لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پي ټي ايي د خپلو مشرانو اوغړو پرضد د مذهب د سپکاوي مقدمه په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړې


پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو مشرانو او غړو پرضد د مذهب د سپکاوي جوړې مقدمې په اسلام اباد هايکورټ کې چېلنج کړي دي، بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن هم د دغو مقدمو بيرته اخستو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د سعودي عرب د مدينې ښار په مسجد نبوي کې د حکومتي وزيرانو پرضد د سپکاوي د نعرو خلاف د پنجاب په فېصل اباد ښار کې مقدمه درج شوې چې پکې مخکنی وزيراعظم عمران خان، نور وزیران او ورسره د 150 پورې کسان نومول شوي دي.

د يادې مقدمې وروسته د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله ويلي که ضرورت پېښ شو، عمران خان هم نيول کېدی شي.

په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د حکومت نه غوښتي د مذهب د سپکاوي مقدمې دې نه جوړوي او دغه مقدمه دې بيرته واخلي ځکه چې څوک دې هم د مذهب د سپکاوي مادې د سياسي مخالفت دپاره وکاروي.

د بشري حقونو د کمېشن غړې زهره يوسف وايي، پاکستان په سياسي او ذاتي ماملاتو کې مذهب کارول کيږي او دلته هم د مذهب د سپکاوي د قانون نه کار اخستل کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغې وويل، کله چې ضیاالحق په دغه قانون کې بدلون وکړو، نو په دې جرم ثابتېدو د مرګ سزا مقرر کړی شوې، او که څه هم به دې جرم کې سزا خو چرته نه ده ورکړی شوې خو د تندروه فکر لرونکو لخوا د مذهب د سپکاوي په تور د 80 پورې کسان وژل شوي دي او د دغه شان چلند له امله به تندروه فکر نوره وده وکړي.

هغې وويل دا قانون د سياسي مخالفت دپاره کارول ډېر خطرناک دي، که نن يو ګوند په حکومت کې دی نو سبا به بل ګوند چې په حکومت کې وي د بل پرضد به يې کاروي او دغه شان به دا لړۍ روانه وي.

بل لور ته تحریک انصاف چې دغه مقدمه د اسلام اباد په هايکورټ کې چېلنج کړې، د مقدمې د اورېدنې په وخت د هايکورټ مشر جج چيف جسټس اطهر من الله ويلي، د شهباز ګل د ملک بيرته راتلو پورې دې ګرفتار نه کړی شي.

د پي ټي ايي وکيل فېصل چودري د قضيې د اورېدنې وروسته مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي دي، موجوده حکومت د مسجد نبوي پېښه د عمران خان او تحریک انصاف پرضد کارول غواړي.

هغه وويل عدالت ښکاره ويلي دي د تحریک انصاف د غړو پرضد دې تر هغې کومه کارروايي ونه کړي څو پورې چې په دغه اړوند عدالت څه فېصله نه وي کړي.

په حکومت کې د شامل ګوند پاکستان پيپلزپارټۍ يو مشر پخواني سېنېټر فرحت الله بابر هم د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد مقدمو جوړولو باندې اندېښنې ښکاره کړي دي.

او ويلي يې دي د سياست مخالفت دپاره د مذهب استعمالولو غندنه کوي.

او د پيپلز ګوند سېنېټرې شيري رحمان ويلي په مسجد نبوي کې نعرې وهل هم جايز نه وو او په سياست کې د مذهب استعمال عمران خان کوي ځکه چې خپلو جلسو ته د امر باالمعروف نومونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG