لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:افغان کډواله میرمن اؤ دهغې څلور ماشومان وژل شوي


بلوچستان دپشین ضلعې دبوستان د لېویزو تحصلدار جنېد باروزی وايي چې دغه پېښه کچلاغ ته نزدې په کلي پوټي ناصرانو کې د افغان کډوالو په یو کور کې رامخي ته شوې ده.

وي او ای ډیوه ته هغه ویلي دکور دننه دافغان کډوالې میرمنې اؤ دهغې دڅلورو ماشومانو جسدونه ترلاسه شوي .

دباروزي له مخې جسدونه لومړی بولان مېډیکل کا لج کملیکس ته راړول شو او بیا پولیسو د ازموینو لپاره سی ایم ایچ هسپتال ته یوړل .

په وژل شوکې دیارلس کلن سلمان، ۱۱ کلنه صائمه، نهه کلنه عنایت الله او ۷ کلنه شاهده او د دوې مور د حکمت الله مېرمن، شامله ده.

پولیسو دپېښې پلټنې پیل کړي دي اؤ دپلټنو په لړ کې یې د وژل شوو ماشومانو پلار حکمت الله هم نیولی دی خو پولیس وایي چې هغه ددې پېښې سره لاتعلقي ښایي.

تحصلدار جنید باروزی وايي په وژل شو کې د مور او دریوؤ ماشومانو ستوني په تیره تېغ پرې شوي او یو ماشوم تر غاړو نیول شوی دی.


په وژل شوکې دیارلس کلن سلمان، ۱۱ کلنه صائمه، نهه کلنه عنایت الله او ۷ کلنه شاهده او د دوې مور د حکمت الله مېرمن، شامله ده.

تحصلدار جنید باروزی وایی چې په لومړو پلټنو کې په ډاګه شوې ده چې د وژل شوؤ ماشومانو پلار حکمت الله دوه ودونه کړی دي نورې پلټنې لا رواني دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG