لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له مذاکراتو کامیابېدو وروسته دشمالي وزیرستان مداخېل قبېلې دخپل پرلت ختمولو پرېکړه وکړه


د دوو اونیو د احتجاجی پرلت وروسته نن د اتوار په ورځ داتمانزئ اؤ احمدزئ وزیرو دقامي جرګې په منځګړتوب د شمالي وزیرستان مداخېل قبیلې خلکو اؤ حکومت ترمنځ مذاکرات کامیاب شول چې له هغې وروسته مداخېلو احتجاجي پرلت ختمولو پرېکړه کړې ده.

دمداخېلو دقامي جرګې غړي زکیم وزیر وي او ای ډیوه ته دمذاکراتو دکامیابۍ تصدیق کړی اؤ ویلي یې دي نن دمداخیلو دمشرانو اؤ حکومت ترمنځ د اتمانزئ اؤ احمدزئ وزیر قام دجرګې په منځګړتوب خبرې اترې شوي چې په دې خبرو کې حکومت د مداخیلو غوښتنو منلو ته غاړه اېښې ده.

د پرلت د کمېټۍ یو غړي زکیم مداخېل وویل د دوی تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې د هغه پېښې پلټنې دې وشي چې په 16 اپریل په افغانستان کې د پاکستاني جیټ جهازونو برید کې د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي.

هغه وویل بله غوښتنه یې دا کړې چې په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کوم کډوال دي هغه دې په یوه میاشت کې د ننه بیرته واپس کړي او د دغې سیمې خلک د پولې دواړو غاړو ته خپل خپلوان لري او دوی ته دې په پوله ازادۍ سره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

بله غوښتنه دا کوي چې کوم کډوال په دې وروستیو کې د افغانستان نه واپس کړی شوي دا په شاړو کې پراته دي دوی ته دې په سمدستي توګه د خوراک څښاک او دسر سوري نظام برابرولو سره مالي مرستې ورکړل شي.

زکیم وزیر وایي دوئ د وزیر قام په جرګه باور کړی اؤ دجرګې په ضمانت یې دا پرلت ځنډولی دی.

د وزیرو دقامي جرګې یو غړي ملک مویز وویل دتیرې یوې اوونۍ راهسې یې مذاکراتو ته جرګه کښېنولې وه چې نن دا جرګه په بریالیتوب تمامه شوه.

هغه دا غوښتنې تاید کړې او وئ ویل چې ددې د هوارولو لپاره د وزیرو شپږ کسیزه جرګې زمه واري اخستې ده او د روانې میاشتې په لسمه به په دې کار شروع کړي.

وي او اې ډیوه د حکومتي چارواکو سره په دغه اړه د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

خو انتظامي او امنیتي سرچینو هم ډیوه ته د مذاکراتو دکامیابۍ پخلی کړی اؤ یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل حکومت په دې جرګه بشپړ اعتماد لري.

بنو کې مداخېل قبیلې دا احتجاجي پرلت وروسته له هغې پېل کړی چې د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست صوبه کې د 16م اپرېل په لومړو ساعتونو کې د پاکستان لخوا د جيټ بمبارۍ کېدو ويل شوي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په 16 اپرېل ويلي وو، "په خوست او کونړ کې په میشتو مهاجرینو د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي.

افغان طالبانو ویلي وؤ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده. چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي .

د پاکستان پوځ په افغانستان کې د بمبارۍ په اړوند تراوسه کوم رسمي بيان نه دی جاري کړی خو د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو لخوا د بېړنيو مرستو ادارې (يونيسف) ويلي، د افغانستان په خوست او کونړ کې چې کوم فضايي بريدونه شوي اداره تاييدوي چې په دغو بريدونو کې 20 ماشومان وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG