لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف د چينايانو د امنيت د انتظاماتو جاج اخلي، رپوټ


په کراچۍ کې په چينايانود ځانمرګي بريد وروسته ويل شوي، د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اختر په لومړۍ اوونۍ کې په پاکستان کې د چينايي وګړو د امنيت د انتظاماتو جاج اخلي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون په يو رپورټ کې د سرچینو له قوله ويلي، وزيراعظم شهباز شريف به د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) او د دواړو ملکونو ترمنځ نورو ګډو منصوبو ته د ممکنه ورپېښو خطرو څخه د امنيت يقيني کولو دپاره د وړاندينيو جوړو او راتلونکې دپاره د تګلارو جاج اخلي.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه چې د دغه ډلې د مجيد بريګيډ لومړۍ ښځينه فدايي دغه بريد کړی دی.

چين په دغه پېښه يې سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغه پېښه کې چې درې چينايي استازان وژل شوي او بل ژوبل شوی، د پېښې وروسته د چين د بهرنيو چارو وزارت او په پاکستان کې سفارتي مشن فعاله په بېړنۍ توګه فعاله شوی، په چین کې د پاکستان د سفير سره سخته اندېښنه شريکه کړی شوې، د چينايي وګړو د ساتنې او بيا د داسې پېښو نه کېدو غوښتنه يې ترې کړې ده.

چین غوښتنه کړې چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي.

د ټريبيون د خبر ترمخه وزیراعظم د پلاننګ او کورنيو چارو وزارتونو ته په دغه اړوند د تګلارو جوړولو او وړاندې کولو لارښوونه کړې ده.

ويل شوي د پلاننګ وزیر احسن اقبال به د ګوادر سفر کوي.

مجيد بريګېډ چې په چينايي استازانو د بريد زمه واري منلې، د بريد وروسته يادې ډلې يوه ويډيو خپره کړې چې پکې وسله وال کسان ليدل کيږي او يو تن پکې چې په انګرېزۍ ژبه خبرې کوي، د چين صدر شي ژين پينګ او چينايانو ته په مخاطب کولو سره وايي، چې د دوی خاوره پرېږدي او دوی به د خپلې خاورې دپاره مبارزه جاري ساتي.

يادې ډلې د کال 2018 د اګست په مياشت کې په چاغي کې په چینايي اينجينيرانو، بيا د کال 2018 په نومبر په کراچۍ کې په چينايي کونسلګرۍ، او په کال 2019م کې په ګوادر کې په پي سي هوټل، او په جون کال 2020 کې يې په کراچۍ سټاک اېکسچېنج د بريد زمه واري هم منلې وه.

تير کال د جولايۍ په میاشت کې د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بر کوهستان ضلع کې د داسو ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي بريد شوی وو چې پکې د نهه چينايي وګړو په ګډون 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.

چين د دغه پېښې وروسته د داسو په پروژه د کار ودرولو ويلي او بيا د اکتوبر په مياشت کې پاکستاني چارواکو ويلي وو، په پروژه کار پېلوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG