لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او د بلوچستان په ګڼوبرخو کې وړوکی اختر نن او نور پاکستان کې به سبا نمانځلی شي


په خېبرپښتونخوا کې د پېښور د قاسم علي خان جومات نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د وړوکی اختر نمانځلو اعلان کړی او وروسته د صوبې حکومت هم دغه اعلان کړی، خو له دې وړاندې د وړوکي اختر د میاشتې ليدو دپاره مرکزي رويت هلال کمېټۍ سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ د وړوکي اختر اعلان کړی وو.

د بلوچستان صوبې په زياتره پښتون مېشته سيمو کې هم نن وړوکی/ کوچنی اختر نمانځل کيږي.

په وزیرستان او افغانستان کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ وړوکی اختر نمانځل شوی وو. په سعودي عرب او نورو خليجي ملکونو کې هم نن وړوکی اختر نمانځل کيږي.

پاکستان کې تيره شپه نزدې لس منټه دپاسه نهه بجې د مرکزي رويت هلال کمېټۍ مشر مولانا عبدالخبير ازاد اعلان وکړو چې په ملک کې ورته د يو ځای نه هم د شوال د میاشتې د ليدو شهادت نه دی ترلاسه شوی.

ځکه هغه اعلان وکړو چې په ملک کې وړوکی اختر د نهې/ سه شنبې په ورځ (درېمه مې) نمانځلی شي.

خو لکه د نور کله په شان د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د مفتي شهاب الدین پوپلزۍ په مشرۍ غېر سرکاري کميټۍ بيا نزدې نهه نيمې بجې اعلان وکړو، چې د صوبې د ځينو برخو نه ورته د شوال د مياشتې ليدو شهادتونه ترلاسه شوي دي.

مفتي پوپلزۍ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ د وړوکي اختر نمانځلو اعلان وکړو او بيا وروسته د خېبرپښتونخوا د وزیراعلا مرستیال بېرسټر محمد علي سېف نزدې پاو باندې په لس بجې په ټويټر وويل،

د خېبرپښتونخوا د مختلفو علاقو نه ورته د 130 پورې شهادتونه ترلاسه شوي، او د خېبرپښتونخوا حکومت په سرکاري توګه د ګل په ورځ په دوېمه مې د وړوکي اختر نمانځلو فېصله کړې ده.

وروسته د صوبې د اطلاعاتو څانګې د شپې په دولس بجې دغه اعلان وکړو.

د خېبرپښتونخوا په زياترو سيمو کې نن وړوکی اختر نمانځل کيږي.

خو د سوات، بونير، دير او تور غر څخه د رارسېدلو خبرونو ترمخه په دغو سيمو کې اختر نن نشته. ځای په ځای پکې اعلانونه شوي خو عام اختر پکې نه نمانځل کيږي، او په ډېره اسماعيل خان کې هم ويل شوي چې په ټول ضلع کې اختر نشته.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې په پښتنو سيمو کې ويل شوي د کوټې، پشين، مسلم باغ او زیارت سيمو نه علاوه نزدې په نورو ټولو سيمو کې نن وړوکی اختر نمانځل کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG