لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دمذهب دسپکاوي مقدمه کې دعمران خان دنیولو اعلان وکړو


دسعودي عرب دمدینې په نبوي جومات کې دپاکستان په حکومتي چارواکو پسې دسپکاوي له نعرو وهل کیدو وروسته پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دګوند دنورو مشرانو په ګډون د۱۵۰کسانو پرضد دمذهب دسپکاوي مقدمه درج کړل شوې ده.

تحریک انصاف ګوند دا مقدمه دځان پرضد سیاسي انتقام بللی دی خو حکومت دعمران خان په شمول مقدمه کې دشاملو نورو کسانو دنیولو اعلان کړی دی اؤ عمران خان اؤ دهغه دګوند نور ملګري یې دپیغمبر(ص) د روضې په سپکاوي تورن کړي دي.

دمذهب دسپکاوي دا مقدمه دپنجاب په فیصل اباد ښار کې پولیسو دمحمدنعیم نومې یو تن په خواست درج کړې ده .

مقدمه کې په پخواني وزیراعظم عمران خان،دهغه دتیر حکومت په چارواکو شیخ رشید احمد،شهباز ګل،قاسم سوري، راشد شفیق،انیل مسرت اؤ ۱۵۰کسانو سعودي کې دمذهب دسپکاوي اؤ یا هم ددغه سپکاوي دملاتړ تورونه لګول شوي.

دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله جیو ټي وي چینل سره خبرو کې ویلي چې عمران خان پخپلو کرکژنو ویناګانو خلک دنبي کریم(ص) په مقدسه روضه کې دسپکاوي ناوړه عمل ته راپارولي وؤ اؤ دوئ(پي‌ ټي ایي) دیو پلان لاندې څه کسان دشیخ رشید د وراره اؤ څه دجهانګیر اؤ انیل مسرت په مشرۍ دبرتانیې نه سعودي ته ددې ورانکارۍ لپاره لیږلي وؤ.

هغه په څرګندونو ټکو کې دعمران خان دګرفتارولو اعلان کړی دی اؤ ویلي یې دي هغه (عمران خان)تر ټولو ستره فتنه ده چې نوی نسل بې لارې کوي اؤ ګمراهي خوروي.

د زیارت په ورځ دسعودي عرب دمدینې په نبوي جومات کې د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف سره دسعودي عرب په سفر تللو حکومتي چارواکو مریم اورنګزیب اؤ شاه زین بګټي پسې دغلته موجودو خلکو د "غل،غل اؤ غدار"نعرې وهلې وې اؤ شاه زین بګټي یې له ویښتو هم راښکلی ؤ چې بیا دسعودي امنیتي مامورینو دا پاکستاني چارواکي له خلکو روغ ویستلي وؤ.

په ټولنیزو رسنیو داسې دعوې مخې ته راغلي دي چې ګنې په حکومتي چارواکو پسې دا نعرې دپاکستان تحریک انصاف ګوند فعالینو دخپلو مشرانو په لمسه وهلې دي خو تحریک انصاف ګوند وایي دا د واکمن ګوند دمشرانو پرضد دپاکستان دخلکو غبرګون ؤ چې مخې ته راغلی ؤ.

درج شوې مقدمه کې ویلي شوي چې دا هرڅه دیو پلان په اساس شوي وؤ اؤ دې لپاره دشیخ رشید په مشرۍ ۱۵۰کسان سعودي عرب ته لیږل شوي وؤ اؤ دلندن نه هم یو پلاوی سعودي ته رسول شوی ؤ.

مقدمه کې ویل شوي چې دپاکستاني زایرینو په ځورولو سره هغوئ په زوره داسلامي احکامو پځاي کولو څخه منعې کړل شوي دي.

پاکستاني رسنیو داتوار په ورځ ویلي چې دتحریک انصاف سره تړاؤ لرونکی دقامي اسمبلۍ یو غړی راشد شفیق چې دکورنیو چارو دپخواني وزیر شیخ رشید وراره دی، په دې مقدمه کې هغه مهال داسلام اباد له هوایي اډې نیول شوی اؤ ایف ایي ای ته سپارل شوی چې هغه له عمرې ادا کولو وروسته هیواد ته راستون شوی ؤ.

دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله هم دهغه دنیولو پخلی کړی دی خو په عین حال کې دتحریک انصاف ګوند یو مشر فواد چوهدري ویلي چې راشد شفیق تښتول شوی اؤ دشیخ رشید دتښتولو هڅه هم شوې ده.

راشد شفیق په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې وه چې هغه پکې په نبوي جومات کې ولاړ لیدل کیږي اؤ دپاکستان حکومتي چارواکو پسې د وهل شوؤ نعرو ملاتړ کوي.

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو دا مقدمه سیاسي انتقام بللی دی اؤ وایي عمران خان په داسې مقدمو یې حکومت نه شي ویرولی.

دتحریک انصاف ګوند عمومي سکتر اسد عمر په ټویټر لیکلي داسلامو فوبیا پرضد چې په کومه جذبه،منطق اؤ پوخ باور سره مقدمه عمران خان پرمخ وړلې ده په اوسني تاریخ کې داسې هیچا نه ده دي کړي.

هغه وایي دعمران خان پرضد مقدمې درج کولو دلارې دا هڅه کول چې ګنې دنبوي جومات دپېښې سره هغه تړاؤ لري،دغندنې وړ ناوړه عمل دی.

خو د واکمن ګوند مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق په ټویټر لیکلي چې دنبوي جومات دتوهین حساب به په دنا هم ورکول وي اؤ په اخرت هم .

هغه وایي د نبوي جومات دتوهین دمجرمانو،دهغوئ د سرپرستانو اؤ مرستندویانو پرضد به اوس قانون خپله لاره پخپله جوړوي.

خبریال عادل شاه زیب بیا وایي چې دا مقدمه په سعودي عرب کې پکار وه ځکه چې دسعودي چارواکو ته دا معلومول بیخي اسانه ده چې شپه په شپه د پي ټي ایي څو مشران ولې له دغه ځایه وتښتېدل اؤ ټول پلان دچا په امر چا تیار کړی ؤ.

هغه په ټویټر لیکلي پاکستان کې ددرج شوې دې مقدمې نه دسیاسي انتقام بوئ راخیژي.

تر دې وړاندې تیره ورځ د سعودي عرب د مدينې ښار پوليسو ویلي وؤ‌ دمسجد نبوي داحترام په ماتولو اؤ دعبادت کوونکو مخې ته د خنډانو په راولاړولو یې پینځه کسان نیولي دي چې تعلق پاکستان سره دی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG