ايين پوري ډېري ملنډې وکړې.

هغه وايي په تېرو لسو کالو کې د پاکستان سياست تر تورونو، دروغو، او يو بل پسي د بدو ردو تر حده تللی دی.

"دا اوس چې کومه پېښه مدينه منوره کې شوې ده دا يوه ورځ کې نه ده شوې، عمران خان د کال دوه زره لسم نه خپل کارکن دې څېز ته تيارولو هغه اوس دې حد ته راغلو چې مذهبي مقاماتو او د ټولو نه مقدس ځائ د حرمينو تقدس يې پامال کړو"

نوموړی وایي تر دې حده عمران خان ددې پېښې ذمه وار ګرځولی شو چې هغه خپلو ورکرانو ته هر وخت دا يو ترغيب ورکوي چې مخالفين کله بهر اوځي نو د هغوي ژوند دي عذاب کړی شي ،

دغلام دستګیر په وینا "عمران خان مونږ تر دې حده قصور ګرځولی شو چې په منفي توګه د خلکو جذباتو راپارولو کې یې کردار لوبولی دی"

د ډان په اداريه کې لیکل شوي دې چې په تېرو وختونو کې هم په داسي رقم پيښو د مسلم ليګ نواز ګوند په ګډون نور شخصيات هم ذمه وار ګرځيدلی شي خو پې ټي ايي له پکار چې د مسجد نبوې (ص) د پيښې ذمه واري په خپله غاړه واخلي ځکه چې دوي د خپلو سياسې مخالفينو پرضد دځینو کسانو د کرکې له ډکو بيانونو ډاډ ګيرنه کړې ده او اوس په نه زړه ددې پېښې دغندلو پرځائ دا پيښه د نوي حکومت پرضد د ولس د غصې او قهر څرګندونه ګرځوي۔

دا په داسې حال کې ده چې د زيارت په ورځ د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف او ورسره وزيران سعودي عرب ته په سفر تللي وؤ چې دغلته په مسجد نبوي کې د اطلاعاتو په وزيره مريم اورنګزېب او بل وزير شاه زېن بګټي پسې دخلکو لخوا د غل، غل او غدار غدار نعرې وهل شوې وې.

په ټولنيزو رسنيو په خپرو شوؤ ويډيوګانو کې ليدل شوي، چې يو تن شاه زېن بګټي د وېښتو نه هم راکاږي.

په ټولنيزو رسنيو ویل شوي وؤ دغه کسان چې په حکومتي وزيرانو پسې یې نعرې وهلي دا د پاکستان تحريک انصاف ګوند پلويان وؤ.

د پيښور پوهنتون دشيخ زيد اسلامک سنټر د څيړنيزې څانګي مشر ډاکټر عبدالرحمان خلیل وي او ای ډيوه ته وايي د حرمينو په ګډون ټول مذهبي مقامات د يووالي، مينې او د احترام سمبول دي چرته چې خلک الله ته سر ږدي هلته داسې رقم ناوړه حرکت کول د اسلام او شريعت د اصولو خلاف خبره ده۔

"په مذهبي ځائ کې سياسي نعري سره تګ يا جهنډا وړل يا نعرل وهل چې څوک هم دي او چرته هم دي که په پاکستان کې ولي نه وي په يو مسجد کې نو دا شريعت کې بلکل حرام دي هلته الله ته سجده لګول دي هلته الله ته يو کيدل دي"

د سعودي عرب د مدينې ښار پوليسو ویلي، دمسجد نبوي داحترام په ماتولو اؤ دعبادت کوونکو مخې ته د خنډانو په راولاړولو یې پینځه کسان نیولي دي.

سعودي ګزټ ورځپاڼې پرون د جمعې په ورځ ناوخته خبر ورکړی ؤ چې د نيول شوو پينځوؤ پاکستانيانو پرضد قانوني کارروايۍ بشپړ کړی شوي دي او اړونده چارواکو ته سپارل شوي دي۔

ويل شوي دغو کسانو د مقدس مقام سپکاوی کړی چې عبادت کوونکي ترې اغېزمن شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG