لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف سعودي عرب څخه دنزدې8 اربو ډالرو په پیکج ترلاسه کولو بریالی شوی،دسرچینو دعوه


د پاکستان شخصي مطبوعاتو د سرکاري سرچينو د قوله ویلي چې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب څخه د نزدې 8 اربو ډالرو په اقتصادي مرستې یا ملاتړ ترلاسه کولو کې کامیاب شوی دی.

بلخوا د پاکستان سرکاري رېډيو په يو خبر کې ویلي چې سعودي عرب د پاکستان اقتصاد ته د پرله‌پسې ملاتړ باور ورکړی دی.

د پاکستان سرکاري رېډيو وايي چې د وزير اعظم شهباز شريف سعودي عرب ته د درې ورځني سفر په پائ کې جاري کړې شوې اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې سعودي عرب به پاکستان ته د مرکزي بنک د لارې درې اربه ډالر هم ورکوي چې داسې د هېواد غورځېدونکې د غېر ملکي زرمبادلې ذخاېرو ته اډاڼه ترلاسه شي.

د پاکستان شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز د اعلى سرکاري سرچينو چې نوم یې نه دی ښودلی له قوله وايي چې په دې مالي پېکج کې د تېلو د فناسنګ اسانۍ، او ددې ترڅنګ د پاکستان په خزانه کې د 4.2 اربو ډالرو ايښودو اضافي رقم هم شامل دی.

په خبر کې ويل شوي چې په دې لړ کې په تکنيکي تفصيلاتو کار روان دی او د اړونده اسنادو په چمتو کولو کې به تر دوو اونو وخت ته اړتیا وي چې وروسته به لوظنامه لاسلیک کولی شی.

تېر کال هم سعودي عرب پاکستان ته د غېر ملکي زرمبادلې د ذخاېرو د ملاتړ لپاره 3 بېلنه ډالره ورکړې وې.

دا مهال د پاکستان اقتصاد د سختو مشکلاتو سره مخ دی. د هېواد د غېر ملکي زرمبادلې ذخائر په تېرو اوو اوونیو کې د 6 اربو ډالرو په کمي سره 10.5 اربو ډالرو ته غورځېدلې دي او د روان مالي کال په لمړو نهو میاشتو کې د جارى کهاتو خساره هم 13.2 ارب ډالرو ته پورته شوې ده.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه حفیظ پاشا ډيوه ته وايي اوس مهال د پاکستان تر ټولو جدي ستونزه د غېر ملکي زرمبادلې ذخیرې زياتول دې او تمه ده چې د سعودي عرب مالي پېکج به په کې ملاتړ وکړي.

هغه وايي د تجارتي خسارې د فنانسنګ او بهرنیو قرضو د ستنولو لپاره به پاکستان ته هرکال د 30 نه تر 32 اربو ډالرو پورې رقم پکار وي.

هغه وايي دا وخت د پاکستان بهرني پورونه اسمان ته رسېدلې دي او په راتلونکي کال کې به نزدې 15 اربه ډالره قرضه ستنول وي.

اخوا د پاکستان سرکاري رېډيو ویلي چې پاکستان او سعودي عرب د سرمايه کارۍ ،صنعت او کان کيندنې په څانګو کې د همکارۍ په سېوا کولو سلا شوي دي.

د وزير اعظم شهباز شريف سعودي عرب ته د درې ورځني سفر په پائ کې جاري کړې شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې سعودي عرب د پاکستان اقتصاد ته د پرله پسې مرستو باور هم ورکړی چې پکې د پاکستان د مرکزي بنک د لارې د 3 اربو ډالرو ورکړه هم شامل ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل لا هم په سعودي عرب کې پاتې دی چې داسې د سعودي عرب لخوا پاکستان ته د ترلاسه کيدونکي نزدې 8 اربو ډالرو اقتصادي پېکچ طريقه کار ته غوڅه بڼه ورکړي.

راپورونه وايي چې پاکستان د تېلو د اسانتيا د 1.2 اربو ډالرو څخه 2.4 اربو ډالره ته د رسولو خواست هم کړی ؤ چې سعودي عرب منلی دی.

جيو نيوز د اعلي حکومتي سرچينو له خولې وايي ددې ترڅنګ سعودي عرب د 3 اربو ډالرو دموجوده ډپازټ د جون 2023 پورې په غځولو هم اتفاق کړی دی.

د اقتصادي چارو خبریال او څېړونکی مهتاب حېدر ډيوه ته وايي له دې مخکې هم سعودي عرب د تحريک انصاف په تېر حکومت کې پاکستان ته د 4.2 اربو ډالرو پېکج ورکړی ؤ او ددغو رقم څخه یې 3 اربه ډالره دتېر دسمبر میاشت کې پاکستان ته راغلې وې چې په مرکزي بنک کې پرتې دي او ددې ستنول هم اوس ځنډول شوې دي.

هغه وايي د پاکستان لپاره راتلونکې درې میاشتې ډېرې مهمې دي ځکه چې په دې موده کې به پاکستان ته د 9 نه تر 12 اربو ډالرو پورې اړتیا وي چې داسې د زرمبادلې ذخایرو کې مرسته وشي.

سعودي عرب پاکستان ته دا اقتصادي پېکج په داسې وخت کې ورکوي چې پاکستاني چارواکي د نړيوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف سره هم د شپږ اربو ډالرو د قرض دځنډیدلي پروګرام د بيا بحالولو لپاره خبرې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG