لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمطبوعاتو دازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې پاکستان افغانستان نه هم په ښکته تللی دی


د رسنیو دازادۍ په نړیواله درجه بندۍ کې دتیر یو کال په مهال دپاکستان دننه دمیډیا ازادي ۱۲ درجې نوره هم په ښکته تللې ده اؤ اوس دا هیواد د رسنیو په ازادۍ کې دافغانستان سیال هم نه دی پاتې شوی چرته چې دطالبانو واکمني ده.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي امریکا پاکستان کې په رسنیو اؤ مدني ټولنه داېښودل شوؤ قدغنونو څخه خبر ده اؤ د رایې دڅرګندونې په ازادۍ داسې قدغنونه دهیواد انځور اؤ دپرمختیا توان ته ضربه رسوي.

دبې پولې خبریالانو دنړیوال سازمان له لوري تیره ورځ دصحافت دازادۍ دنړیوالې ورځې په اړوند دجاري شوي رپورټ له مخې رسنیو ته په ازادۍ ورکولو کې پاکستان دهند،سریلنکار اؤ نیپال نه هم ښکته دی خو بیا دبنګله دیش ،ایران اؤ چین څخه بره دی.

په نړۍ کې دمطبوعاتو د ازادۍ د درجه بندۍ په حواله دبې پولې خبریالانو په رپورټ کې ویل شوي چې سږکال پاکستان ۱۲ درجې نور هم ښکته تللی اؤ په ۱۵۷ نمبر ولاړ دی ،

دې رپورټ کې هند په ۱۵۰،سریلنکا په۱۴۶،بنګله دیشن په ۱۶۲ اؤ میانمار په ۱۷۶ نمبر ولاړ ښودل شوي دي.

د رپورټ له مخې افغانستان چې کال ۲۰۲۱م کې په نړۍ کې دمطبوعاتو د ازادۍ په درجه کې په ۱۲۲م نمبر ولاړ ؤ ،اوس ۳۴ درجې په ښکته تللی اؤ په ۱۵۶نمبر ولاړ دی.

رپورټ کې ویل شوي دا درجه بندي ښایي چې دافغانستان دننه خبریالان اؤ رسنۍ څنګه دیو سخت اؤ کړکیجن وضعیت سره مخ دي.

دخبریالانو دحقونو لپاره په مبارزه بوخت سازمان فريډم نېټ ورک دنهې په ورځ ويلي، د کال 2021 د مې د میاشتې نه تر کال 2022 د اپرېل د مياشتې پورې په پاکستان کې په جرنلسټانو د بريدونو او د مطبوعاتو د سرغړونو لږ تر لږه 86 پېښې مخې ته راغلي دي.

يادې ادارې ويلي په پاکستان کې د ډيجيټل مطبوعاتو دپاره کار کوونکي جرنلسټان په دوامداره توګه په نخښه کيږي. پاکستان کې رياستي عناصر د جرنلسټانو دپاره تر ټولو غټ ګواښ دی او د عمران خان په تېر حکومت کې د جرنلسټانو د وژنو، پرضد یې د مقدمو جوړولو، تښتولو او نيولو سره د دړکو پېښې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دامریکې دبهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نه هم دمطبوعاتي کانفرنس په مهال پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ په اړه پوښتنه شوې اؤ هغه یې جواب کې ویلي چې امریکا پاکستان کې په میډيا اؤ مدني ټولنه دلګیدلو بندیزونو نه خبر ده.

هغه ویلي "موږ دا معامله دپاکستاني هم منصبانو سره خبرو کې وخت په وخت راپورته کوؤ"

هغه ویلي چې یوه فعاله اؤ ازاده میډیا دهر باخبره وګړي اؤ دپاکستان په ګډون دهرقام اؤ دهغې د راتلونکي لپاره ارزښت لري.

هغه خبرداری ورکړو چې د ازادې میډيا دمخنیوي دا عمل د رایې څرګندولو د ازادۍ حق مجروج کوي. اؤ هم یې له امله امنناکه احتجاج ته زیان رسیږي.

دپاکستان موجوده حکومت لا ددې تازه رپورټ اؤ دامریکې د بهرنیو چارو د وزیر دڅرګندونو په اړوند څه نه دي ویلي خو په لسم اپریل ړنګ شوي دعمران خان پخواني حکومت دعوې کولې چې هیواد کې رسنیو ته دغربي هیوادونو نه هم زیاته ازادي ترلاسه ده.

پاکستان کې دخبریالانو تنظیمونه دا دعوې دروغ بللې اؤ وخت په وخت یې دخپلو حقونو اؤ دصحافت دازادۍ لپاره احتجاجونه کول.

دمارچ په میاشت کې په پاکستان کې د صحافيانو دلويې تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس عمومي سکرټري ناصر زيدي ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ په هېواد کې صحافت قېد کړی شوی دی او په تېرو کلونو کې د حکومتي ګامونه له کبله په زرګونو خبریالان بې روزګاره شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG