لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزیرستان اؤ خېبر کډوالو لپاره دمرستو پیسې جاري کړل شوې


خېبرپښتونخوا صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي، د شمالي وزیرستان او خیبر قبایلي ضلعو نه بې کوره کورنيو د مرستو دپاره يې 37 کروړه روپۍ جاري کړي چې هرې کورنۍ ته اته زره روپۍ د خوراک دپاره او د شمالي وزیرستان کورنیو ته د خوراک سره 12000 روپۍ د خرڅ ورکول کیږي.

خو د شمالي وزیرستان کډوال وايي دې مرستو کې د زیات والي سره د دوی لپاره باید د خیمو، بجلۍ او د اوبو اسانتیاوې برابرې کړل شي .

پي ډي اېم ای پخپله یوه خبر پاڼه کې ويلي دا د شمالي وزیرستان او خېبر قبایلي ضلعو نه بې کوره شوو کورنیو د مياشتې دپاره جاري کړی شوې پېسې دي چې د پي ډي اېم ای سره د شمالي وزيرستان کومې 15زره229 کورنۍ رجسټرډ دي د هغو سره د افغانستان نه راغلي رجسټرډ کورنیو ته به هم دا 12زر روپۍ د خرڅ او اته زره روپې د خورک لپاره ورکول کیږي.

دخبر پاڼې له مخې د خیبر قبایلي ضلعې نه بې کوره یو زر کډوالو کورنیو ته یوازې اته زره روپۍ د خوراک د کورنۍ په حساب د وړاندې په څېر د موبايل سيم د لارې ورکولی شي.

د پي ډي اېم ای بیان کې ویل شوي دا د دوئ دمیاشتې د مرستو پیسې دي چې د اختر نه وړاندې پرې خپل ضرورتونه پوره کړي.

خو د شمالي وزیرستان نه په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو څخه بې کوره شوي کډوال د تېر په څېر غوښتنه کوي چې د دوی سره کېدونکې مالي مرستې اوس د دوی خرڅ نه پوره کوي اؤ دا دې سېوا کړی شي.

بل لوري ته د افغانستان نه راغلي کډوال وایي په دې کډوالۍ کې د ګرمې نه د بچ کېدلو، دخیمو اؤ د اوبو انتظام نه لري او دا دې هم دوی ته برابر کړل شي.

په بنو کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال لائیر خان وایي یو د اوړو بوجۍ په اووه زره روپۍ ده او دوی ته ټول خرڅ اته زره روپې ورکړل کیږي،

هغه وویل کار روز ګار نه لري د یو چا په کور کې دیره شوی او هغوي سره په پټو کې مزدوري کوي. او په هغې د میاشتې معاش برابروي.

هغه زیاته کړه په 2014م کې چې دوی بې کوره شول دغه پېسې ورته اعلان شوې وې، تراوسه پورې ګراني ډېره سېوا شوې ځکه دغه مرستې دې هم سېوا کړی شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په علاقه کې خپل کور او پټي لري یوازې د چلغوزو نه د دوی دومره معاش دی چې بیا مرستو ته اړتیا نه لری خو خپلو علاقو ته دې ستانه کړل شي.

افغانستان نه په دې وروستیو کې راغلي یو بل کډوال زینت الله وویل دوی سره د افغانستان نه د ستنیدو پرمهال د اسانتیاو ژمنې شوې خو دغلته دوی ته یوه اسانتیا نه ده ورکړل شوې .

هغه وویل افغانستان نه د جنورۍ په پینځمه راستانه شوي خو دوی سره تر اوسه مرستې نه دي شوي اؤ
زیاته یې کړه د پیسو دنشتوالي له امله د لکي مروت کرمې پل سمه کې سره د نورو کورنیو میشت شوی، نه خیمې لرې نه د څکلو اوبه او نه دګرمې نه د بچ کېدلو کوم انتظام لري او د سختو ستونزو سره مخ دي.

وی او ای ډیوه ته هغه وویل دوی ته دې په دې کډوالۍ کې د بجلې اوبو او خیمو سره د مرستو انتظام برابر کړل شي .

د افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي دا هغه پېسې دي چې د لومړي سر نه کډوالو ته ورکولی شي، او تر څو چې دوی ته د پېسو زياتولو خبره ده، هغه به مرکزي حکومت کوي.

د کډوالو د واپسې په اړه هغه وویل چې انتظامه او پوځ کله دوی ته د علاقې د پاکیدو باور ورکړي اداره تیاره ده چې دا کډوال ستانه کړی.

افغانستان نه د راغلو کډوالو په اړه هغه وویل په دې وروستیو کې اووه زره کورنۍ د افغانستان نه راغلي چې هرې کورنۍ ته دوه خیمې، او د ضرورت نور سامان په غلام خان پوله ورکړل شوی .

هغه وویل د دوی تصدیق د نادرا سره روان دی او په دوی کې ځینې تصدیق شوو کورنیو ته د میاشتې هرې کورنۍ ته 20 زره روپۍ مرستې د خرڅ خوراک د پاره ورکول شروع شوي دي.

په علاقه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دغو کډوالو کې د زیاترو تړاؤ د افغان پولې سره جوختو علاقو دته خېل او شوال تحصیلونو سره دی، دغه سیمې لا پوره نه دي پاکې کړی شوي او هلته کليرنس يا د پاکوالي عمليات روان دي. ځکه دې علاقو ته کډوال نه دي واپس کړی شوي .

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ اته کاله وړاندې 2014م کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عملیان پیل کړي وو چې له امله یې لسو لکو نه زیات خلک دخپلو کورونو په پرېښودولو محبور شوي وؤ چې پکې په زرګونو خلک د پولې پورې غاړې افغانستان ته هم کډه شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG