لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین په بندري ښار اودیسا باندې تازه بریدونه کړي


واشنګټن – روس د اوکراین په جنوب لویدیځ ښار اودیسا باندې نوي بریدونه کړي او اروپايي‌ اتحاد د روس په تېلو باندې نوي دور بندیزونو ته تیاری نیسي.

د اودیسا ښاري شورا ویلي، د روسانو په یو برید کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د استوګنې یوه ودانۍ لګېدلې، یو ۱۵ کلن هلک پکې وژل شوی او یوه انجلۍ پکې ژوبله شوې ده.

د اودیسا والي مکسیم مارچینکو ویلي، د روسانو یو توغندی په سیمه کې په یوه مهم پول باندې هم لګېدلی چې زیات سټراتیجیک ارزښت لري.

رویټرز خبري ادارې د روس د دفاع وزارت له خولې د نهې یا سې شنبې په ورځ راخیستي، چې د اوکراین اودیسا ښار ته څېرمه یې په یو پوځي هوايي اډه کې یو لوجیستیکي مرکز په توغندیو ویشتی کوم چې اوکراین ته د لویدیځ لخوا د ورکړل شویو وسلو لپاره کارول کېده.

د روس د دفاع وزارت ‌په بیان کې وړاندې راغلي، په ویجاړو شویو کې ډرون الوتکې، توغندي او درنې وسلې او مهمات شامل وو کوم چې د امریکا او اروپا لخوا اوکراین ته ورکړل شوي وو.

بل پلو تمه ده اروپايي‌ اتحاد به د نهې یا سې شنبې په ورځ د روس په وړاندې نوی دور بندیزونه اعلان کړي چې په هغو کې به د روس په تېلو باندې محدودیتونه هم شامل وي.

جرمن چارواکو ویلي، دوی کولای شي د روس له تېلو څخه د اروپايي اتحاد د بشپړ بندیز ملاتړ وکړي.

د جرمني د اقتصاد وزیر رابړټ هېبېک وویل، "مونږ داسې یوه حالت ته رسېدلي یو چې جرمني کولای شي د تېلو بندیز وزغمي."

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلينسکي وویل، مونږ له اروپايي اتحاد څخه په بیړه د نوي پکېج تمه لرو. په دې پکېج کې باید داسې ښکاره ګامونه وي چې د انرژۍ له منابعو څخه د روس عایداد ودرول شي.

د ماریپول تخلیه:

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل، د کلابند شوي ماریپول څخه د ملکي وګړو د تخلیې بهیر اوس هم ستوزمن دی، که څه هم د پولادو له کارخانې څخه لومړۍ ډله خلک وتلي دي.

د ماریپول ښاروال د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، یو لک ملکي وګړي لا تر اوسه هم په ښار کې پاتې دي.

ښاروال وېدیم باچینکو وویل، ځینې ملکي وګړي د ازوویستول په نامه د فولادو په کاخارنه کې د تونلونو او خوندي ځایونو یا بنکرونو لاندې پراته دي او هلته کابو ۲۰۰۰ اوکرایني سرتیري هم شته.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې حکومت یې له یادې کارخانې څخه د پوځیانو د ویستلو پرسر هم مذاکرات کوي.

ډیمیټري کولیبا په کیېف کې خبریالانو ته وویل، "هر څه هره شېبه پېښېدای شي نو دا به غوره وي چې د تخلیې د بشپړېدو پورې صبر وشي."

په ورته وخت کې ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د نهې یا سې شنبې په ورځ له الاباما څخه لیدنه وکړي چېرې د لاکهېډ مارټین کمپنۍ لخوا د ټانکونو ضد توغندي جوړېږي، کوم چې د امریکا لخوا اوکراین ته هم استول کېږي.

په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې تر ۵.۵ میلیونو زیات اوکراینیان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي چې درې میلیونه یې یواځې پولېنډ ته تللي او تر اته لکو زیات یې رومانیا ته تللي.

سپینې ماڼۍ د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي، چې د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن به د زیارت یا پنجشنبې په ورځ رومانیا او سلواکیا ته سفر وکړي او هلته به له بې ځایه شویو اوکراینیانو سره هم وویني.

ځانګړې ویډیوګانې

سوات کې معذوره یا خصوصي خلکو د خپلو حقونو دپاره احتجاج کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:06 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG