لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داځل وړوکی اختر په دریوؤ بیلابیلو ورځو ویشل شوی


دنور کله په څېر دا ځل بیا پاکستان کې وړوکی اختر په بیلابیلو ورځو ویشل شوی دی اؤ په کومو سیمو کې که نن داختر وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي نو هلته نن په یو شمیر سیمو کې داختر دریمه اؤ دویمه ورځ هم روانه ده.

داتوار یا یکشنبې په ورځ دپاکستان د میاشت لیدنې مرکزي دولتي کمیټې اعلان کړی ؤ چې دشوال دمیاشتې شهادتونه ورته په نظر نه دي راغلي نو ځکه اختر به د نهې یا سه شنبې په ورځ وي.

خو هم په دغه ورځ بیا دپېښور دقاسم علي خان جومات نه اعلان شوی ؤ چې دشوال دمیاشتې دلیدو په اړه ورته ګڼ شمیر شهادتونه ترلاسه شوي اؤ د دوشنبې په ورځ به د وړوکي اختر وړومبۍ ورځ وي.

دخیبر پښتونخوا صوبایي حکومت هم د قاسم علي خان جومات داعلان په اساس ټوله صوبه کې په سرکاري توګه د وړوکي اختر اعلان کړی ؤ.

خو دصوبایي حکومت داعلان باوجود پرون د دوشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا ګڼ شمیر سیمو لکه سوات،دیر،ډیره اسماعیل خان اؤ هزاره ډویژن کې ګڼ شمیر خلکو اختر ونه نمانځلو اؤ دغلته نن دمرکزي حکومت داعلان سره سم داختر وړومبۍ ورځ نمانځل کیږي.

د دوشنبې یا دګل د ورځې داختر نه وړاندې دخیبر پښتونخوا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې ګڼ شمیر خلکو د یکشنبې یا اتوار په ورځ هم اختر نمانځلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هغوئ دشوال میاشت لیدلې ده.

افغانستان کې دا ځل دسعودي عرب نه یوه ورځ مخکې یعنې د یکشنبې په ورځ وړوکی اختر نمانځل شوی دی.

پاکستان کې اکثره د روژې اؤ اختر دمیاشتو دلیدنې پسر د دولتي اؤ غیر دولتي کمیټیو ترمنځ اختلافات راپورته کیږي چې له امله یې اختر په بیلابیلو ورځو ویشل کیږي.

دمیاشت لیدنې دولتي مرکزي کمیټه ددې اختلافاتو پړه دپېښور‌ په قاسم علي خان جومات ور اړوي اؤ وایي قاسم علي خان جومات داختر اؤ روژې داعلان هیڅ واک نه لري.

خو دقاسم علي خان جومات دمشر مفتي شهاب الدین پوپلزئ وینا ده چې هغوئ د شلګونو کلونو راهسې دشرعي حکمونو په اساس دمیاشتې دلیدو یا نه لیدلو په اړه پریکړه کوي اؤ خپله اسلامي ذمه واري ترسره کوي.

مفتي شهاب الدین پوپلزي وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي دي دا ځل هم دمیاشت لیدنې د دولتي کمیټې مشر عبدالخبیر ازاد ته دوئ باور ورکړی ؤ چې دمیاشتې دلیدنې داعلان په اړه به دشرعي حکمونو نه یوه ذره هم اخوا دیخوا نه ځي .

هغه وایي دوئ ته داځل هم دشوال دمیاشتې دلیدلو په اړه ګڼ شمیر شهادتونه رارسیدلي وؤ چې دیني عالمانو دهغې کره کتنه کړې ده اؤ بیا یې داختر اعلان کړی دی اؤ که څوک دا شهادتونه نه مني نو په دې کې بیا دقاسم علي خان جومات دکمیټې هیڅ قصور نه شته.

دخیبر پښتونخوا دننه زیاتره په دمیاشت لیدنې په مرکزي دولتي کمیټې نیوکې کیږي چې دپښتونخوا دخلکو دمیاشت لیدنې شهادتونو ته ارزښت نه ورکوي خو دمیاشت لیدنې دکمیټې مشر عبدالخبیر ازاد تر اختر وړاندې ویلي وؤ چې دوئ به دمیاشت لیدنې په اعلان کې هیڅ توپیر نه کوي اؤ پریکړه به یې یوازې په قوي شهادتونو کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG